د ختیځ زون روغتیايي کمپلکس

د ختیځ زون روغتیايي کمپلکس


  • 1 کال دمخه (23/11/2020)
  • خليل
  • 321

د ختیځ زون۶۰۰ بستریز روغتیايي کمپلکس ودانیز کارونه په معیاري ډول پر مخ روان او د پام وړ پرمختګ په کې شوی دي.

ددې کمپلکس د بنسټ ډبره د ۱۳۹۷کال چنګاښ میاشت د ولسمشر محمد اشرف غني لخوا د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیې په ۲۷۰جریبه ځمکه کې کیښودل شوه.

دا کمپلکس چې د ۳۵۰ او ۲۵۰بستریزو لویو ودانیو په شمول، اته عصري او مجهزې ودانۍ لري چې ودانیزې چارې ېې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د عملیاتي او ملاتړې ادارې په مالي ملاتړ، د ملي پراختیا شرکت د بنايي ودانیزې تصدۍ لخوا پرمخ وړل کیږي.

دا کمپلکس د ناروغانو لپاره د بیلو روغتیايي او تشخصیه څانګو ترڅنګ، د ناروغانو او د ناروغ لرونکو د هوساینې او خدمتونو لپاره انتظارخونو او جومات په څیر برخې هم لري، چې له پرانیستو سره به ېې په اړوند برخو کې د ختیځ زون د اوسیدونکو ستونزې حل شي.