کرزى صيب :چې سيپو شې نوبيا به پوه شې


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • محمدحسن حقيار
  • 242

تېره ورځ يو ځل بيا له ارګ څخه د ولسمشر کرزي او د هغه د متحدو ځواکونو (ناتو) د عمومي منشي ياپ ديِهوپ شيفرپرمشرۍ کابل ته د ناټو دراغلي پلاوي تر منځ د سخت اختلاف او لفظي جګړې خبرونه بهر ته راووتل. د اختلافاتو او ناندريو شدت دومره ووچې يو ځل خوآن د کرزي د استعفی اوازه خپره هم شوه. د اختلافاتو نښې د ولسمشر او دياپ ديِهوپ شيفر تر منځ په ګډه خبرې کنفرانس کې هم ليدل کېدلې. ولسمشر په دې کنفرانس کې وويل چې دوی به بيا چا ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې ملوک الطوائفې او قوماندان سالاري راژوندۍ کړي. ده په افغانستان کې د مرکزيت په پياوړتيا (سنتراليزم) ټينګار وکړ.
خبرونه وايي په دې نږدې تېرو ورځو کې د شاوخوا ۴۷ هغو هيوادونو چې په افغانستان کې پوځي حضور لري لوړپوړيو چارواکيو داسې غوښتنه کړېده چې په افغانستان کې دې د مرکزي نظام د پياوړي کولو پر ځای ، ولايتونه ، سيمه ييز چارواکي ، مخور، ملکان او نور د اثر اورسوخ خاوندان پياوړي او حمايه کړل شي. خبرونه زياتوي چې د ولسمشر د اعصابو چينجي همدې نظر او همدې غوښتنو نا ارامه کړي.
زه ددې نظر او ددې غوښتنې پر مشروعيت او عدم مشروعيت نه غږيږم او نه يې په زيانونو خبرې کوم. ځکه دا پړاو يو ځل په همدې ډېره نږدې ماضي کې موږ تېر کړ. د انارشۍ، ځانځانۍ او د ځنګل ددې قانون تراخه مو وڅکل، ولسمشر خوپريږده آن يو ليونی او د عقل له افلاس سره مخ افغان به يې هم منلو ته زړه ښه نه کړې.
زما پوښتنه داده چې په اصطلاح ده ولس په خوښه د يو ټاکل شوي حکومت، له اتيازرو څخه د ډېرکورني امنيتي پرسونل، د ۴۷ هېوادونو اړوندوشاوخوا اتيا زرو بهرنيو تر ستوني پر وسلوسمبالو ځواکونو په موجوديت کې ولې د هېواد سياسي او امنيتي حالات دومره کړکيچن شول چې اوس يې ملوک الطوئفي او انارشيزم د اصلاح درمل بلل کېږي؟
زما په اند، داسمه ده چې بهرنيان هم پدې اړه ډېر مسؤول او مقصر دي خو په دې اړه دپړې ډېره ګوته پخپله کرزي او دده حکومت، ډلې او دولت ته نيول کېږي. ځکه دوی په لوی لاس داډول زمينه برابره کړه، ډېرمناسب اوکاري فرصتونه يې له لاسه ورکړل. د کفايت، استعداد، اهليت او پوهې د نه درلودلو ثبوت يې وړاندې کړ.
ددې لپاره چې د حالاتو او شرايطو توپان کنترول او توپان اخستې بېړۍ مو د ژغورنې او نجات ساحل ته ورسوو. ښاغلي ولسمشر ته يو څو مشورې او سپارښتنې لرم.
ښاغلی کرزى صاحب ! دا خو تاسې خپله هم منۍ چې داته کلنې واکمنۍ په موده کې دې ددې پر ځای چې حالات ښه او بهبود په کې راشي ورځ تر بلې بدترېږې او نورې ستونزۍ هم زېږوئ، داځکه چې تاسې د ژوند ديوې برخې لپاره هم منظمه بر نامه او استراتيژي نلرئ.
په کورنۍ برخه کې مو حکومت پر سياسي او اداري ويروس اخته، درشوت، اختلاس، خيانت او غلا سرطان مو د ادارې هر هډنور تور اړولی دی او له دې پرته چې دنظام او کابيني په سرطان اخته تور هډونه (مفسد مامورين) غوڅ نه کړئ بله چاره نلرئ، ځکه چې دا سرطان د بدن نورو غړيو ته هم سرايت کوي او که اوس يو لاس او يا يوه پښه له لاسه ورنکړئ نو سبا به يې ډېر دروند پور پرې کړئ او اړياست چې د حکومت ټول و جود څخه لاس ووينځئ.
د هيواد په ډېرو سيمو د ناامنۍ وريځې ګرځي،.په ځانګړې توګه په پښتون مېشتو سيمو کې خو هېڅوک هم خپل سر اومال خوندي نه احساسوي ا وتاسې پوهېږئ چې امنيت هغه فکتور دى چې ټول ژوند ورپورې تړلى وي او له امنيت پرته دژوند ټولې چارې په ټپه درېږي. که دې موضوع ته ځانګړى او ترټولو جدي پام ونشي نو حالات نور هم خرابېږي او محالفين موله دې کمزوري ټکي څخه ډېره ګټه اخلي .
د راتلونکي په اړه ستا دنظام او سستم ابهام بله لويه ستونزه ده تراوسه معلومه نشوه چې دغبر ګولي له لومړۍ څخه دزمري تر٢٩ مې او بيا نوي ټاکل شوي ولسمشر ته دواک دورسپارلو تر ورځې پورې دې دورې ته دافغانستان داساسي قانون له مخې کوم مشروع چوکاټ وموندل شي ، دادوره څنګه قانوني کړل شي ، ديوې سياسي تشې اودسياسي غالمغال مخه ونيول شي اوهغو(په ښکاره) پخلادښمنانو ته چې په هيواد کې په سستماتيک ډول دګډوډيو جوړولواودکبانونيولو لپاره داوبو خړولو ته په کمين کې ناست دي دانارشۍ جوړولو فرصت په لاس ورنشي ، همدا راز له نويو ټاکنو وروسته نوي سستم او په رښتونې معنا يو ولسواکه اود اسلامي نظام پړاو ته ورننوتل ، ولس ته رښتوني خدمت، په ټولو ستونزو برلاسى هم ډېر کار او فکر غواړي .
وروره ! بله ستونزه موداده چې په نظام کې مو فکري او تيوريکي وحدت او تجانس نشته ، همغږي، پريوبل باور او اعتماد نلرئ هغه دچاخبره دسُراو تال ترمنځ موارتباظ نشته ، په خپلو کې پوهاوى( تفاهم) نلرئ ان ستا او ستا دوزيرانو ترمنځ هم اختلاف دى ته له طالبانو سره سوله اړينه ګڼې خو ستا دبهرنيو چاروله پارلمان څخه مخلوع وزير سپنتا بيا بل تال غږوي.
تاداسدالله خالد، سپنتا، چکري او ديوڅو تنو لپاره ،د ولس ټاکل شوي استازي ( ولسي جرګه ) دځان مخالفه او په لوى لاس دې اجرائيه له مقننې سره واچوله چې داډېره ستره سهوه اوبې ځايه ضد دى .
ښاغليه ! بله ستونزه دې داده چې هغه دپېښوريو ورونو په وينا،د ډېرو ځان غوښتونکينومشاورينوا ودوستانو په ګېره ( انحصار) کې يې او دومره يې محاصره کړى يې چې غوږ هم ترې ګرولى نشي . ستاډېر مشاورين له سياسي بلوغ بې برخې اوسياسي اميان دي دوى تاته ددروغو راپورونه درکوي ، شپه درته ورځ او ورځ درته شپه ښيي، ناسمې او له شخصي غرض ډکې ،ملي ضد مشورې درکوي ، ځان درته نږدي کوي او ډېر مخلص او رښتوني دوستان دې درته دښمنان معرفي کوي ، دا يو نه يواځې په کورنۍ کچه نه ، بلکې په نړيواله کچه هم همداډول کارونه کوي. دوست هېوادونه درته دښمن او دښمن هېوادونه درته دوستان معرفي کوي همدالامل دى چې اوس تقريباً له ملي او بين المللي انزوا سره مخ يې ، او ستا هغه مخلص خواخوږي او ستا په هر درد او غم کې شريک کورني او بهرني دوستان درنه خفه او سيورى دې په کاڼو ولي . دومره خو يې ته هم ويني چې ستا هغه دوستان چې په تېره دوره کې يې ستا دبرياليتوب لپاره خولې تويولې هلې ځلې يې کولې ، خپله شخصي پانګه يې لګوله ، تاته يې کمپاين کاوه نن درنه خوابدي دي څه يې خپله کانديدان دي اوڅه يې په نورو پسې روان دي او ته دمطلبي يارانو په يرغمل کې شپې ورځې تېروي .
ولسمشر صيب ! ګوره ته لاتراوسه دې مطلبي يارانو ته ځکه خان سيف الله خان يې چې ولسمشر يې خو چې خلع قدرت شې نوبيا به يې وويني چې دوى به درته سيف الله خان نه ، بلکې سيپو وايي اوچې سيپو شې نوبيا به پوه شې ، چې رښتيا هم ستاداموجود مشاورين ستا دوستان وواو که ستادښمنان خوبيا به اوبه له ورخه تېرې وي .
ګوره اوس که ناوخته هم ده خوبياهم دساه وېستلو موقع شته په خپلومشاورينو تجديد نظر وکړه او ښه دهقاني للون ( خېشاوه ) پکې وکړه ځکه که خسک بوټي ترې ونه باسې دانور بوټي وده نه کوي . اوکه رښتيا ولس راوستى او منتخب ولسمشريې نو بيا وېرېږه هم مه .همدااوس دې په کابينه ، مشاورينو، سفارتونواو نورو چارواکيو کې ژور ملي او ګټور بدلون راوله .
ستا بله ستونزه داده چې ته دشخصي ګټو او دڅوکۍ دساتلو لپاره هر هرډول کمپرومايز کولى شې ، دصديق چکري غوندې خلکو سره سازش کوې ، دافغانستان دوراني اصلي عاملينو او په افغانستان کې دبدمرغۍ دتخم شيندونکيو او ددوه ميليونه افغانانو وژونکيو(يرغلګرو روسانو) ته ددوستۍ لاس اوږدولى شې خو هغه کار چې دافغانانو ديني او ملي ضرورت دى ، هېواد ته سوله او افغانانو ته نېکمرغي ډالئ کوي هغه کار ته دزړه له کومې لاس نه اچوې چې هغه له طالبانو او نورو ټولو مخالفينو سره جوړجاړى او تفاهم دى . ګوره هېواد ته سوله راوستل ډېر ستر او دياد وړکار دى ، که ته پدې کارکې هرڅومره ستړى شې پروانه کوي، که ته داکار وکوې نو که ولسمشر هم نه يې افغانان به دې درناوى کوي او دابه ستالپاره وياړ وي .
ښاغليه ! ستابله ستونزه داده چې تاعملاً وښوده چې له بهرنيودوستانو او بين المللي ملګرو سره دې په اړيکوجوړولو ، همغږۍ ، او دهغوى دمرستو په جلبولو اوپه مناسب ځاى کې د امکاناتو په لګولو کې ناکام يې ،د دې پرځاى چې له موجودو امکاناتواو دبهرنۍ نړۍ له حضور څخه دهېواد او ولس لپاره ګټه واخلي، او مرستې ورته جلب کړې دخپلې څوکۍ دپايښت او دوام لپاره کار کوې ، داستا ستره اشتباه ده چې ته اوس خپله قبله بدلوې او دلوېديځ پر ځاى په ګونډو شوي او ازمويل شوي ختيځ ته مخ اړوې، هغه چاته چې اوس پخپله هم په ګېډه ماړه ندي .
له تاپخوا ځينو نورواپرچونستو مشرانو هم داکار کړى خو ګوره هغه وخت ددواړو ځواکونو ترمنځ توازن وو او نن هغه توازن نشته ،غم همدا دى چې نن نړۍ يوه قطبي ده نن روسان ځانته محتاج او ګدايي کوي دي .
دلوېديځ داتيازرو په عصري ټکنالوجۍ دسمبالو پوځونو په شتون او په داسې حال کې چې ځمکه او هوا دواړه دې دغربيانو په واک کې دي روسانو او ختيځوالو ته مخ اړول سياسي سهوه نه نو خير څه شى دى .ستا داکار ديولوى خطر زيګنال دى داکار افغانانو ته په افغانستان کې دلوېديځ او ختيځ دبلاکونواو دناټو او وارسا دتړونونوسړه جګړه وريادوي او وېرېږي چې هېواد يې يوځل بيا دپراختيا غوښتونکيو درقابت او سيالۍ ډګر ونه ګرځي .
ګوره ته پوهېږي چې اوس په تاپورې د يو ملت او يو هېواد برخليک نښتى دى او ستاګامونه يې نېکمرغه او بدمرغه کولى شي ،نوهر ګام په ډېراحتياط پورته کوه .
ته پوهېږي چې وايي دوه سهوې دژوند لومړۍ او وروستۍ سهوې بلل کېږي يوه سياسي سهوه اوبله له باروتو سره سهوه خو اوس ګورو چې ته له بده مرغه دسياسي سهوې په لور روان يې او موږ ځکه ځورېږو چې دافغانانو برخليک درپورې تړلى دى .