ثناء خان له فلمونو پرېښودو وروسته یو مفتي سره واده وکړ

ثناء خان له فلمونو پرېښودو وروسته یو مفتي سره واده وکړ


  • 8 مياشتي دمخه (22/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 270

 

د بالیووډ مشهورې اداکارې ثناء خان فلمونو کې له کار پرېښودو وروسته د مفتي انس په نوم یو عالم سره واده کړی.

ثناء خان وايي: '' موږ د الله ﷻ لپاره د یو بل سره مینه کوله او د الله ﷻ رضا کولو لپاره مو واده کړی''

هغې له خدایه دعا غوښتې چې دنیا او اخرت کې دې له خاوند سره یو ځای وي.

 

ثناء خان د بالیوډ مشهوره نڅاګره او اداکاره وه، څه موده مخکې یې له فلمونو توبه وویسته او ویې ويل چې د خدای ﷻ  احکامو مطابق به ژوند کووم.

د ثناء مشهور فلمونه جي هو، وجه تم هو، ممبۍ ټوګوا او هلابول دي