وسیم خان:  افغان لوبډله نېږدې وخت کې پاکستان ته دعوت کوو

وسیم خان: افغان لوبډله نېږدې وخت کې پاکستان ته دعوت کوو


  • 2 مياشتي دمخه (22/11/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 193

 

د پاکستان کرکټ بورډ چیف ایګزیکټیو وسیم خان وايي: '' د پاکستان لومړي وزیر عمران خان افغان لوبډلې ته بلنه ورکړې، موږ به نېږدې وخت کې پرې د افغانستان کرکټ بورډ سره خبرې وکړو او لوبډله به یې دعوت کړو''

هغه وایي: '' پاکستان له پېله د افغان کرکټ ملي لوبډلې مرسته کړې او په وینا یې راشد لطیف او انضمام الحق د   یادې لوبډلې روزونکي هم پاتې شوي''

 

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د تېرې پنجشنبې په ورځ کابل ته په یو رسمي سفر راغلی و، چې افغان لوبغاړو ورته خپل لاسلیک شوی بیټ ډالۍ کړ، او عمران خان ورته پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.

***