اتمر د ملي کټو ساتونکی

اتمر د ملي کټو ساتونکی


  • 3 کاله دمخه (19/11/2020)
  • محمدهاشم سنګر نیازي
  • 1041

اتمر، داسې یو شخصیت دی چې د سیاست هنر یې له ځوانۍ څخه د وطن دوستۍ په روحیه زده کړی، له نړیوالې ټولنې او د سیمې له هېوادونو سره د مرستندویو ټولنو او د افغانستان په بېلابېلو اداروکې د کار له لارې ښې اړیکې لري او کولای شي د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابل احترام او د ګډو ګټو پر بنسټ دغه اړیکې لا پیاوړې او مظبوطې کړي.

 د ده د دغو مثبتو ځانګړنو له امله په کور دننه له ده څخه پراخ  ملي ولسي ملاتړ د دې سبب شو چې نړېواله ټولنه نوموړی د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته وهڅوي او ملاتړ ترې وکړي. 

اتمر، د نورو شخصیتونو په پرتله، همیشه ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړی دی او شخصي ګټې یې له ملي ګټو څخه قرباني کړې دي چې غوره بېلګه یې په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د جمهوري ریاست څوکۍ ته له خپلې نوماندۍ څخه تېرېدل او انصراف دی. هر انسان له خپل هېواد سره مینه لري، غواړي په مورني او پلارني ټاټوبي کې یې امن، ثبات، سوکالي، پرمختګ، سکون او د وګړو ترمنځ یې مینه شتون ولري، اتمر، د یو افغان سیاستوال په توګه تل په دې ټینګار کوي چې مینه د هېواد د ترقۍ لپاره د انسان په وجود کې خوځښت، شور او قوت پیدا کوي، زموږ د هېواد اوسنی نازک حالت له موږ څخه غواړي چې خپل ټول سیاسي لید لوري، یوې خواته پرېږدو او د مینې قوت په هېواد کې د ملي یووالي په قوت بدل کړو، د ملي ګټو ننګه وکړو او پردي پال وغندو.

کله چې ښاغلي محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو د سرپرست او نوماند وزیر په توګه د دغه وزارت کارکوونکو ته د هغه د پېژند غونډې پرمهال وینا کوله، وې ویل: زه په نظام کې دې او دې ته ورته څوکۍ ته لېوال نه وم، دغه مسوولیت مې د هېواد د ولسمشر په  تکراري غوښتنه او ټینګار، د هېواد لوړو ملي ګټو ته د ژمنتیا او په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره ومانه. 

همدا راز، نوموړي، له نورو سیاسي شخصیتونو او جریانونو څخه هم وغوښتل چې د هېواد د لوړو ملي ګټو لپاره له حکومت سره  له سیاسي اختلافونو لاس واخلي، په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له حکومت سره همکاري وکړي. 

اتمر، تل په دې خبرې ټینګار کوي چې موږ باید د خپل ملت رښتیني سیاسي مشارکت ته ژمن و اوسو، دا زموږ د ملت حق دی چې په په ټولو مهمو پریکړو، سلا مشورو او نظام کې شریک  و اوسي ترڅو خپل برخلیک پخپله وټاکي. دی تل دا خبره کوي چې زموږ افکار له ملت څخه د نا خبره لارښوود، افکار نه دي، بلکې زموږ افکار په ټولو سطحو کې له خلکو سره د سلا مشورو د پایلو، افکار دي.

محمد حنیف اتمر د سیمې او نړۍ په کچه داسې یو شخصیت دی چې نړېواله ټولنه د سولې، سیمه ییزې او نړېوالې اجماع د جوړېدو، له نړېوالې ټولنې سره د ده د کاري اړیکو او د افغانستان په راتلونکو سیاسي بدلونونو کې د ده رول له پامه نشي غورځولی.

اتمر، غښتلی شخصیت دی چې په لنډه موده کې یې د بهرنیو چارو په وزارت کې ځینې اصلاحات رامنځته کړل، چې ښې بېلګې یې د شایسته سالارۍ د اصل د پلي کولو په موخه د اداري اصلاحاتو له کمیسیون سره د هوکړه لیک، لاس لیک کول دي چې له مخې به یې ټولې مقرریانې په شفاف ډول د معیاري آزموینو له لارې ترسره شي، د هېواد د دیپلوماسۍ دستګاه د پیاوړتیا، د بهرني سیاست پر لومړیتوبونو کار کول،په بېلابېلو برخوکې د بهرنیو چارو په وزارت او په بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د شته ستونزو آرزول او هغو ته د حل لارو موندل، په هېواد کې د تل پاتې سولې د ټینګښت لپاره د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا په موخه د بېلابېلو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو او سفیرانو سره د ویدیو کنفرانسونو او حضوري غونډو او لیدنو کتنو له لارې د افغانستان د مهمو موضوع ګانو مطرح کول، هغه موارد دي چې سترګې ترې نه شي پټېدلی.

اتمر، به په لنډ وخت کې د افغانستان د بهرني سیاست اساسي کرښې تدوین او د سیمې او نړۍ  له بدلونونو سره  سمې به یې عیارې کړي او د بهرنیو چارو وزارت تشکیلاتي او جوړښتي چارې به سمې او د اوسني پېر له غوښتنو سره به یې برابرې کاندي.

نوموړی دا ځواکمني او د سیاست دا هنر لري چې له نړېوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې له پخوا څو برابره زیاتې او پراخې کړي، ګټورې مرستې او همکارۍ به هېواد ته راجلب کړي.

د ښاغلي محمد حنیف اتمر، پورته وړتیاوو، ځانګړنو او سیاسي هنرونو ته په کټو سره دا ډاډ افغان ولس ته ورکولای شو چې نوموړی به هیڅکله هم په نړېوال ستیج افغانان سرټیټي نکړي، بلکې د افغانانو د سرلوړۍ  او ویاړ سبب به شي، په نړیواله کچه به یوځل بیا افغانستان مطرح او د د نیا والو مرستې او همکارۍ به را جلب کړي. موږ ور ته د لا بریالیتوبونو هیله کوو.