خلیلزاد به خپل ماموریت ته دوام ورکړي

خلیلزاد به خپل ماموریت ته دوام ورکړي


  • 10 مياشتي دمخه (19/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 310

 

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د منتخب ولسمشر جو بايډن د بهرنۍ پالیسۍ ټيم پر دې ټینګار کوي چې باید د زلمي خلیلزاد ماموریت دوام ولري او په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي.

د افغانستان د چارو شنونکو بیا فارین پالیسۍ نشریې ته ویلي چې بایډن هم له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی خو هغه به په دې کار کې د ټرمپ په څېر بېړنی نه وي.

د سرچینې په خبره افغان جګړه به د خبرو له لارې حل کېږي خو ښایي د ټرمپ او بایډن د تګلارې ترمنځ تفاوتونه هم وي.

سرچینه کاږي زلمی خلیلزاد به خپلو هڅو او دندې ته دوام ورکوي خو ددې احتمال شته چې په مسوولیتونو کې یې ګڼ بدلونونه راشي.

امریکایي کارپوهان دا هم وايي چې ښايي بايډن د مذاکراتو تر څنګ پر ځینو نورو انتخابونو هم کار وکړي.