ولسمشر غني د قطر له امیر سره ټیلفوني خبرې وکړې

ولسمشر غني د قطر له امیر سره ټیلفوني خبرې وکړې


  • 3 کاله دمخه (19/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 1157

 

ولسمشر غني او د قطر امیر د سولې بهیر په تړاو ټیلفوني خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تیر ماښام د قطر له امیر شیخ تمیم الثاني سره ټیلفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې دغو ټیلفوني خبرو کې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهیر او بیلابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو د همکاریو د پراختیا په تړاو بحث او خبرې وکړې.