کابل ته د عمران خان سفر

کابل ته د عمران خان سفر


  • 8 مياشتي دمخه (19/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 251

 

ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان نن د ولسمشر غني په رسمي بلنه کابل ته په سفر راشي او له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره پر افغان سوله او ځینو نورو مسائیلو خبرې وکړي.

دا له کله چې عمران خان په ۲۰۱۸م کال کې د صدراعظم په توګه خپله دنده پیل کړې، افغانستان ته د هغه لومړی رسمي سفر دی.

د پاکستان یو هیئت له وړاندې کابل ته رسېدلی او وړمه ورځ‌ یې له افغانستان سره د ټرانزیت او سوداګرۍ په برخه کې یو تړون هم لاسلیک کړی دی.

په ورته مهال افغان حکومت د پاکستان صدراعظم د راتګ لپاره د هوايي ډګر عمومي واټونو باندې د پاکستان بیرغونه هم بند کړي چې دغه کار د عامو افغانانو له غبرګون سره مخ شوی.