ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو د برید پلان ارزولی

ټرمپ د ایران په اټومي تاسیساتو د برید پلان ارزولی


  • 8 مياشتي دمخه (17/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 254

 

 

 

 

ایران ته ګواښ؛

ټرمپ د ایران پر اتومي تاسیساتو د برید پلان لري.

نیویارک ټایمز وایي ټرمپ تېره اوونۍ له خپلو لوړ رتبه مامورینو سره په ناسته کې د ایران په هستوي تاسیساتو د برید امکان ارزولی. ټرمپ په ټول ټینګار د ایران په دغه تاسیساتو د برید پلان لري، خو سلاکارانو یې منع کړی.

ورځپاڼه وایي ان په پنټاګون کې هم یو شمیر چارواکو د ټرمپ ددغه اقدام مخنیوی کړی او ویلي یې دي چې دټرمپ دغه ډول کار به یو ځل بیا په سیمه کې خونړیو جګړو ته لمن ووهي