هند وایي ترهګر روزل د پاکستان دبهرني سیاست یوه برخه ده.

هند وایي ترهګر روزل د پاکستان دبهرني سیاست یوه برخه ده.


  • 1 کال دمخه (16/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 492

د ترهګرو روزل د پاکستان د بهرني سیاست یوه برخه ده.

دهند د باندینیو چارو وزارت وایي، دوی د ترهګرو ملاتړي نه دي او په دې برخه کې دپاکستان ادعا بې بنسټه ده. ددغه وزارت ویاند وایي، اوس نړۍ پوهیږي چې ترهګر چېرته روزل کیږي، نوموړي پاکستان ته په اشارې ویلي، چې د ترهګرو روزنیز ځایونه اوس هرچاته معلوم دي.

پاکستان څو ورځې وړاندې ادعا کړې وه، چې هند د افغانستان له لارې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي.

باید یاده شي چې دغه ادعا لا دمخه افغان لوري رد کړې وه.