ولی په جګړه کې ملکیان وژنی؟

ولی په جګړه کې ملکیان وژنی؟


  • 3 کاله دمخه (15/11/2020)
  • سیدعبدالله پاچا
  • 997

یو څه چې ښکاره دي، هغه دا چې طالبان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مخامخ جګړه نه شي کولی.

د سړک غاړې ماین چاودنې، غلچکي بریدونه، ډله ییز بریدونه او ځانمرګي بریدونه د طالبانو هغه تکتیک یادیږي چې وینه تویدنه یې اضافه کړې، خو طالبانو پکې هیڅ پرمختګ نه دی کړی.

تاسو د هلمند او کندهار وروستیو جګړو ته وګورئ چې طالبانو پکې څومره ماتې وخوړه، کوم پرمختګ یې وکړ او څه یې لاس ته راوړل.

ښکاره وه چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له مخامخ کیدو سره سم یې کلیو کې ځانونه پټ کړل، یا ووژل شول، یا ټپيان شول او یا وتښتیدل.

طالبانو اوس دا تکیتکونه هم نتیجه نه ورکوي، ځکه افغانان نه تسلیم کیږي او هر څومره چې قرباني ورکوي، بیا هم طالبانیزم نه غواړي.

طالبان اوس د حقانیه مدرسې په فتوا باندې ملکي وګړو باندې بریدونه کوي، د وینې تویدنې ګراف لوړوي چې د جګړې د شدت غږ لاړ شي.

طالبان دا کار د دې لپاره کوي چې تاوتریخوالي سره د افغانانو له لوري حکومت تر فشار لاندې ونیول شي چې د طالبانو ټولې غوښتنې ومني.

هیڅ مذهب کې د بې وسلې خلکو وژل کیدل نشته، هیڅ مذهب کې پر ملکي وګړو باندې برید نشته، خو طالبان دا کار کوي.

د دې لپاره چې طالبان پر نظامي ځایونو بریدونو کې نه بریالي کیږي، افغان ځواکونو باندې مخامخ برید نه شي کولی، نو پر ملکي وګړو خوا سړوي.

ځینې وخت خو ان د ملکي وګړو په وژل کیدو سره ادعا کوي چې دولت پلوه ځواکونه یې وژلي دي.

طالبان په افغانستان کې د تاوتریخوالي لپاره راپورته شوې ډله ده چې د همدې لپاره امکانات ورکول کیږي.

که طالبان یوه ورځ هم تاوتریخوالی و نه کړي، په همغه ورځ ورباندې بهرني افغان دښمنه هېوادونه پيسې بندوي او هیڅ ډول امکانات نه ورکوي.

نو طالبان ځکه پر تاوتریخوالي ټینګار لري او دوام یې غواړي چې بهرنۍ مرستې ترلاسه کړي.

تاسو به د ملګرو ملتونو وروستی راپور لیدلی وي چې ۸۰ سلنه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مسوولیت پر طالبانو دی، یانې ځینې مرګ ژوبله طالبانو مخامخ اړولې، ځینې یې غیرې مستقیم او ځینو پېښو کې ځکه مسوولیت لري چې طالبانو د جګړې بستر برابر کړی دی.