تاریخپوه پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ش. سنګروال نیازی
  • 327

زوکړه او زده کړه

پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ  پخپله وایي ښایي چې په ۱۹۲۹ زېږدي  کال د لغمان  په پلوټه (د ډېوې په کلي کې) زېږېدلی وي . نوموړی یو کلن وو چې پلار یې  میرزافضل حق  کاکړ په  حق ورسېد چې روزنه  او پالنه یې  د مور بي بي (چې خاتمه نیازۍ نومېده) په غاړه وه.

په ډېرې خواشینۍ  ، دی لا تنکی ځوان وو چې مور یې  هم له دې نړۍ سترګې پټې کړې . ولې  سره  له هغې هم له ډېرو ستونزو او کړاوونو سره سره یې بیا هم خپلو زده کړو ته دوام ورکړ.

لومړنۍ  زده کړې  یې تر نهم ټولګي  پورې په لغمان کې وکړې او بیا په کندهار کې د احمدشاه بابا په لېسه کې شامل شو ، چې هلته له خپلې نیایي نیکه سره  ارواښاد عبدالمقیم خان نیازي کره اوسېده . نوموړي دوه کاله د کابل دارالمعلمین  ولوست او بیا په ۱۹۵۰ کال له غازي لېسې نه یې  لومړۍ درجه بری لیک تر لاسه کړ چې په ۱۹۵۳ کال د کابل پوهنتون د ادبیاتو په پوهنځي کې شامل او په ۱۹۵۷ کال له همدې پوهنځي نه د تېر په څېر یو ځل بیا لومړی درجه فارغ شو.

په سر کې د پښتو ټولنې غړی شو او دا هغه مهال وو چې د هېواد ویاړلي او نامتو شاعر ګل پاچا الفت د پښتو ټولنې مشر وو.  که کاکړ صاحب له یوې خوا د کابل مجلې چلوونکی وو خو له بلې خوا د ادبیاتو په پوهنځي کې استاد هم وو.

استاد په ۱۹۵۸ کال  له یوه پلاوي  سره لومړی شوروي اتحاد او بیا په بل کال یې  امریکې ته سفر وکړ. نوموړي  د همدې علمي هاندو هڅو له برکته د دولتي چارواکو په سر کې د هغه مهال  د پوهنې وزیر ارواښاد ډاکتر علي احمدپوپل پام ځانته راواړوو.  نو هماغه وو چې د لا لوړو زده کړو لپاره په  ۱۹۶۱ کال د افغانستان د حکومت په سکالر شپ  لندن  پوهنتون  ته لاړ چې اوه کاله یې د مینځني  ختیز د اسلامي پېر او د اوسنۍ اروپا په تاریخ کې  زده کړه وکړه .

استاد  په سر کې د کابل پوهنتون  لیسانس د لندن   پوهنتون د لسان  معادل کړ او بیا یې  د امیرعبدالرحمن  خان  پېر د لومړنیو ارشفي پاڼو له مخې  په ځانګړي ډول  وڅېړه چې د همدغې څېړنې په بنسټ  یې د M.PHIL   یاد فلسفې ماستري په نوم بری لیک وګټه. 

کاکړ صاحب په ۱۹۶۸ کال بېرته هېواد ته ستون شو او یو ځل بیا د کابل په پوهنتون کې د تاریخ استاد وټاکل  شو. له هغه وروسته استاد په ۱۹۷۲ کال د نورو ځانګړو څېړنو لپاره د امریکې  پوهنتون ته لاړ او هلته یې د امیرعبدالرحمن په مهال د افغانستان د حکومت او ټولنې  په اړه څېړنه پیل کړه . چې  بیا یې د همدې ګټور اثر له مخې د لندن له پوهنتون څخه د ډاکترۍ یا  P-H-D بری لیک تر لاسه کړ. یو کال یې نورهم  خپلوڅېړنو ته دوام ورکړاو بیا په ۱۹۷۶کال بېرته وژن ته راستون شو .

کاکړصاحب د خپلو پوهنیزو او ښوونیزو کړو وړو له مخې او د ګټورو اثارو د کښلو له بابته په ۱۹۸۱ کال د پوهاندۍ علمي درجې ته ورسید.

پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د یوې لیکنې په  ترڅ کې  ډاګیزه کړې او وایي : ؛کله چې  شوروي اتحاد په افغانستان  تېری وکړ نو د پوهنتون د استادانو او محصلانو د عمومي اتحادې  غړی شوم او له نورو سره یو ځای  مو په پټه د شوروي او پرچمي رجیم  پر ضد فعالیت پیل کړ.  د ویښ ځلمیانو له غړیتوب نه وروسته مې دالومړی  ځل  وو چې د عملي سیاست ډګر ته ورودانګل . هغه وخت  چې مې د شوروي  پوځ  تیری او د هغوی ټانکونه ولیدل خپل یوولس کلن زوی کاوون ته مې وښودل او ورته  په ټینګه مې وویل چې افغانان هرومرو شورویان له خپل هېواده شړي.... ما په پوهنتون کې استادان او شاګردان د شوروي ښکېلاک په وړاندې ولمسول نو ځکه په پایله کې د همدې هاندو هڅو له بابته وو چې په ۱۹۸۲ کال ونیول شوم او پنځه کاله مې په زندان کې تېر کړل .؛

کله چې د ستر استاد له بند نه یو شمېر بین الملي ټولنو په سر کې د عفوې نړیوالې ټولنې خبر تر لاسه کړ نه یوازې د هغه مهال  په حکومت فشار راووړ  بلکې کاکړ صاحب یې د ؛وجدان بندي؛ اعلان کړ.هغه وخت چې استاد په ۱۹۸۷ کال له بند نه خلاص شو بیا یې په پوهنتون کې د استادي  دنده پیل کړه خو د همدې کال په پای کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای پېښور ته کډه وکړه او په قلمي جهاد یې لاس پورې کړ . په دغه لړ کې یو شمېر لویدیزو هېوادونو ته هم سفرونه وکړل او په ځنې سمینارونو او کنفرانسونو کې برخه واخسته چې له بابته یې  د افغانستان د سیاسي کړکېچ او کشالې په اړه برخه والو ته ګټور معلومات وړاندې کړل.

پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په ۱۹۸۹ کال له خپلې کورنۍ سره یوځای امریکې ته لاړ . په ۱۹۹۰ کال یې د یوه مهم خوځښت بنسټ کېښود چې لومړی د دې خوځښت غړی او بیا وروسته د نورو غړو لخوا د دې خوځښت مشر او سر وال وټاکل شو. د دې خوځښت نوښت په دې کې وو چې دوی لا هغه مهال دا خبره په ځغرده کوله چې باید د لوې جرګې لخوا د افغانستان د کشالې په هکله فکر وشي او بیا همداسې هم وشول .

کاکړ صاحب په دغه موده کې په یو شمېر علمي ځانګړو کنفرانسونو او سمینارونو کې هم ګډون کړی دی وروستی سمینار یې هغه وو چې په دې وروستیو کې د ترکې په هېواد کې جوړ شوی وو. له دې پرته وخت په وخت یې له یو شمېر ډله ییزو رسانیو او خپرونو سره مرکې هم کړي دي چې موږ د بي بي سي ،امریکاغږ، دعوت خپرونه ، افغان اولس، د افغانستان آینه، او افغان پوست د بېلګې په توګه یادولی شو.

په لنډه توګه ویلی شو چې ښاغلی پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د خپل عمر ډېره برخه خپل هېواد ته د خدمت  په لاره کې تېره کړې ده، ډېر ځوانان یې روزلي او پاللي دي په ډېرو علمي مرکزونو کې په زده کړې ، څېړنې او لیکنې بوخت پاتې شوی دی او اوس هم په سپړنیزو او څېړنیزو کارونو لګیا او بوخت دی .

کاکړ صاحب اوس دستي په امریکا کې له خپلې کورنۍ  او مېرمن مریم کاکړ سره یو ځای اوسیږي دوه زامن لري  کاوون او سباوون ، درې لوڼې لري پلوشه ، وږمه او خوږه ، څلور لمسیان لري  غورځنګ، آتل ، څپانداو اکمل    درې لمسیانې لري  ځلا، موسکا او هیله او زه هم په همدې هیله یم چې استاد د ژوند تر پایه پورې له خپلې کورنۍ سره ارام او خوشاله وي .

لیکنې او څېړنې

ښایي چې پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ  د اکاډمیک او مسلکي پښت  له لومړنیو کسانو څخه وي  یانې په دې مانا چې د افغانستان  هغه  شمېر ځوانانو چې هغه مهال پوهنتوني  زده کړې کړي او یا د  P-H-D  تر کچې پورې رسېدلي دي  په دې لړ کې  یو هم کاکړ صاحب یادولی شو. خوهغه مهال  چې کوم شمېر کسانو له هېواد نه بهر خپلې لوړې زده کړې  بشپړې کړي دي  د ګوتو شمېر نه نه ډېریږي . دا ځکه کله چې د کابل پوهنتون په ۱۹۳۲ کال جوړ شو نو لومړی د طب پوهنځی او بیا په ۱۹۴۴ کال د ادبیاتو پوهنځی چې په ۱۹۵۱ کال بیا په همدې پوهنځي کې د تاریخ  او جغرافیې څانګه جوړه شوه او ښاغلي کاکړ په ۱۹۵۳ کال د کابل پوهنتون  د ادبیاتو په پوهنځي  کې شامل شو. نو زما په ګومان بېځایه به نه وي چې پوهاند صاحب  پخپله څانګه کې د پوهنتوني زده کړو او یا د لا لوړو زده کړو په رڼا کې له لومړنیو مخکښانو څخه وګڼو.

موږ د استاد نه د یوې تیلفوني مرکې په ترڅ کې  د ده لومړنۍ لیکنې په هکله پوښتنه وکړه استاد وویل چې  ډېرې مقالې مې  د هغه مهال په ډله ییزو رسانیو ، مهالنیو او ورځپاڼو کې خپرې شوي دي .  خوپه خواشینۍ باید ووایم  چې رانه ورکې دي . ما هم خپله خواشیني د استاد له خواشینۍ سره غبرګه کړه او پوه شوم چې دا مقالې   اوس د کاکړ صاحب په واک کې نشته او هغه څه چې  په واک کې شته هغه د پوهاندصاحب هغه لیکنه ده چې نوموړی وایي :؛زه لا د پوهنتون محصل وم چې له یوه انګریزي کتاب نه مې د ؛بریتانې سیاسي سستم؛ په نوم لیکنه وژباړله چې د همدې لیکنې له بابته مې د ؛ابن سینا؛ جایزه هم وګټله . همدارنګه استاد په پښتو ټولنه کې د  ماکسم ګورګي د ادبیاتو په نوم کتاب هم په پښتو اړولی دی .... له دې څخه ښکاري چې کاکړ صاحب هرومرو له دې یادو شو دوه لیکنو نه چې یوې لیکنې یې د جایزې وړتیا هم ترلاسه کړې ده  له دېنه د مخه نورې لیکنې هم کړي دي .

که موږ د کاکړ صاحب  د لیکنو او څېړنو په اړه خبره د ده له ژباړنو نه را پیل کړو نو سترګې مو هرمرو د  ده په هغه کتاب لګیږي چې سر لیک یې  دی : ؛دکابل سلطنت بیان؛ چې لومړی ټوک یې ۳۳۴ مخه دی چې په ۱۹۸۱ کال او دوهم ټوک یې ۴۱۵ مخه دی چې په ۱۹۸۲ کال کې خپور شوی دی . د دې ګټور کتاب لیکوال  الفسټن دی چې نوموړی په ۱۷۷۹ کال د سکات لینډ په کمبرلینډ کې زېږېدلی دی . بیا په ۱۷۹۶ کال کلکتې ته راغی چې په هندوستان کې په بېلابېلو دندو و  ګمارل شو.

الفسټن ته په ۱۸۰۸ کال دنده سپارل شوې وه چې د افغانستان له واکمن شاه شجاع  سره داسې یو تړون لاسلیک کړي  چې له امله یې په هند باندې د افغانستان له لارې د فرانسې د ناپلیون تیری شنډ کړي . پخوا تر دې چې د دغه تاریخي کتاب په اړه وغږیږو د خوشحالۍ خبره خو دا ده چې دغه کتاب د یوه تاریخپوه لخوا ژباړل شوی دی .دا ځکه چې که دغه کتاب له یوې خوا په معیاري او خوږه ژبه ترجمه شوی خو له بلې خوا ستر استاد کره کړی هم دی د لیکوال  تېروتنې یې د کتاب په لمنلیک کې کښلي دي .

لومړی د کتاب  پیل د پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ په سریزه شوی دی استاد په دغې  علمي او تاریخي سریزې  سره نه یوازې د کتاب  ارزښت او نوښت ته ګوته نیولې ده بلکې د خپلو علمي  او تاریخي معلوماتو نچوړ یې هم وړاندې  کړی دی . د ساري په توګه د سریزې په ط مخ کې کاږلي دي :؛په دې کتاب د افغانستان د سدوزیو د دورې سیاسي ، اقتصادي او کلتوري تصویر کښل شوی دی..... دا هغه تصویر دی چې په هېڅ ژبې کې د معاصر افغانستان په باب دغسې جامعیت  سره نه دی کښل شوی . له الفسټن نه د مخه کروشنسکي ، جارج فوسټر، دورن او یو شمېر نورو هم لیکنې کړي دي خو لیکنې یې یا سیاحت نامې دي او یا خاصو موضوعاتو پورې اړه لري .... له دغو کسانو پرته نورو هم د افغانستان په اړه تعصبي لیکنې کړي دي خو د الفسټن کتاب د یوه کلاسیک اثر پشان تل د هندوکش د غره په  څېر دروند درېدلی دی .؛

مخکې تر دې چې د لومړي کتاب په  لومړي څپرکي پیل وشي د پلاوي د تیاري په باب سریزه  پخپله لیکوال لیکلې ده چې نوموړي د سریزې په سر کې لیکلي دي :؛که فرانسه په اسیا کې د جګړې کولو هڅه وکړي ، په هند کې برتانوي حکومت دا غوره ګڼي  چې د کابل پاچا ته یو هیات واستوي  او دغه کار ماته وسپارل شو.

نوموړي په دغې سریزه کې د سفر بېلابېل اړخونو ته ګوته نیولې ده د ستوزو او کړاوونو نه را واخله تر لیدنو او کتنو پورې .....  خو هغه مهال چې الفسټن  له خپل پلاوي سره یوځای له اوږد سفر نه وروسته ملتان ته رسیږي نوموړی د خپل کتاب په ۲۳مخ کې کاږي چې د دې سیمې واکمن سرفراز خان وو دی په خټه سدوزی چې د شاهي قبیلې په افغاني کورنۍ پورې تړلی وو. د کتاب لیکوال د ورځو ورځو سفر نه وروسته د ؛چناب؛ سیمې ته رسیږي او وایي کله چې ما له دغو پراخو ځمکو او د چناب د سیند له غاړو وکتل  سترګې مو د افغانستان  په غرونو ښخۍ شوې .... خو کله چې نوموړی د اندس غاړو ته رسیږي  له داسې وګړو سره مخامخ کیږي چې د کړو وړو او ان   د څېرو له مخې د هندوستان له خلکو سره  توپیر لري د کتاب په ۲۶ او ۲۷ مخ کې لیکلي دي : دلته د یوې زړورې قبیلې وګړي چې ؛شیرواني؛ نومېدل  استوګن  وو.... د دې سیمې خلک ډېر مدني او د ښو کړو وړو څښتن وو د دوی  څېرې د ملتان او بهاولپور خلکو په نسبت ډېرې ښکلې او ارامې برېښېدې ....دی دا هم وایي چې د اباسین (اندس) ګودر سره مو د سکانو یوه ډله سوداګر ولیدل او د افغانانو په اړه یې وویل :  ؛دا خلک په مساپرو باندې ډېر مهربانه دي .؛

الفسټن چې کله د خپل پلاوي په  ملتیا اسمعیل خان دېرې ته رسیږي نو هلته بېلابېل وګړي ګوري او دېته ورته یادونه کوي چې  د دغې سیمې خلک په هندوستاني او فارسي ژبو نپوهېدل . دوی ټول افغانان وو . خو له افغانانو پرته پدغه سیمه کې نور لږکي هم اوسېدل لکه هندوان ، بلوڅان  او جټان . نوموړی د افغاني کوچیانو یادونه هم کوي او دوی په خټه خروټي ګڼي او د کتاب په ۳۱ مخ کې دې ټکي ته ګوته نیسي چې له ما سره یوتن افغان کوچی چې په هندي ژبې خبرې وکړې رانه یې وپوښتل چې تاسو په لکنهو باندې قانع نه شوﺉ چې اوس دلته راغلي یاست؟ ما په ځواب کې وویل :؛د ملګرو په څېر دلته راغلي یو د پاچا لیدلو ته روان یو.؛ 

زه د دغې خبرې نه پوه شوم  چې پښتانه له پخوا نه هند ته تګ او راتګ کوي . د پلاوي مشر په  کتاب کې د سلیمان د غرونو لړۍ ته هم ګوته نیسي  او له یوې افسانوي کیسې نه وروسته پدغه سیمه د مېشتو پښتنو خېلونو یادونه هم کوي .

الفسټن د عیسی خېلو په سیمه کې د سردار موسی خان الکوزي لیدنې ته اشاره کوي او دی د کشمیر له پښتنو څخه ګڼي اود خپل کتاب په ۳۷ مخ کې لیکي :؛دی د پاچا له خوا استول شوی وو.... ډېره ښکلې بڼه یې لرله ، زرین کالي یې اغوستي وو.... د تومانچو د لاستي په مخ یې د زمریانو د سر څېره په سروزرو  جوړه شوې وه .... د کشمیر یې ډېره ستاینه کوله .؛

نوموړی پېښور ته په لاره کې د ډېرو سیمو ، د سیمو د مشرانو او د بېلابېلو قومونو دودونه ستایي او یا دونه کوي  لکه مروت ، بنګښ ، خټک ، عیسی خېل ، شادي خېل ، دراني  او په ځایونو کې  کله باغ، کوهاټ ، بډه بېره  او نور.

که څه هم د پښتنو خېلونو او زېیونو په اړه یوه بل بهرني لیکوال هم یو ګټور کتاب  چې    نوماډټرایبز نومیږي   کپتان رابنسن  CAPTAIN J.A.ROBINSON لیکلی دی .

پخوا تر دې چې الفسټن او ورسره پلاوی یې پېښور ته ورسیږي افغان واکمن شاه شجاع پېښور ته راغلی وو . نوموړي پخپل کتاب کې د هغه مهال د واکمنانو دود تر ډېرې ښې څېړنې  لاندې راوستي دي او تر هغې چې دی له شاه شجاع سره ګوري  د درباره کړه وړه  او مراسم یې په خوږه ژبه انځور کړي دي د کتاب په ۵۳ او ۵۴ مخ کې کاږي :؛د شاه حضور ته باشي راغی په  لوړ اواز یې وویل :  ستا بلا دې په ما ولګیږي.... ما د هیات اهداف ورته توضیح کړل..... علیحضرت په صمیمانه تو ګه ځواب ورکړ ..... زه له دربار څخه راستون  شوم .... د کابل پاچا ډېر ښایسته وو، د دېرشو کالو په شاوخوا کې به وو....؛ د کتاب لیکوال په بشپړه توګه د ده د څېرې ، کالیو ، غږېدو او نورو کړو وړو یادونه کوي او لیکي :؛....د بدن په بېلابېلو برخو کې نور جواهرات هم برېښېدل ، په مخ یې د کوه نور نامتو الماس لیدل کېده.... تاج یې ۹ انچه جګ وو.....؛

له شاه شجاع سره له لیدنې او کتنې وروسته نوموړی د پاچا په دربار کې په افغاني پوځ کې د هندي  او ترکي  سرتېرو یادوونه هم کوي ، د پاچا او د پېښور د غوړېدلې سیمې په سر کې د بالاحصار او زمانشاه د بڼ ستاینه هم شوې ده . په کشمیر کې د پښتنو د ماتې جاج اخلي او د افغانستان د کورني اخ وډب په اړه چې هغه مهال د شاه شجاع اود هغه د ورورشاه محمود ترمینځ پېښیږي ددغه کتاب په پاڼوکې لوستلی شو .

کله چې الفسټن په راولپنډۍ کې له ړوند شوي شهزاده شاه زمان سره ګوري په دې لړکې  ټکسلا ته ورڅېرمه د کاکړانو یادوونه هم کوي.....  دا ډول نورډېر په زړه پورې توکي د دې کتاب مېنځپانګه جوړوي .

له سریزې  وروسته مو سترګې د لومړي کتاب په لومړي څپرکي لګیږي  چې د افغانستان جغرافیوي جوړښت ته ځانګړی شوی دی په دوهم څپرکي  کې  د افغانستان غرونه ، دریم څپرکي کې  د افغانستان  سیندونه را پېژني، په څلورم څپرکي کې د افغانستان طبیعي  او سیاسي وېش  چې د تاریخ په رڼا کې څېړل شوي دي لوستلی شو، د افغانستان اقلیم  او باران د پنځم څپرکي مهم توکي دي ، په شپږم څپرکي  کې د افغانستان ژوي ، نباتات  او کانونه لیدل کیږي .

دویم کتاب  چې پیل یې د افغانستان د اوسیدونکو عمومي بیان ته ځانګړی شوی  په پرلپسې توګه په لومړي څپرکي کې د پښتو نسب او پخوانی تاریخ ګورو چې پیل یې د غور له پښتنو نه شوی دی ، ورپسې د پښتون ملت څانګې او حکومت تر سر لیک لاندې چې په دویم څپرکي کې څېړل شوي د ډېر پام وړ  دی . د دې  کتاب د دویم څپرکې  په څېر په دریم  څپرکي  کې هم د پښتنو دودونه رواجونه لیکل شوي دي . په څلورم څپرکې کې پښتو ژبه او ادب ، په پنځم  څپرکې کې دین  او مذهبي فرقې ، د پښتنو مېلمه پالنه د شپږم څپرکي   بل مهم توکی دی ، له اوم څپرکي نه نیولې تر دولسم څپرکي پورې د پښتنو خویونه، د سوداګرۍ چارې، د کابل کرونده  او دېته ورته ګڼ شمېر توکي د دې کتاب پاڼې جوړوي خو په دولسم څپرکي کې تاجک ، هندکیان او د دې سیمې نوراوسېدوونکي لږکي یادوي چې په همدې سرلیک سره کتاب هم پایته رسیږي .

اوس راځو د ستر استاد  پوهاندډاکتر محمدحسن کاکړ د کابل سلطنت بیان دویم ټوک ته چې په روانه او خوږه ژبه یې پښتو کړی دی . دلته د دې کتاب پاڼې اړوو او د کاکړ صاحب زیار ته تم کیږو او ګورو چې د الفنسټن دغه ګټور کتاب څه مینځپانګه لري؟

  دا کتاب د دال تر توري پورې شپږ څپرکي لري په لومړي څپرکي کې د برو درانیانو ځانګړنې لولو او دویم څپرکی بیا ختیزو قومونو ته ځانګړی شوی دی  ولې غرني قومونه په دریم څپرکي کې لوستلی شو. په څلورم څپرکي کې د کندهار ښار، ترین او بړېڅ تر سرلیک لاندې د بېلا بېلو سیمو قومونه او دودونه او ورسره د کالیو او مېلمه پالنې دود او دا ډول نور توکي څېړل شوي دي . په پنځم اوشپږم څپرکي کې د غلزیو ، وردګو او کاکړو قومونو په اړه څرګندونې ګورو او ورسره ناصر، وزیر او د دوی د ژوند بېلابېل اړخونه لوستلی شو . زه تېره خبره یوځل بیا غبرګه وم چې د پښتنو خېلونو په اړه د بهرنیو لیکوالو په لیکنو کې د نوماډټرایبز  کتاب ډېر ګټور دی  دا ځکه چې روبنسکی له یوې خوا له دغو ټبرونو  سره  اوسېدلی او له بلې خوا یې د دغو پښتنو ونډه د هند او افغانستان په سوداګري اړیکو کې څرګنده کړې ده .

په هر حال موږ بېرته راګرځو لومړۍ خبرې ته . د الفنسټن د کتاب  له شپږم څپرکي  نه وروسته د څلورم کتاب تر سر لیک لاندې په لومړي څپرکي  کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه لولو. ایماق او هزاره ګان د دویم څپرکي سرلیکونه دي خو له دریم څپرکي نه نیولې تر اووم څپرکي پورې د هرات ، سیستان ، بلوچستان ، ملتان  او کشمیر سیمې معرفي شوي دي .

د کابل سلطنت بیان په دویم ټوک کې د پنځم کتاب تر سرلیک لاندې بیا هم اووه څپرکي بېلابېلو توکو ته ځانګړي  شوي دي چې پیل یې د پاچا اختیارات او پای  مذهبي تاسیسات په ګوته کوي ، په دې هکله بشپړه څېړنه شوې ده . د کابل سلطنت بیان په دویم ټوک کې درې  ضمیمې هم د لیکوال  لخوا کښل شوي دي په دې درې واړو ضمیمو کې  د افغانستان تاریخ په ځانګړي ډول د افغانستان د معاصر تاریخ ځنې بېلګې چې پیل یې د احمدشاه دراني له واکمنۍ نه کیږي او د بېلابېلو سرلیکونو لاندې ګټور او په زړه پورې مطالب الفسټن په ډېرې ځرکتیا او ژباړن  په ډېرې اوښیارۍ په دغه مهم کتاب کې رانغاړلي دي .

د پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د علمي او تاریخي هاندو هڅو په لړ کې یو هم د رڼا او دفاع په نوم کتاب دی چې د نوموړي لخوا لیکل شوی او تنظیم شوی دی .  دغه کتاب ۳۸۳ مخونه لري چې پیل یې د استاد په یوې علمي سریزې سره شوی او د غني خان دغه ښکلی شعر چې: ؛ای زما وطنه د لالونو خزانې زما؛ کتاب ته د پای ټکی ږدي .

په دې کتاب کې پوهاند صاحب  د میرویس نیکه او هوتکیانو په اړه یوه علمي او ګڼ اړخیزه څېړنه کړې ده او د دې پېر ډېر تیاره ګوټونه یې رڼا کړي دي .

د کتاب په ۱۴۸ مخ کې د خپل  یا پردي ، خپلواک یا بلواک؟ تر سرلیک لاندې یوه بله تاریخي لیکنه ګورو چې د هېواد وروستیو غمیزو ته ځانګړې شوې ده د دې کتاب ټولې پاڼې د څومره والي او څرنګوالي له مخې د تاریخ مینه والو ته د پام وړ دي . خو په ځانګړي ډول هغه سر لیک ته تم کیږو چې د امېد جریدې  په هغه ګڼه کې چې د جنوري په ۲۹ نېټه په ۱۹۹۶ کال خپور شوی دی پدې لیکنه کې داسې څه لیکل شوي  دي  چې د توکم پالنې بربنډ سیوری پرې غوړېدلی دی .

کاکړ صاحب د خپل تاریخي غبرګون په لړ کې ښودلې چې دغه لیکنه د ښاغلو فرهنګ او روان فرهادي په ستاینه او پښتو ژبې او پښتنو په غندنه او په ځانګړي ډول د فرهادي په لمسونه تر سره شوې ده .

هغه څوک چې د لیکوالۍ او هېواد پالنې ټټر وهي او ځان د دې ویاړ جوګه ګڼي چې ګنې دی یو داسې روڼ انده په وطن مین انسان دی  چې د ځان واکۍ ا اولسواکۍ په ارزښتونو پوهیږي  او پرې ویاړي نو بیا د خواشینۍ خبره ده چې دا ډول کسان دې د توکمپالنې په ناروغۍ اخته وي .

کاکړ صاحب  د رڼا او دفاع کتاب په ۲۴۶ ، ۲۴۷  او ۲۴۸ مخونو کې څو ټکو ته اشاره کړې چې لنډیز  یې داسې دی : ؛د ښاغلي برهان الدین رباني د مهال دېپلومات ډاکتر فرهادي شوروي  اتحاد ته سفر کړی دی او دغه تېری یې د دواړو هېوادونو لپاره ګټور بللی دی .... پښتنو ته سپکې سپورې ویل  د ایران او روسې سره په سلا او لمسونه تر سره کیږي .

همداراز د امېد خپرونې په ۱۹۹ ، دولسمه ګڼه کې پوهیالی محمدامین فرهنګ د میر محمدصدیق فرهنګ زوی د پوهاند ډاکترمحمد حسن  کاکړ د هغه کتاب  په ځواب کې چې سرلیک یې دی :؛افغانستان، تجاوز شوري  و جواب افغان؛ په ډېرې سپین سترګۍ او بېباکۍ داسې سپکې سپورې لیکلي دي یو پوهیالی څه چې یو نالوستی انسان یې هم په ویلو شرمیږي . د دغه کتاب په وړاندې د ښاغلي پوهیالي غبرګون یوه پلمه وه . د نوموړي غوسه د هغه ځای نه سر چینه اخلي  چې محترم پوهاند کاکړ ؛نظرې به کتاب : افغانستان در پنج قرن اخیر؛ یوه علمي او تاریخي رساله  د یاد شوي کتاب په پای کې د ضمیمې په توګه په ۴۱ مخونو کې کښلې ده چې ځنو ټکو ته یې ستاسو پام را اړوو :

استاد د ښاغلي میرمحمدصدیق فرهنګ په ځنو څرګندونو تاریخي رڼا اچولې ده چې فرهنګ صاحب پخپل کتاب ؛افغانستان در پنج قرن اخیر؛ یادونه کړې ده لکه :

وقتې کې عبدالرحمن خان بامارت افغانستان رسید ، سرحدات کشور باهمسایګان نامعلوم و تا حدې مورد بحث و نزاع بود. صفحه ۲۶۹ .

کاکړ صاحب درین مورد مینوسد:؛این حکم غلط است . زیرا کې سرحدات افغانستان .... در دوره امارت  امیرشیرعلي خان تثبیت شده بود.؛ ۲۱۸مخ

محترم میرمحمدصدیق فرهنګ پخپل  مشهور اثر کې کښلي دي :؛.....هر سه نام پشتون ،افغان و پتهان از سده شانزدهم  به بعد درکتاب راه یافته و درمعنی واحد به کار رفته است.؛ ضمیمه ۲۲۲مخ

پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د بېلابېلو تاریخي اسنادو له مخې د یو شمېر تاریخپوهانو او لیکوالو په لیکنو ټینګار کوي  او کاږي :؛ برخې ازمولیفان کهروو بهادرشاه ظفر کلمه پشتون را با کلمه پکتیوکه در تاریخ هرودوت مورخ معروف قبل میلاد یونان ...  امده است و مدعي شده اند که پشتون های امروز از بقایای پکتیوکه های عصر داریوش هخامنشی مې باشد.... به قول البېروني نام افغان به کلمه ای ارتباط دارد ، که درمها با راته بنام  اسواکا زکر شده است .... مهاباراته  مقارن ۱۲۰۰ قبل میلاد بمیان امده است.... مورخ احمدعلي کهزاد در اخرین اثر خود بنام افغانستان در شاهنامه .... مېګوید که کلمه افغان در سنسګرت به شکل ؛اسواغانه؛ میباشد.... . بعد از ان نام افغان  بشکل ابګان و اوګان در معبدنقش رستم دیده شده است . پروفیسر شپر نګلنګ  باستنا د این کتیبه   ګوید که کلمه افغان  از نام خاص است که درین کتیبه بامرشاهپور اول  ساساني .... حک شده است....  سراولاف کارو هم در کتاب  خود بنام  پتان میګوید که تکامل کلمه افغان از اپکان  و ابګان  طبیعي معلوم مېشود....؛ ۲۲۴ او ۲۲۵ مخونه

پرته له  دغو یادونو کاکړ صاحب  د لسګونو تاریخپوهانو لاسوندونه راوړي دي چې د پښتون ، افغان او پټان په اړه یې څرګندونې په زړه پورې دي . سیفي هېروي، بطلیموس، ارستو، سترابون، کننګنهم، بیلو، ویلم جونز او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

له دغو څرګندونو سربېره ارواښاد میرمحمدصدیق فرهنګ ؛افغانستان در پنج قرن اخیر؛ کتاب کې بل ځای لیکلي دي :؛غلجي ها با تلفظ غلزي  از بازماندګان  یک نفر شهزاده غوري بنام شاه حسین تلقي شده اند که پیش  از وصلت  با بي بي متو دختر بېټ نیکه ..... باومعاشقه  نموده و ثمره این ارتباط به غلزوی.... مسمی ګردید.  ضمیمه ۲۳۲مخ.

تاریخپوه ډاکترمحمدحسن کاکړ  په دې اړه د ډېرو کورنیو او بهرنیو تاریخپوهانو او څېړونکو اندونه راټول کړي دي چې لومړی د هېواد د نومیالي تاریخپوه میرغلام محمدغبار لیکنه را اخلي :؛طوایف پشتانه از عهد قدیم از جبال غور ؛در وادیهای سرا زیر شدند. خاندان  سوري هم با ستناد منابع  معتبر  از غور برخاسته  است .

کننګم هم ضمن  بحث بر افغانهای  روهیله  ولایت روه از افغان های غور بین بلخ  ومرو زکر مې نماید..... قوم بزرګ غلجی که شاخهای  مهم ان  بنام هوتک ، توخي ،اندړ، تره کي، سلیمان خېل با شاخچه  های عمده  احمدزایي، بابکرخېل، جبارخېل ، ناصر ، خروټی وغیره میباشد.... که محققین ودانشمندان تاریخ میګوید  که غلزایي یا غلجایي در اصل غرزی بوده که در غور سکونت داشتند.

د ؛امېد؛ په خپرونه کې د خپرونې د چلوونکي او د پوهیالي محمدصدیق فرهنګ  غوسه له دې بابته پارېدلې وه چې پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ  پخپل غبرګون سره د ښاغلي میرمحمدصدیق فرهنګ لیکنه د پوښتنې وړ وګرزوله .

نو د دې لپاره چې د ؛امېد؛ خپرونې خپله  خواخوږي له محترم فرهنګ  سره ښودلي وي هم لیکلي دي :؛ میرمحمدصدیق فرهنګ د شوروي د تیري په مهال ځکه د حکومت چارواکی او سلاکار شو چې د یوې سیاسي موخې له مخې کارمل صاحب   ته ور په ګوته کړي چې ګنې تاسو لوړه کړې وه چې داسې یو د موکرات حکومت به جوړوي  کوم چې په اولسي جرګه کې  یې لوړه کړې وه.(هماغه اثر ۲۴۹ مخ د رڼا او دفاع  کتاب) د اوس لپاره دا کتاب ټپوو، راځو د پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ بل ګټور کتاب  چې ؛طالبان او اسلامي بنسټ پالنه؛ نومیږي  دغه کتاب اته ۸ څپرکي لري چې په ۴۶۰ مخونو کې بشپړ شوی دی.  د دې کتاب د لومړۍ پښتۍ  په تندي د اعلیضرت امان الله خان  عکس داسې تر سترګو کیږي چې څنګ ته یې کښل شوي دي ؛وطن ته یو سفر؛  ولې د کتاب لوی عنوان دی  ؛طالبان او اسلامي بنسټ پالنه؛

د کتاب د پښتۍ  ښي لاس ته د لادن زوی اسامه  او د ملا محمد عمر عکسونه ګورو او ترې لاندې څلي ته ورته  په اصطلاح هغه جنتي ماڼۍ چې د سپتامبر یو لسمې نېټې په لوخوړو کې د القاعدې په دوزخ کې ساه ورکوي  تر سترګو کیږي  د دې عکس لاندې بیا دښاغلو بوش او حامد کرزي عکسونه د تګ په حالت کې ګورو چې بوش د لاس په ښورولو او حامد کرزی چې چپن یې د کین لاس په لېچه کې پرته ده په چټکو ګامونو له یوې تنګې کوڅې نه چې تر شا یې یوه تته تیاره تر سترګو کیږي روان دي .

د کتاب د پښتۍ په دویم مخ کې د لیکوال ژوند لیک چې د دوهمې پښتۍ په دریم مخ کې پایته رسېدلی دی  کتلی شو. ورپسې ډالۍ ، د خپرندوی ټولنې یادښت او له سریزې  وروسته مو سترګې د لومړۍ برخې په لومړي څپرکي لګیږي .

په دغه څپرکي  کې  د سر خبره په افغانستان کې د اسامه بن لادن  د شته والي له امله د ملګرو ملتونو  بندیزونو ته ځانګړې شوې ده . د کتاب په ۶ مخ  کې د شوروي اتحاد  پوځي یرغل ته ګوته نیولی شوې  او د ګاونډیو هېوادونو په سر کې د پاکستان او ایران  د لاسوهنې نچوړ هم انځور شوی دی .

له دېنه وروسته کاکړ صاحب د خپل سفر کیسه کوي  د خپلې کورنۍ د کډوالۍ او ورسره جوخت  د خپل  بند هغه ترخې شېبې لوستونکو ته ور په زړه کوي چې د شوروي لاسپوڅو لخوا اتیایمه لسیزه کې زندان ته اچول شوی وو.

د کتاب دغه برخه  که څه هم د سفر نامې بڼه لري ولې تاریخي ارزښت یې هم د پام  وړ دی. د بېلګې په توګه د پېښور په سفر کې د غازي سردارمحمد ایوب خان د کارنامو یادونه کوي او په پای کې دا وایي چې دغه نامتو غازي  اوس د پېښور د حبیب په هدیره کې ښخ دی.

پوهاند صاحب د پېښور او کوېټې د استوګنو قومونو د ټبر ریښه څپړي او د پېښور تاریخي نوم ته تم کیږي او وایي چې دغه لرغونی تاریخي ښار د ؛پوروشاپورا؛ په نوم د ګندهارا د هېواد پلازمینه وه .

ډاکټر صاحب د پېښورد تاریخ تر څنګ د پښتو ادبیاتو د تاریخ پاڼې اړوي  او په لرغوني ادبي پېر کې د امیر کروړ، په مینځني ادبي پېر کې د خوشحال خان خټک او د پښتو ادبیاتو په اوسني پېر کې د غني خان او اولسي شاعر ملنګ  جان یادونه او ستاینه کوي .

کاکړ صاحب په دغه تاریخي سفر کې له پېښور نه راواخله تر کوېټې پورې له ځنې مخورو مشرانو د پوهې ادب له یو شمېر کډوالو او ځایي پوهانو سره هم ګوري . استاد د سپین بولدک له لارې کندهار ته ځي په لاره کې د وطن ولېدلې کنډوالې ، وچکالي ځپلي باغونه، د ارغستان او ترنک وچ شوي  سیندونه ګوري او بیا د ملکیار دغه شعر ته تم کیږي :؛ترنک بهیږي ، ترنک بهیږي؛

ښاغلي پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د کندهار یو شمېر چارواکي ګوري او بیا له ښاغلي متوکل سره  د شهیدانو هغې هدیرې ته ځي  چې په مزار ، شبرغان او حیرتانو کې د درې زرو په شاوخوا کې طالبان وژل شوي دي چې غوښې او هډوکي یې په دغه هدیره کې ښخ وو .

نوموړی بیا د تېر تاریخ پاڼې اړوي د احمدشاهي ښار جاج اخلي او دا خبره غبرګه وي چې د پاني پټ له جګړې وروسته په ۱۷۶۱ کال دغه ښار د ؛شرف البلاد؛ په نوم اباد شوی وو.

له دې سره جوخت پوهاند صاحب  د میرویس نیکه د مزار اود حضرت محمد(ص) مبارکه خرقې (چې د بخارا پاچا له احمدشاه بابا سره له روغې جوړې وروسته د سوغات په ډول ډالۍ کړې وه  د کتاب په  ۴۲ مخ کې) یادونه کړې ده .

کاکړصاحب د جلال اباد سفر ته هم ګوته نیولې ده خو خبره له خیبره شروع کوي او کاږي :

؛سکندر شاید یوازینی فاتح وي  چې د خیبره لاره یې غوره نه کړه که څه هم د لښکر یوه برخه یې د خیبر له لارې واستوله خو پخپله  له لغمان او جلا ل اباد نه وروسته د کونړ، باجوړ او سوات له لارې اباسین نه هند ته ننووت .   ۵۰مخ

پوهاندصاحب بیا د تاریخ پاڼو ته تم شوی  د ایمل خان بابا د پاچاهي  یادونه کوي ، ګندمک او د ډیورنډ د موافقې جاج اخلي او بیا چرچل له ګرېوانه نیسي .مغلي ټولواکمنۍ ته ورګرځي او د جلال اباد لرغوني څېره د جلال الدین  اکبر په آینه کې ګوري . استاد پخپل تاریخي سفر سره د ځمکې تنابونه لنډوي او خپل لغمان د تاریخ په پاڼو کې رانغاړي .... خپل کلي ته ځي  پلوټه یادوم چېرته چې استاد زېږېدلی دی .... د لغمان د تاریخ په پاڼو کې د لومړي مشروطه غوښتونکي د یوه تن غړي محمدقاسم  لنډ ژوند لیک کاږي او بیا د نوموړي په اړه هغې کیسې ته پښه نیولی کیږي چې وایي :؛له چا نه پوښتنه وشوه چې ګوره  د امیر محمدقاسم خان به ډېر  عالم وي او که خدای پاک؟ نو هغه ځواب ورکړ چې کومو علومو کې ؟.  کاکړصاحب له لږ تم نه وروسته  له لمپاکا ، مهترلمک ، لمغان او له اوسني لغمان نه کابل ته ځي او د وروستیو درې  لسیزو غمېزه نه هېروي ، د شوروي اتحاد  یرغل غندي  د خونړي چنګېز تېري او د انګرېزانو د پوځ هغې برخې  ته اشاره کوي چې د ګندمک په لاره یې ۱۶۵۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.... ډاکترصاحب بیا په کابل  د ملي اسلامي جنبش ، د نظار شورا ، اسلامي جمیعت ، اسلامي ګوند ، وحدت ګوند او ښي اړخو او کیڼ اړخو بنسټ پالو تنظیمونو او ګوندونو سیاسي لوبې او کورنۍ جګړې هغه ناخوالې  چې په زرګونه کسان یې ووژل او د ؛نیویارک ټایمز؛  د راپور له مخې اتیا زره په شاوخوا کې  کورونه  ونړول  یادونه کوي .

له دې سربېره ستر استاد پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ د دغه کتاب  په نورو څپرکو کې  هم  یو شمېر مسایل څېړلي  دي  چې هره موضوع یې تاریخي  رنګ لري چې  موږ د افغانستان  اسلامي  امارت ، طالبان  څنګه مینځته راغلل؟ د امیرالمومنین فرمانونه او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.

د کتاب دویمه برخه بیا د سفر نامې بڼه نلري بلکې د هغو یو شمېرتاریخي پېښو غورچاڼ دی چې سیمه او نړۍ لږ ترلږه   له درې پېړیو نه  را په دې خوا ورسره لاس او ګرېوان ده .

بیا هم د دې برخې پیل  د شوروي اتحاد له یرغل نه شوی دی کاکړصاحب کاږي چې د شوروي د تیري په وړاندې  د اولس له جهاد نه پرته  لویدیز  والو  او په سر کې د امریکې  هېواد او همدارنګه  ایران ، پاکستان ، عربي  او اسلامي هېوادونه ، سعودي عرب  او نور  رضاکاره بنسټ  پالو له افغان جهاد سره له بېلابېلو لارو مرسته کړې ده.... استاد  د دې جهاد په لړکې  په ځانګړي ډول  د یو شمېر  اسلامي  بنسټ پالو  یادونه هم کوي لکه عبداله  عزام ، اسامه بن لادن، ایمن  الظواهري  او نور.

له دې سربېره طالبان  او اسلامي  بنسټ پالنه په کتاب  کې د بېلابېلو مذهبونو او د مذهبي شخصیتونو  یادونه په ډېرې تاریخي  ځیرکتیا  سره شوې ده چې ابن  تیمیه ، شاه ولي الله ، محمدابن عبدالواهاب ، سید جمال الدین افغان ، محمدعبده، حسن البنا ، ابوالعلي مودودي ، سیدقطب او نور یادولی شو.

ښاغلي کاکړ د دغو مذهبي شخصیتونو اندونو او کړو وړو ته پام اړولی دی چې موږ یې ځنې بېلکې وړاندې کوو:

۱-  لومړی یې د شاه ولي الله په ا ړه د کتاب په ۲۲۲ مخ کې کاږلي دي : نوموړي احمدشاه بابا نه غوښتنه وکړه چې د مروټه او جټانو په وړاندې جهاد وکړي .

۲-  د سیدجما ل الدین افغان په اړه کښل شوي دي :   که اروپایي انسان پالنې یانې هیوماینز د مینځنۍ پېړیو د تاریکۍ ټټر څیرې کړ..... اسلامي سمون  غوښتونکو په سر کې سیدجمال الدین افغان  یو عقلاني غورځنګ  پیل کړ .

۳-  حسن البنا:   نوموړي نه یوازې لویدیز ډوله پرمختګونه ، نیشنلیزم  او  د پارلمانۍ د موکراسۍ اندونه منلي بلکې د ځمکو وېش  او ټولنیزو هڅو په اړه یې علمي ګامونه هم پورته کړی دي .

۴-  ابوالعلي مودودي  نه یوازې یو ژورنالست وو بلکې د اسلامي جمیعت موسس او د نشنلیزم ، سیکولریزم او د موکراسۍ ضد هم وو.

۵-  سیدقطب  به ویلې چې د پانګوالۍ ، د موکراسۍ او لبرالیزم  مړینه حتمي ده او جهاد هغه مهال پیلیږي  چې اسلامي قوانین  تر پښو لاندې شي .

په دغه کتاب کې له دې سربېره له شپږم څپرکي نه راواخله  تر وروستي یانې اتم څپرکي پورې د کتاب اصلي مینځپانګه د اسامه بن لادن ، افغان ملي جهاد او د القاعده  کړو وړو ته ځانګړې شوې ده..... د یو شمېر سرلیکونو په پای کې د امارت  پای  ددې کتاب پای دی .

د ښاغلي پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ بل ګټور  او په زړه پورې کتاب  ؛د پاچا امان اله  واکمنۍ ته  یوه نوې کتنه؛ نومیږي .

دغه کتاب په ۱۱۶ مخونو کې بشپړ شوی دی چې په  بېلابېلو سر لیکونو یې د علیضرت امان اله خان  د واکمنۍ بشپړ جاج کښلی دی .

کاکړصاحب د کتاب د سریزې په یوه برخه کې دې ټکي ته پام اړولی  او کاږلي یې دي  چې  ؛د پاچا امان اله او د هغه د واکمنۍ  په هکله نظرونه او تعبیرونه ډېر  سره مخالف  او لږ سره ورته او موافق دي ....

رښتیا هم که دغه ټکي ته لږ تم شو یو شمېر څېړونکو چې په دې وروستیو لسیزو کې کومې لیکنې په دې اړه کړي دي یو د بل سره توپیر لري . د ساري په توګه  : ؛سقوط افغانستان؛ نومي کتاب کې چې لیکوال یې عبدالصمدغوث دی په ۴۴ مخ کې وايي: ؛امان اله خان چې د ختیزې جبهې نه پرته د کندهار لوري جبهې نه هم نهیلی  وو نو ځکه یې د دې غمیزې پای غوښته او بله خبره دا چې قومي ځواکونو خپله ځانګړتیا  لرله کیدلی شول چې پخپل سر جبهه پریږدي . دریمه خبره دا چې د هند پاڅون هم ماته خوړلې وه . داسې نور لاملونه هم ول چې امان اله خان یې  متارکې ته اړکړ.؛

؛مردې در حریق تاریخ؛  نومې کتاب کې راغلي دي چې  ؛د جنوب او کندهار سیمو پوځي مشرانو د یوه لیک په ترڅ کې د امیر او انګلیس  په موافقې  نیوکه وکړه.؛  (لیکوال ډاکترخلیل اله ۲۰مخ) 

کاندیداکادیمسن ابراهیم  عطایي ؛د افغانستان پر معاصر تاریخ  یوه لنډه کتنه؛ کتاب کې کښلي دي : ؛انګرېز د متارکې غوښتنه وکړه  او کابل ور سره ومنله. دا د کابل د حاکمیت یوه غټه  اشتباه وه .؛ (۱۷۵مخ)

؛د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ ؛ لیکوال لوډیک  اډامیک د خپل ګټور اثر په ۹۲ مخ  کې په دې اړه لیکلي دي : امان اله خان د برتانویانو د خوښۍ وړ خبره  ومنله....؛  جرنیل یارمحمدخان وزیر چې د خپلواکۍ د جګړې یو پیاوړی مجاهد وو پخپل کتاب ؛د افغانستان د خپلواکې او نجات تاریخ؛ کې هغه څه یې چې په سترګو لیدلي لیکلي دي . نوموړي په ۴۱مخ کې کاږلي دي : ؛ملاعبدالرزاق  صاحب  راته وویل چې علیحضرت امان اله خان د فرنګیانو په وړاندې د خپلواکۍ جهاد اعلان کړی دی.... فرمانونه یې مالره وسپارل.... موږ لا له مخکې نه جهاد کاوو..... خو افسوس چې علیحضرت امان اله خان د فرنګیانو چې په جنګ کې مغلوب شوي وو د متارکې پیشنهاد او غوښتنه فوراْ ومنله .....؛

دا چې عبدالصمد غوث د امان اله خان  نهیلی ته د کندهار جبهې ته ګوته ونیوه نوموړي جرنیل په یاد شوي کتاب کې ډاګیزه کړې چې فرنګي پوځونو په تعقیب د ږوب په لور د جهاد لمن اوږده شوه او هلته د کاکړو ، مندوخېلو او شېراڼیو خلکو د فرنګیانو په وړاندې  جګړه شروع   کړه .... هغه وخت چې قهرمان میجر صوبدار اجمیرخان  مندوخېل  د پښتون ملېشا مشر د خپلو سړو سره د فرنګیانو څخه رابېل شو او د هغوی په وړاندې د جهاد په مورچل کې ودرېد.؛

له دې سربېره که د هېواد په ختیز کې  صالح محمدخان په شاشو  ولې یو شمېر اولسي مشرانو  د خلکو  او اولس په ملاتړ  د انګرېزانو خلاف جګړه پیل کړه . افغاني ځواکونو د کنډک مشر محمدصدیق خان په مېړانه د انګرېزانو پوځ  شاه تګ ته اړ کړ او درنه مرګ ژوبله یې په برخه شوه او د ننګرهار ، لغمان او کونړ خلکو په اولسي پاڅون لاس پورې کړ.

کاکړ صاحب د کورنیو او بهرنیو څېړونکو او تاریخپوهانو انګېرنې او اندونه او همدا ډول د علیحضرت امان اله خان په اړه  دبېلابېلو غبرګونونو نچوړ پخپل دغه کتاب کې انځور کړی دی چې ستاسو پام ورته را اړووم :  ؛افغان وکیل عبدالرحمن او د پوستې آمر غلام حیدر خان پاچا امان اله ته په یوه راپور کې څرکنده کړه چې هندوستان  د انقلاب په درشل کې دی .... که په هندوستان باندې یرغل ونکړې، مسلمانان او هندوان  دواړه به خپه شي .... په لندن کې د برتانیې  حکومت د هند د واسیرای دغه وړاندیز رد کړ چې ویل یې د هندوستان د ناکراریو د غلي کولو لپاره ښه لاره دا ده چې جلا ل اباد ونیول شي .... د دولت وزیر دا وړاندیز  په دې ډول ونه مانه:  زه په دې ډاډه یم چې تابه د تاریخ درسونه هېر کړي نه وي.... موږ له افغان پوځ نه دومره وېره نلرو لکه د قومي  ملیشاو....؛

ډاکتر صاحب د میرغلام  محمدغبار  له خولې  وایي چې د جلال اباد او کابل په ښارونو انګرېزانودالوتکو بمباري په افغانانو باندې ناوړه اغېزه ونه کړه.... خو د ډاکترعبدالعلي ارغنداوي  د کتاب په بنسټ کاږي : چې هغه دغه بمونه د اوربند سملاسي عامل بولي او زیاتوي  چې افغان حکومت یې سولې غوښتلو ته اړکړ....؛ (همدغه کتاب ۲۳- ۲۴ مخونه)

همداراز  تاریخپوه پوهاندډاکترمحمدحسن کاکړ پخپل دغه څېړنیز اثر کې  هغه فرمان  ته هم ګوته نیولې چې پاچا  امان اله جنرال نادر ته په یوه فرمان کې څرګنده کړې وه چې پښتو متن یې داسې دی : ؛د دغې بمبارۍ له امله د کابل وګړي  وېرېدلي دي او ډېر شمېر لوی او معتبر خلک  داسې انګېري چې زه ملامت یم او پدې ټینګار کوي چې  ګنې اوس د جنګ وخت نه وو.؛ په فرمان کې دا هم ویل شوي چې دغو معتبرانو رایه ورکړه چې که انګرېزان سوله ومني ، تاسې یې قبوله کړۍ، دغه معتبران ښایي د دولتي شورا غړي وي ....؛

سره له دې هم چې متارکه د دولت لخوا وشوه او د جګړې په ټولو سیمو کې افغان ځواکونو ډزبندي اعلان کړه خو د ډیورنډ  د کرښې دواړو غاړو ته اولسونو ملي پاڅون بیا هم غوره وګاڼه چې موږ د خیبر او پکتیا بېلابېلو قومونو مقاومت  د بېلګې په توګه یادولی شو .

په وروستیو څو لسیزو کې یو شمېر کیڼ اړخو او ښي اړخو بنسټ پالو داسې انګېرله چې عليحضرت  امان الله خان د شوروي اتحاد یو رښتنی دوست وو. کیڼ اړخو له شوروي سره د دوستۍ په نوم د هغه ستاینه کوله او ښي اړخو له شوروي سره د دښمنۍ په نوم د علیحضرت امان الله خان غندنه کوله او دی یې په دې تورونوو چې د ده په وړاندې د مسلمانانو د پاڅون یو لامل ګنې همدا وو.

ښاغلی کاکړ د خپلې څېړنې په ترڅ کې دې ټکي ته داسې کتنه کړې ده : ؛پاچا امان الله له پان اسلامیزم نه په ګټې اخستلو سره هڅه کوله چې د مینځنۍ اسیا د کنفډرېشن سروال وي.... افغانستان او شوروي اتحاد دواړه د بخارا او خېوې  خپلواکي وپېژندله.... د ۱۹۲۰ کال په پسرلي کې د افغان شوروي اړیکې خړې پړې شوې.... فرغانه او خېوه یې لاندې کړل..... په پنجده کې د افغان لاسبری پایته ورساوو، د تزاري روسې  پوله بیا ټینګه شوه .... امان الله خان په ملکي جامو کې  انور پاشاه ته یو نظامي ځواک د مرستې لپاره بخارا ته  واستوو....؛

دا او دېته ورته څرګندونې   ؛د پاچا امان الله واکمنۍ  ته یوه کتنه؛ تر سرلیک لاندې کتاب کې تر سترګو کیږي .... خو له بده مرغه چې له شوروي پوځونو سره د یوې نښتې په ترڅ کې  یو شمېر سندونه شورویانو ته پلاس ورغلل او شورویانو د یوه التیماتوم په بڼه افغانستان ته ګواښ وکړ چې نور به د بخارا  په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي .

پوهاندصاحب په دغه ګټور اثر کې د علیحضرت امان الله خان د یوې لوې جرګې په اړه د منشي علي احمد او ادمک څرګندونو ته پام اړولی او په ځانګړي ډول یې د ادمک په لیکنې ټینګار کړی دی  او د خپل کتاب په ۸۳ مخ کې لیکلي دي :؛پاچا امان الله د لوې جرګې د پرانستلو په وینا کې ټینګار وکړ چې دی به استازو ته د واکمن په شان ونه ګړیږي او نه به هغوی د خپل نظر منلو ته اړ کړي.....؛ دا ډول څرګندونو ته په غبرګون  یو شمېر تاریخپوهان په سر کې میر غلام محمدغبار د شک په سترګه ګوري  نوموړي پخپل نامتو کتاب افغانستان در مسیرتاریخ  په ۸۱۳ مخ کې لیکلي دي : ؛هېڅ یوه استازي ته اجازه ورنه کړای شوه چې د هېواد د چارواکو او وزیرانو ناوړه چلن ته د ملت په نوم څه ووایي او د سمون لارې چارې ورته په ګوته کړي .؛

د کاکړصاحب په  دغې ګڼ اړخیزې څېړنه کې چې کومه خبره ماته ډېره د پام وړ او په زړه پورې ده هغه د امان الله خان له کندهار نه د بېرته راګرزېدو هغه هیله چې  غوښته یې بیا د هېواد واک تر لاسه کړي .... په دې اړه یو شمېر لیکوال په یوه خوله نه دي ، په دې توګه به موږ د دوه لیکوالو په څېړنو خبرې راټولې کړو .

۱-  لومړی د میر غلام محمدغبار اند ته تم کیږو چې نوموړي د خپل یاد شوي کتاب په ۸۳۴ مخ کې په دې اړه کښلي دي : ؛د سلیمان خېلو پنځه زره کسان د سقاویانو سره د مرستې لپاره له پکتیا نه را ورسېدل او د پاچا پوځونو ته یې ماته ورکړه.... که څه هم د کندهار سرتېرو مقاومت وکړ ولې د یوه سخت تبلیغ له مخې یې دریځ کمزوری شو او د هرات په لوري وخوځېدل .... د ثور په ۶ نېټه یو ناڅاپه د پاچا د حکم له مخې پوځونو د کندهار په لور مخه کړه .... دوه الوتکو داسې پاڼې له هوا نه وغورځولې چې په هغه کې د تګاو ، هزاره او پکتیا د خلکو ملاتړ وو چې سقاویان یې  ورخطا کړي وو.... کله چې امان الله خان وغوښتل چې یو ځل بیا له مقر نه د غزني په لور وخوځیږي درباریانو پرې نښود.... هغه مهال چې والي علي احمدخان په ننګرهار کې د پاچاهي  اعلان کړی وو له تېښتې نه وروسته د پاچا سره یو ځای شو.... په پای  کې  علیحضرت امان الله خان امر وکړ چې ملکه ثریا له کندهار نه د هندوستان په لور وخوځیږي .... پاچا هم د نیمې شپې په شاوخوا کې له خپل پوځ نه روان او په ۱۹۲۹ کال د مې په ۲۳ نېټه د برېتانوي هند سیمې ته ورننوت ....؛

۲-  کاندید اکادیمسن ابراهیم عطایي د افغانستان په معاصر تاریخ  یوه لنډه کتنه  کتاب  په ۱۹۲ مخ کې راغلي دي : ؛....امان الله خان کندهاریانو تشویق کړ چې بېرته کابل ونیسي او د یو لښکر سره را روان شو. پر غزني د سقاو الوتکو بمبار وکړ . امان الله د کامیابي چانس درلود ځکه وردګ او هزاره یې همکاري ته تیار وو . د بلې خوا غلام نبي خان څرخي  چې په مسکو کې سفیر وو د یو لښکر سره مزار او د هغه شاوخوا یې ونیول. خو امان الله شاه چې زړه یې دغو حوادثو ور تور کړی وو تصمیم ونیو چې نور له وطنه ووځي ....؛

ولې ؛د پاچا امان الله واکمنۍ ته یوه نوې کتنه؛ نومي کتاب کې پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ بیا داسې لیکلي دي :؛امان الله په کندهار کې بیا د پاچا په توګه وپېژندل شو.... لږو ډېرو څلور زره  قومي خلکو او  پنځه سوه منظم پوځ  سره د کابل په نیت روان شو.... په قلات او مقر کې او ان د محمد اکرم په نامه یو محمدزی غونډ مشر د سقاو زوی په پلوۍ نا بریالی مقاومت وکړ.... خو شپږ زره هزاره مېړونه د ملاتړ  په توګه د پاچا کامپ  ته ورسیدل . خو د دوی راتګ د غلزیو خېلونه لکه اندړ، سلیمانخېل او تره کي  لا وپارول  او غزني سقاوي حاکم  محمدکریم تبلیغ کاوو چې که امان الله په رښتیا کافر نه وای  هزاره ګان به یې نه غوښتلی..... د سقاوي پوځ  سپاه سالار پردل خان د غزني په ښار کې وو.... د نښتو په  پیل کې بری د پاچا د پوځ په ګټه وو خو یو شمېر کندهاري او هراتي عسکر وتښتېدل او هزاره مېړونو اغېزمن  کار ونه کړای  شو..... د پاچا وسلې او پیسې مخ په خلاصېدو وې .... نتیجه دا شوه چې پاچا امان اله خپل  دوه مشاوران محمدیعقوب  د دربار وزیر او محمدحسن جان  د پاچا اوښی وغوښتل ..... په پټه یې جرګه وکړه .... او د کندهاریو او هراتیو تښتېدلو ته په اشاره یې دلیل راووړ چې دغو احمقانو د تاسو علیحضرت د لسو کالونو خدمت درناوی ونه کړ..... که تاسې علیحضرت  بیا پاچا شي څه ګټه به وکړي ځکه چې د افغانستان وضعه پوره کډه وډه ده او شتمنۍ یې هم ضایع شوې ده .... له هغه وروسته پاچا کندهاري خانانو او عبدالاحدخان  سره جرګه وکړه .... خو عبدالاحدخان هغه یوازینی کس وو چې د پاچا له وتلو سره یې موافقه نلرله او د هغه پلان ونه منل شو.؛ دا رنګه ډېر نوي او تازه ټکي د دې کتاب  په پاڼو کې لیدلی او لوستلی شو.

له دېنه پرته د محترم استاد نور کوم کتابونه چې دستي زما په واک کې شته درې ټوکه هغه کتابونه دي چې په انګلیسي ژبه لیکل شوي دي . لومړی کتاب یې دی :

A Political and Diplomatic History Of Afghanistan

دا هغه کتاب دی چې له ۱۸۶۳ نه تر ۱۹۰۱ کال پورې  یو شمېر مهمو  تاریخي  پېښو ته ځانګړی شوی  دی د کتاب په لومړۍ پښتۍ کۍ د امیرعبدالرحمن  خان عکس لیدل  کیږي چې پوهاند صاحب دغه کتاب خپلو دوه استادانو ته چې یو یې د لومړنیو زده کړو استاد نجم الدین تره کي او بل یې د لوړو زده کړو چې د لندن په پوهنتون کې یې استاد وو ډالۍ کړی دی .

دغه کتاب دوه برخې دولس څپرکي لري چې د لومړي څپرکي پیل د امیرشیرعلي خان واکمنۍ ته ځانګړی شوی دی چې بیا دغه برخه د پارس او عثماني ترکې سره اړیکې  چې د دولسم څپرکي په پاڼو کې ورته اشاره شوې ده پای ته رسیږي . ورپسې له یوې لنډې سریزې وروسته په دغه کتاب کې د کاکړصاحب یو شمېر لیکنو او ژباړونو ته هم ګوته نیول شوې ده . چې بیا د یوه  سرلیک  له لنډېز وروسته مو سترګې د امیر دوست محمدخان او امیرشیرعلي خان  په عکسونو لګیږي خو کله چې پاڼه اړوو کیڼ لاسته د افغانستان نخشه کښل شوې ده چې شمال ته یې بخارا، ختیځ ته پنجاب او لویدیز ته  یې پارسیا ګورو  او همداراز د کتاب  ښي لاس ته د کتاب معرفي او لنډه پېژندنه ده .

د افغانستان سیاسي او دیپلوماتیک  تاریخ لکه څنګه چې له نامه نه یې څرګندیږي  د افغانستان د معاصر تاریخ  د سیاسي او دیپلوماتیکو پېښو یو غور چاڼ ګڼلی شو چې ټول کتاب د مینځپانګې له مخې تر نیولیک ، یادښتونه  او لمن  لیک پورې په ۲۴۰ مخونو بشپړ  شوی دی . پوهاند ډاکتر محمدحسن کاکړ د دې کتاب په سر پاڼې  دویم او دریم مخ کې  د دوست محمدخان د واکمنۍ په اړه کاږلي دي :؛ امیر وېشلی افغانستان  بېرته یو موټی کړ، د هېواد اقتصاد یې ورغاوو او ترواک لاندې  افغانستان یې  د اموله  سیند نیولې  تر پېښوره پورې په بشپړه توګه خوندي کړ چې نوموړي  خپله واکمنۍ د زامنو او لمسیانو په مرسته چلوله .؛ ولې یو شمېر لیکوال بیا د امیر دوست محمدخان کړو ړو ته د شک په سترګه ګوري چې موږ د دغو لیکوالو په لړ کې افغانستان در پنج  قرن اخیر کتاب لیکوال میرمحمدصدیق فرهنګ یادولی شو. نوموړي د همدې کتاب په ۳۰۱ مخ کې لیکلي دي : ؛انګلیس چې یو ځل بیا د افغانستان د جغرافیوي جوړښت په ارزښت پوه شو او دا چې  ایرانیانو په وار وار په هرات باندې بریدونه کول نو بریتانیا دې پاېلې ته ورسېده غوره به وي چې امیر  دېته وهڅوي چې کندهار او هرات له سره پخپل تشکیل کې ونیسي .؛

نوموړي په دې اړه اوږدې خبرې کړي دي  خو انګېرنه یې دا ده چې  دا د امیر د کار نوښت ځکه نشو ګڼلی انګلستان انګېرله چې په هرات باندې د ایران واک به په دغه سیمه د روسانو پرمختګ ته زمینه برابره  کړي .

ښاغلی فرهنګ  وړاندې لیکي: ؛امیر د ولایتونو اداره خپلو زامنو ته په واک کې ورکړه د ولایتونو کوم  عاید چې د مالیاتو له مخې تر لاسه کېده نو هغه به حیف او میل شو او که چېرې یوه لږه برخه به یې مرکز ته واستوله هغه به هم د دربار او اردو لخوا مصرف کېده.؛ هماغه کتاب ۳۰۸ مخ

ولې کاکړصاحب د تاریخي پېښو دواړه غاړې څپړي یانې پخپل هر اثر کې په ځانګړي ډول پدغه کتاب کې که د وخت د واکمنو نیمګړتیاوې را سپړلي دي د واکمنو په ښېګڼو یې سترګې هم ندي پټې کړي نو د یاد شوي لیکوال په غبرګون له یو شمېر نیوکو وروسته د امیر په یو لړ ښېګڼو ټینګار کوي  او د همدې کتاب په لسم مخ کې کاږي: ؛دوست محمد خان د حکومت چارې داسې سمبال کړې چې له بابته یې هېواد یو موټی کړ .... که وزیر فتح خان تر ټولو وروڼو مشر وو خو دوست محمدخان تر ټولو وروڼو کشر  ولې د واک په پراخولو کې د نوموړي ونډه ډېره د پام وړ وه .؛

همداراز استاد د افغانستان په سیاسي او دیپلوماتیک تاریخ کې د امیرشیرعلي خان د واکمنې په اړه او په ځانګړي ډول د امیر د اصلاحاتو په هکله او د دغو اصلاحاتو د ودې او پرمختګ په باب ډېر څه لیکلي دي . زما د معلوماتو له مخې یو شمېر کورني او بهرني تاریخپوهان چې په دغه لړ کې ډاکترمحمدحسن کاکړ هم راځي د امیرشیرعلي خان په کلتوري ، سیاسي ، اقتصادي او نظامي اصلاحاتو ټینګار کوي ولې یو شمېر لیکوال چې د افغانستان په درې لسیزو کې د لیکنو ډګر ته را وتلي دي د امیرشیرعلي خان اصلاحاتو ته  یوازې د شک په سترګه ګوري بلکې ډېر ؛شکلي اوسطحي؛ یې بولي بیا هم د بېلګې په توګه  میرمحمدصدیق فرهنګ یادوو چې د خپل کتاب  په ۳۳۳مخ کې کښلي دي :؛که چېرې د امیراصلاحات د تاریخ په دغه پېر کې په  دقیقه توګه وڅېړو نو نه یوازې ډېره شکلي او سطحي  بڼه لري بلکې ډېر محدود هم وو . د وزیرانو یو پلاوی مینځ ته راغی ولې مهم دولتي کارونه د سلطتني کورنۍ لخوا سرته رسیدل .... نو ځکه هېڅ ډول ښوونیز او روزنیزو کارونو کومه عملي بڼه خپله نکړه....؛

کاکړصاحب په یاد شوي کتاب کې بیا د دا ډول څرګندونو په غبرګون پدغو ټکو ټینګار کوي : ؛امیر شیرعلي خان په هېواد کې د اصلاحاتو د پرمختیا پراختیا لپاره  د هند یو شمېر هنرمندان  کور ناستي  متقاعده کارپوهان له ځان سره  افغانستان  ته راوستل .... امیر هڅه وکړه چې پوځ د ویاړ او افتخار ځای وګرځوي نو ځکه یې شهزادګان دېته اړ کړل چې هرومرو  پوځي  چوپړ ته ملا وتړي..... د پوځیانو د روزنې په موخه امیر یو پوځي ښوونځی پرانسته چې چې زده کړه والو ته یې ریاضي  ، جغرافیه د نخشې لوست او ستراتیژي  ښودله . پوځي لارښونې ، لاسوندونه او لقبونه  پښتو وژباړل شول.... د پښتو رغاونه هرومرو وه ځکه چې په پوځ کې د وردګو او غلځي قومونو وګړي ډېر وو. امیر فارسي د ؛نڅیا بڼکې؛ بللې او ویل یې چې باید پښتو یې ځای ونیسي؛ .

کاکړ صاحب پخپل دغه ګټور اثر کې د امیرشیرعلي خان په اړه یو بل مهم ټکي ته هم اشاره کړې ده چې امیرشیرعلي خان په مینځنۍ اسیا کې د روسانو پر مختګ نه خواشینی وو او دا یې انګېرله چې افغانستان به د روسانو راتلونکې نښه وي . امیر له همدې وېرې دا هڅه پیل کړه چې یو خو په هېواد کې دننه خپل واک  پیاوړی  کړي او بل د انګرېزانو ملاتړ تر لاسه کړي .... امیر د خپلې واکمنۍ په دویم پېر کې سیدجمال الدین افغان د کوېټې له لارې هندوستان  ته وشړه ځکه چې نوموړی د بریتانې ضد وو او محمداعظم خان یې دېته هڅوه چې د بریتانې ضد تګلاره خپله کړي  او ویل کیږي  چې سید روس  خوښوونکې نظریه درلوده او غوښتل یې چې روسیه او افغانستان  باید یوه ګډه ټلواله جوړه کړي...... امیر شیرعلي خان د سیدجمال الدین افغان په نظر په بشپړه توګه پوهېدلی وو نو ځکه یې په ټینګه ورته وویل :  زه خپل ګاونډیان ښه پېژنم او د روسانو په نیت هم ښه پوه یم .... زه په دې هېواد کې ستا اوسېدل نور نه خوښوم .؛ 

زما په اند دا چې سیدجمال الدین افغان له دې دوه بدو نه (انګلیس او روس نه) کوم یو د ځان او هېواد لپاره غوره ګاڼه د څېړنې مهم ټکی دی  خو د روسانو په غوښتنه او ټینګار د لیپ سنګهـ   له سید سره په روسیه کې ولیدل  اود لیپ سنګهـ د رنجیدسنګهـ له مړینې وروسته د انګرېزانو په وړاندې د روسې په مرسته او ملاتړ ټینګ ودرېد.

د پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ په انګلیسي ژبه کښل شوی بل ګټور اثر د امیرعبدالرحمن خان  د واکمنۍ په مهال  په افغانستان کې حکومت  او ټولنه نومیږي . دغه کتاب  ۳۲۸ مخونه لري چې غټ عنوان یې :

Government and Society in Afghanistan     د دې کتاب  مینځپانګه دغو سرلیکونو ته ځانګړې شوې ده :    د افغانستان  مرکزي حکومت، د افغانستان ځايي او سیمه  ییزه واکمنۍ ، د افغانستان مالیاتي سستم او جوړښت، د افغانستان  پوځ ، د افغانستان ټولنیز او اقتصادي جوړښت او له دغو سرلیکونو وروسته د کتاب پایله ، ضمیمه، اخذلیک ، لنډیز ، د یو شمېر مهمو ټکو څېړنه او انګېرنه ، کتاب پېژندنه او د کتاب لیکونه تر سترګو کیږي .  کاکړصاحب  د کتاب له سریزې او معرفي نه وروسته د امیرعبدالرحمن  خان  د واکمنۍ په بېلابېلو اړخونو رڼا اچولې ده . لومړی د امیر کورنۍ معرفي شوې  او بیا د هغه له پېژندګلوۍ وروسته پخوا تر دې چې نوموړی  واک ته رسیږي  د ده د هغه مهال رول او دریځ په اړه خبرې شوي دي چې د امیر دوست  محمدخان  له مړینې وروسته  د امیرد اولادې  په اړه چې واک ته  د رسېدو لپاره  یو  ورور د بل  ورور په وړاندې  درېدلی  دی . د امیرشیرعلي خان  لومړۍ  پلا پاچاهي، د امیر د پلار محمدافضل خان  او بیا د هغه د تره محمداعظم خان واکمنۍ او د دوهم ځل لپاره د امیر شیرعلي خان  واک ته د رسېدو ، بخارا ته د عبدالرحمن  خان تېښته او په یو لړ نورو تاریخي پېښو کې د نوموړي  ښکېلتیا او ککړتیا په دغه ګټور اثر کې  راغلې ده . د کتاب په دویم څپرکي  کې د یوه با ثباته مرکزي حکومت د جوړښت او تشکیل په اړه د استاد څرګندونې په زړه پورې ځکه دي چې د امیربدګڼې او ښېګڼې دواړه په ګوته شوي دي .

دغه کتاب د هغویو  شمېر لیکوالو  له لیکنو سره  جوت توپیر لري  چې نوموړو د امیر منفي دریځ او ناوړه کړه وړه د اغراق  تر کچې رسولي دي . پرته له هغې چې د هغه مهال ټولنه یې معرفي کړي وي  د نوموړي هغه شمېر اړین کړه وړه چې د سیمه ییزو واکمنو په وړاندې د یوه مرکزي باثباته حکومت د ټینګښت په اړه تر سره کړي دي  هم تر سیوري  لاندې راوستي دي .

کاکړصاحب په دغه څپرکي کې د امیر د ادارې  او د نوموړي د کارمېتود ډېر ښه روښانه کړی دی   خو ورسره جوخت یې د زندانونو او سزاګانو پېښې هم غبرګې کړي دي .

له دې سربېره د کتاب په دغه  برخه کې د کډوالو ستونزې او د دغه مهال د واک بنسټیزې اغېزې هم له پامه نه دي غورزول شوي . او همدا ډول په دریم څپرکي کې د سیمه ییزو حکومتونو په اړه د امیر د کارنامو جاج اخستل شوی دی چې  موږ په ښارونو ، سیمو او کوروکلي کې د محکمو ، پولیس، پوځ ، مشرانو او د بېلابېلو ټولنو او سرحدي کرښو اداره ، د مرکزي او سیمه ییزه ادارو تر مینځ اړیکې او نور ټولنیز  کړه وړه د بېلګې  په توګه یادولی شو . په څلورم څپرکي کې د هېواد د مالي سستم رغاونه ، او د دې سستم د جوړښت او لګښت  په اړه  اوږدې خبرې  شوي دي او د امیر په اړه په هغو ټکو ټینګار شوی چې امیر به پخپله  په ځانګړي  توګه د مالیاتو ټولولو ته کلکه پاملرنه کوله او نه یوازې ورته متوجې وو بلکې د مالېې زوړ سستم یې هم له مینځه یوړ او په ځای یې نوی سستم ورغاوو چې له بابته یې له لګښت نه سربېره د هېواد په خزانه کې یو څه پانګه هم زخیره کړې وه . او کله چې مړ کېده امیر په خزانه کې په کافي اندازه پانګه لرله. 

د دې کتاب په ۸۸مخ کې د هېواد د بجټ او سپما په اړه په پرتلیزه توګه له امیر نه دمخه پېرونو کې  او بیا د امیر د مهال په بېلابېلو وختونو کې د سپما او لګښت کچه په ګوته شوې ده چې دا نه یوازې په کتاب کې د هېواد پلازمېنه کابل یاد شوی دی بلکې هرات، کندهار، فراه او د ترکستان سیمې هم د بېلګې په توګه یادې شوي دي .

کاکړصاحب د دغه کتاب په پنځم څپرکي کې له ۹۳مخ نه تر ۱۱۴ مخ پورې د هېواد د پوځ په اړه اوږدې خبرې کړي دي او لږتر لږه یې د پوځ بهیر د افغانستان په معاصرتاریخ  او په ځانګړي ډول د ۱۷۴۷ کال نه راواخله چې  کله احمدشاه بابا واک ته رسیږي څارلی دی.... له درانیو وروسته د بارکزیو په مهال  هم  په ځانګړي ډول  د امیر دوست محمدخان  نه راواخله تر امیر شیرعلي خانه او بیا تر امیر عبدالرحمن خانه پورې د پوځ بېلابېلې بڼې یې څېړلي دي . له قومي جوړښت او له غیرې منظم پوځ نه نیولې تر هغې چې د جلب او احضار بهیر پیلیږي ، دا لړۍ تر هغې اوږدیږي تر څو چې په هېواد کې یو منظم پوځ د یو شمېر قواعدو  له مخې مینځته راځي .

پوهاندصاحب له دېنه وروسته د پوځ د رول په اړه چې په بېلابېلو پېرونو او بهیرونو کې څه واک او ځواک درلود  هم خبرې کړي دي دا چې هر واکمن او په دې لړ کې امیر عبدالرحمن خان د خپلو سیالانو د ځپلو لپاره له خپل پوځ نه څه سیاسي ګټه تر لاسه  کړې ده او بیا یې د یوه با ثباته مرکزي حکومت جوړښت او پایښت لپاره  له کومو پوځي موخو او دریځونو کار اخستی دی په بشپړه توګه یې د پوځ رول  د دې کتاب په پاڼو کې روښانه کړی دی .

د امیر عبدالرحمن خان  د واک په مهال په افغانستان کې حکومت او ټولنه او په دې اړه تاریخي پېښې د دې کتاب مینځپانګه ده چې پوهاند ډاکټرمحمدحسن کاکړ  دغه ټولې پېښې د تاریخ په رڼا کې غوټه کړي او په علمي بڼه انځور کړي دي . را واخله  د دې کتاب  له شپږم څپرکي نه تر نهم څپرکي پورې  چې د هغه مهال  په ټولنیز او اقتصادي جوړښت یې رڼا اچولې ده د ساري په توګه یادولی شو.  استاد که د کتاب په دغه برخه کې له یوې خوا د ټولنې  بېلابېل اړخونه څېړلي دي خو له بلې  خوا یې د هغه وخت اقتصادي او ټولنیز مناسبات  هم له پامه نه دي غورځولي د کلو ټولنیز جوړښت  ته یې ګوته نیولې د هغه مهال په اقتصادي هاندو هڅو رڼا اچولې ، د هېواد په کرهڼیزو  چارو غږېدلی دی . په زړه پورې خبره خو دا ده چې هغه مهال کومو وګړو او کلیوالو چې  له دې لارې  کومه پانګه او شتمنۍ تر لاسه کوله .... دې ټکي ته په اشارې سره د بېلګو په ګوته  کولو د یو شمېر اخذلیکونو له مخې ګڼ  توکي د دې کتاب په  پاڼو کې لوستلی شو.

له دې سربېره د وګړو ترمینځ ټولنیزې اړیکې او هغه کلیوالي ، قومي  او قبیلوي مناسبات چې د دوی تر مینځ یې د خېښۍ او خپلوۍ اړیکې ټینګې کړې وې د دې کتاب د مینځپانګې یوه بله لړۍ ده چې د مادي او معنوي  ارزښتونو په بېلابېلو اړخونو رڼا اچولی شوې ده . که له یوې خوا یې د دغې ټولنې بدګڼې او ښېګڼې ستایلي دي خو له بلې خوا یې د دوی تر مینځ هغه اقتصادي او ټولنیز ې ستونزې او ناخوالې هم رابرسېره کړي دي چې دوی ورسره په ورځني ژوند کې لاس او ګرېوان وو.

په دې ګټور اثر کې د کوچیانو د ژوند په اړه هم خبرې شوې دي او دې ټکي ته هم پام اړول شوی چې دوی د وخت په تېرېدو  په ځنو سیمو کې دایمي استوګنه غوره کړې ده خو له بلې خوا یې د کرهڼې چارې هم  پرمخ وړلي دي چې له دې لارې یې د هېواد اقتصاد ته د ودې او پرمختګ زمینه برابره کړې وه.

کاکړصاحب د دغه کتاب په پاڼو کې د د وګړو له کلیوالي ژوند نه سربېره  د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ په مهال د وګړو د ښاري ژوند په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي اړخونو رڼا اچولې ده .

همدا ډول د ښوونې او روزنې ، د خلکو د روغتیا ، قانون ، د وګړو دود او دستور، د ښځو ټولنیز حالت ، مریتوب، جهاد او د سر شمېرنې په اړه ګټورې څرګندونې په دغه څپرکي کې تر سترګو کیږي او هم د هغه مهال په اقتصادي جوړښت د هېواد له کلي کور نه نیولې تر ښارونو او ښارګوټو پورې د هېواد له کرهڼې نه راواخله تر لاسي صنعت ، سوداګري ، ترکاڼي، بهرنۍ راکړه ورکړه، پانګه اچونه او نور ګټور توکي د دې کتاب غوره بېلګې دي .

استاد د دې کتاب په پایله کې یو ځل بیا د امیرعبدالرحمن خان د واکمنۍ په اړه د بېلابېلو سیاسي اقتصادي او ټولنیزو کړو وړو نچوړ کښلی دی او دا ټولې تاریخي پېښې یې په  یوه زړه پورې لنډیز سره له ۲۲۹مخ نه تر ۲۳۳مخ پورې په تاریخي بڼه انځور کړي دي .

له دې چې راتېر شو د کاکړصاحب  یو بل کتاب افغانستان نومیږي دا هم په انګلیسي ژبه لیکل شوی دی چې په دې کتاب کې یې د افغانستان د درې وروستیو لسیزو غملړلې پېښې کاږلي دي او هم یې د شوروي دیرغل او برید هغه خواشینونکې غمیزه چې په خپل ناوړه او کرغېړن تېري یې د زرګونو افغانانو وینې تویې کړي دي انځور کړی دی خو ورسره جوخت یې د افغانستان د خلکو آتلولۍ   چې د شورویانو د یرغل په وړاندې درېدلي دي هم ستایلي ده . استاد په پرلپسې توګه د دغه ټاکلي مهال ټولې تاریخي پېښې یو د بل پسې د دې کتاب په پاڼو کې رانغاړلي دي . د کتاب په لومړۍ پښتۍ کې د هغې نسکورې شوې شوروي الوتکې عکس ګورو چې د ملا په تیر یې  د مجاهدینو یوه ډله تر سترګو کیږي .

همدارنګه  دغه کتاب لومړی یو شمېر د هېواد نومیالیو او بیا ټولو هغو افغانانو ته چې ځانونه یې د هېواد د  ازادۍ په لاره کې قربان کړي دي ډالۍ شوی دی .

د کتاب مینځپانګه د یوه نیو لیک په بڼه په څلورو برخو وېشل شوې ده چې هره برخه یې په بېلابېلو سرلیکونو بشپړه شوې ده .

لومړی  کتاب په یوې سریزې پیل کیږي خو د کتاب په لومړي مخ کې د کتاب د پېژندګلوۍ په نوم یو سر لیک ګورو چې لیکوال دکتاب د پېژندنې په پلمه په ډېرې ځیرکتیا د افغانستان جغرافیوي  موقیعت او تاریخي ارزښت ته تم شوی دی . د پیل په څو لنډو ټکو کې هر لوستونکی دې پایلې ته رسیږي  چې ګنې افغانستان د څولارو هېواد دی  چې د ورېښمو د سوداګرۍ لویه او مهمه لاره د دې هېواد له زړه څخه تېره شوې وه.

د کتاب په پېژندګلوۍ کې د ګڼو توکمنو او د دېرشو په شاوخوا کې د بېلابېلو ژبو د ګړېدونکو او بیا د ژبپوهنې په رڼا کې په ځانګړي ډول د څلورو مهمو ګروپونو (هندو اریایي، تورکي منګولیایي، سامي چې عرب یهود فنقیان او اسوریان دي او دراویدي Dravidic)) یادونه شوې ده . ورپسې یې د وګړو شمېر ته هم ګوته نیولې ده او د ډېرکیو او لږکیو په اړه یې د بیلابېلو توکمونو یادونه او څرګندونه په زړه پورې ده ، کاکړ صاحب په دغه ګټور اثر کې نه یوازې د توکمپوهنې (اتنالوجي)  او ټولنپوهنې  (سوسیالوجي) په هکله ګټور تاریخي معلومات وړاندې کړي دي بلکې ځای ځای یې د وګړپوهنې (انتراپالوجي) او لرغون پوهنې (ارکیالوجي) په باب معلومات هم د یادونې او ستاینې وړ دي .

په دغه کتاب کې د بریتانوي  هند، د هند د نیمې وچې وېش ، د ډیورنډ موافقه که د بېلتون کرښه ، د دوه ځواکمنو او واکمنو  هېوادونو (بریتانیا او شوروي) کرغېړنې موخې پښتونستان او نور یو شمېر ګڼ مطالب یې یو ځل بیا د :

Apolitical and diplomatic history of Afghanistan کتاب له مخې د سیمې او افغانستان په اړه د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ تاریخ را غبرګ کړ ی دی .

له ۱۸۳۸ نه راواخله تر ۱۸۷۸ پورې له ۱۸۹۳ نه بیا د علیحضرت امان  اله  تر واکمنۍ او سقوط پورې ، د سقاو له اړدوړ نه  نیولې بیا تر ۱۹۳۳ کال پورې کله چې محمدنادر خان مري او واک د هغه زوی محمدظاهرشاه ته رسیږي ، د دغه مهال پېښې یو د بل سره ډېرې ښې غوټه شوي دي . د محمدداودخان د صدارت د چارو جاج هم اخستل شوی دی او د دغه مهال په پېر کې د بېلابېلو بهیرونو لکه د ښونیزو او روزنیزو زده کړو بنسټ ان د امیر امان الله خان له واکمنۍ نه رواخله تر پوهنتوني زده کړو پورې ، د بانکي سستم رغاونه اوپه ځانګړي ډول د عبدالمجید زابلي د رول یادونه ، ترانسپورتي پرمختګونه، د وارداتو او صادراتو پرمختیا او پراختیا ، له یو شمېر نړیوالو هېوادونو سره سوداګرۍ اړیکې ، د اولسي او مشرانو جرګو تاسیس ، د سیاسي او ادبي خوځښتونو او نوښتنو په رڼا کې د انګار، اولس، وطن، ندای خلق او وروسته د یو شمېر نورو ډله ییزو خپرونو او رسانیو چاپ او خپرول ، د کابل پوهنتون او د ملي کلوب رول، د هېواد د نوي اساسي قانون تدوین د افغانستان د خلک د موکراتیک ګوند او یو د بل پسې د نورو ګوندونو تاسیس، په ټولنیز شعور باندې د محمدیوسف خان، محمدهاشم میوندوال او نورو صدراعظمانو د صدارت د چارو اغېزې ، په ټولنه باندې د افغانستان او پاکستان اړیکو تاثیر او د دغه مهال  په لسګونو نورې پېښې د دغه کتاب په بېلابېلو پاڼو کې تر سترګو کیږي .

پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د دغه مهال تاریخي پېښې داسې پېېلي او رانغاړلي  دي چې لوستونکی فکر کوي چې لیکوال به هرومرو ګنې د دغو پېښو لوبغاړی وي او د یوه ژوندي تاریخ په څېر د پېښو پاڼې اړوي او په خوږه او پسته ژبه هرې ښکالو ته تم شوی دی او زما په اند کومه خبره چې ډېره مهمه ده هغه د زمان او مکان د پېښو تسلسل دی چې ګام په ګام هره پېښه په بلې پېښې سپاري تر هغې چې  د محمدداودخان په کودتا (۱۳۵۲ هـ ش) سره د افغانستان د سلطنت او پاد شاهي پاڼه اړوي.

کودتا پسې کودتا چې لومړی د محمد داود خان د کودتا او سیاسي واکمنۍ بشپړه څېړنه شوې ده ، اوبیا د دې کتاب  له ۱۲ مخ نه تر ۱۴ مخ پورې نور نوي او مهم ټکي  او توکي په ګوته شوي دي، چې د هغه مهال د واکمنۍ جاج اخلي . د ۱۴ مخ په پای کې د میراکبر خیبر مړینه او په ۱۵مخ کې د نورمحمد تره کي د واک  او ریفورمونو په اړه څرګندونې بیا د حفیظ اله امین رول او د شوروي په تیري او یرغل سره د دې کتاب د سر څپرکي  یوه نوې پاڼه پیلږي .

د کتاب په لومړي څپرکي کې د دې کتاب مینځپانګه  د شوروي ښکېلاک تیري او یرغل ته ځانګړې شوې ده او د دغه توپان ناوړه پایلې ټکی ټکی په ګوته شوي دي . د حفیظ اله امین د وژلو لاملونه ، د دستګیرپنجشیري ډراماتیکه لوبه، د سرو لښکرو تیری، دکې جې بي او ببرک کارمل  د رول یادونه د دې  څپرکي مهم ټکي دي .

د دغه کتاب د تاریخي څېړنې دویم څپرکی په دې سرلیک  او پوښتنې پیلیږي چې ؛ولې شوروي اتحاد په دغه تیري لاس پورې کړ؟؛ د دغې موهمې تاریخي پوښتنې  لا مهم تاریخي ځواب د دغه څپرکي په بېلابېلو سر لیکونو کې لکه د افغانستان په د موکراتیک ګوند کې د مشرانو تر مینځ درز او بې باوري ، د شوروي چارواکو توطیه او په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي حکومت بنسټ او یو شمېر نور توکي چې د پېښو جاج بشپړوي موندلی شو.

په دغه کتاب  کې د ؛شوروي  تر سیوري لاندې ؛  یو ستر سرلیک لولو چې دریم څپرکی پرې پیلیږي. په دغه څپرکي کې د شوروي د سره پوځ عملیاتو ته ګوته نیول شوې ده او پوهاند ډاکترمحمدحسن کاکړ د یو شمېر انګېرنو په وړاندې چې ګنې  کارمل له تاشکند نه خپله وینا اورولې ده پدې اړه د دغه کتاب په ۵۱مخ  کې کاږي : ؛کله چې شوروي پوځ د عملیاتو په ترڅ کې پرمختګ  تر لاسه کړ د افغانستان د خلک د موکراتیک ګوند د پرچم د ډلې مشر ببرک کارمل د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې کې وو.... د کار له پای نه وروسته یې .... د امین د نسکورولو غږ پورته کړ....؛ دا چې د ببرک کارمل غږ له تاشکند نه پورته شوی او یا له دوشنبې نه ، خو د هېواد له پولو نه بهر وو او هغه هم له هغې خاورې نه چې حکمران یې د افغانستان د اولس دښمن شوروي اتحادوو چې د سره پوځ په یرغل یې د افغانستان  اولس دانه دانه کړ او یوه ستره غمیزه یې پیل کړه .

د کتاب په ۵۳ مخ کې د ؛استازي رول؛ تر سرلیک لاندې کاکړ صاحب د کابل د ارتن د پله هغې تاریخي کیسې ته هم اشاره کړې چې د سردارمحمد داود خان د پېښې ښکېل شوی  صبغت الله مجددي ، ببرک کارمل او میر اکبرخیبر تر مینځ پېښه شوې وه . د دې څپرکي یو شمېر سرلیکونه داسې دي : ملي ستم، د خلق او پرچم ډلې، د پرچمیانو په وخت کې د خلقیانو رول، ببرک کارمل او د هغه رول ، بې بنسټه  غولوونکې وعدې او ژمنې او دا ډول نورې څرګندونې د کتاب په لومړۍ برخه کې لوستلی شو.

د کتاب دویمه برخه د حکومت مخالفینو او د هغوی یرغلونو او بریدونو ته ځانګړې شوې ده او همدا ډول د اسلامي تنظیمونود مقاومت او د اسلامي بنسټ پالنې وده او پرمختګ په اړه څرګندونې لا ډېرې په زړه پورې دي .

کاکړصاحب د جهاد د مهال پېښې  هم څېړلي دي خو ورسره جوخت یې د اسلامي بنسټپالنې راتلونکې  پېښې هم  غبرګې کړي دي  او له دې سربېره یې ګڼ  مطالب په دغو سرلیکونو کې ځای کړي دي لکه :   په افغانستان کې اسلامي خوځښت  البته په نړیواله کچه  په نوې بڼې سره، نا بریالي پاڅونونه او درزونه، د یو والي هڅې ، یو شمېر مخالفې ډلې د ساري په توګه  هزاره او قزلباش یادولی شو. ؛د شوروي یرغل او د افغان اولس ځواب؛ د کتاب د دې  برخې په پنځم څپرکي کې د شوروي  ښکېلاک په وړاندې د افغان اولس د ملي مقاومت په اړه علمي او تاریخي څرګندونې د پام وړ دي . د کتاب په ۹۶ مخ کې د دې څپرکي یو بل مهم سرلیک ؛په پېښور کې افغان جرګه؛ نومیږي. کاکړصاحب د دغې جرګې ارزښت ، ستونزې او دبیلابېلو اړخونو غبرګونونه ،په  وزیرستان  کې دېته د ورته جرګې جوړېدل ، د تنظیمونو د مشرانو  رول ، د کابل د حکومت غبرګون ، د جرګې ښېګڼې او بدګڼې د ضیاٌالحق د حکومت رول  ، په پشین کې د یوې بلې جرګې جوړېدل اوپه دې کې دیوشمېرپخوانیو وکیلانواو خانانورول لکه عبدالقدوس خان او عبدالاحدکرزی ، د افغانستان د پخواني پاچا محمدظاهرشاه او د هغه د پلویانو د هڅو.... او همدارنګه د یو شمېر نورو مهمو موضوع ګانو په اړه څرګندونې د دې  برخې غوره توکي دي .د دې کتاب په ۱۰۶ مخ کې د یو شمېر کیڼ اړخو ډلو په اړه هم  خبرې شوې دي چې په دې لړ کې د مایٌوستانو او شعله یانو  د هاندو هڅو یادونه کوو چې د مهمو مشرانو یادونه  یې کاکړصاحب اړینه بللې ده لکه رحیم محمودي، هادي محمودي او محمدعثمان لنډی ، خو د استاد په دغه اثر کې د دوه لومړنیو کسانو تړاو او کورنۍ اړیکې له عبدالرحمن  محمودي سره ښودلې شوې دي ولې یو شمېر لیکوال په دې  ټینګار کوي چې عبدالرحمن محمودي د ملي فکر او اند څښتن وو او کله هم دمایْوییزم  د فلسفې پلوی نه وو. پوهاند صاحب پخپل  دغه ګټور کتاب کې د یو شمېر نورو  نوو ګروپونو  او کیڼ اړخو سازمانونو یادونه هم کړې ده چې موږ د ساما Sama،  ساو Sawo، نوفاNufa   او دېته ورته نور یادولی شو له دې سربېره د کتاب  په پاڼو کې د دغه سیاسي بهیر یو شمېر سیاسي لوبغاړي هم  معرفي شوي دي . همدا ډول د کتاب په ۱۰۸ مخ کې د ؛کې.جي.بي؛ او د ؛خاد؛ د جاسوسي سازمانونو او په ځانګړي ډول له  ۱۵۳ نه تر ۱۶۴ مخ  پورې په دې اړه په ټولیزه توګه یادونه  لوستونکو ته نوي معلومات  په مخ کې ږدي .

په لنډه توګه ویلی شو چې د کتاب په څلور واړو برخو کې د تاریخ پدغه پېرکې بېلابېل داسې بهیرونه په ګوته شوي چې له بابته یې په ډېرو تیارو ګوټونو رڼا اچولی شوې ده . او د کتاب له شپږم څپرکي نه راواخله تر ۱۴ څپرکي پورې د تاریخي مېتود په رڼا کې د علمي او تاریخي څېړنې له مخې داسې سپړنې  رابرسېره شوي چې ان د پېښو لوبغاړي به ورته ګوته په خوله شي .

له شوروي یرغل نه وروسته د خلکو اولسي پاڅون له کور کلي  نه راواخله تر ښارونو پورې او بیا د دغو پاڅونونو ځپل او دعامو وګړو وژنه ، د کابل لوی پاڅون د حوت دریمه د الله اکبر نارې، د بېلابېلو ښوونځیو د زده کوونکو پاڅون ، د حکومت له ولکې نه د وتلو سیمو وسله وال پاڅون او جهاد، د پوځ په وړاندې قیامونه ، د مهمو اوسوق الجیشي  پولو د نیولو هڅې ، د اولسي جهاد پرمختګ ، د ملي دود او کلتور ځپل ، پوځي پوستې ، د پولې له پورې غاړو سره قومي اړیکې ، د کابل  ښار د ساتنې لپاره.... ،مجاهدین د کابل د ښار دننه ، په نړیوال  ډګر کې د افغانستان ستونزه .....، په کابل کې د ګوندي  غړو ترور، په افغانستان کې ټول وژنه ، روسې ته یوه لنډه کتنه، په افغانستان کې د ټول وژنې اړوندې ستونزې ، د کابل شاوخوا لوګر، پغمان  او د هېواد په بېلابېلو شمالي سیمو کې ټول وژنه  او دېته د ورته بدمرغیو او ناخوالو څرګند ثبوت د دې کتاب په پاڼو کې تر سترګو کیږي . 

د کتاب په  ۲۵۳ مخ کې د کتاب پایله لولو چې لیکوال په ډېرې ځیرکتیا سره د پرلپسې پېښو نچوړ  د خپلې لیکنې په ؛ګورت؛ کې رانغاړلي دي .

همدارنګه د کتاب وروستۍ برخه له ۱۹۸۲ نه تر ۱۹۹۴ کالو پورې پېښو ته یانې د ببرک کارمل او نجیب الله په کړو وړو او د کارمل په بېرته ځای په ځای کېدو ، د شوروي ځواکونو د وتو، د جینوا تړون او په ۱۹۹۲ کال د اسلامي تنظیمونو له خوا د پرچمي رژیم نسکورېدلو ته ځانګړې شوې ده . (د ډېرو معلوماتو لپاره وګورۍ ۲۵۷مخ) زما په اند د کتاب ټول څپرکي د تاریخ مینه والو او په تېره د تاریخ  د څانګې زده کوونکو ته ډېر مهم دي خو له ۲۵۷ مخ نه نیولې تر ۳۰۰ وم مخ پورې دا برخه لا ډېره مهمه ده دا ځکه چې په دغه موده کې سیاسي تېروتنې هغې کچې ته ورسېدې چې حالات  لا تردا اوسه پورې ؛په سیاسي سجده سهوې؛ باندې نه جبیره کیږي....  د شورویانو نا سمه پالیسي او غلطه استراتیژي ، د کارمل او نجیب اله تر مینځ  سیاسي کړ کېچ  چې لومړی  نجیب الله د افغانستان د خلک د موکراتیک ګوند منشي او ورپسې د دولت مشر شو چې په پایله کې یو شمېر دولتي او ګوندي چارواکي لکه د کارمل ورور محمود بریالی  ، فریدمزدک، د بهرنیو چارو وزیر وکیل، کاویاني  ، جنرل دوستم او نور له احمدشاه مسعود سره یوځای چې له یوې خوایې د نجیب حکومت د نسکورولو لپاره بډې را ووهلې او له بلې خوا شوروي چارواکو او د کې-جي-بي غړو د هېواد په شمال کې له یو شمېر اسلامي تنظیمونو سره د دې لپاره اړیکې ټینګې کړې چې د کابل حکومت په ځای  یو بل لاسناستی وټاکي . دا ځکه چې دوی نور د نجیب په واکمنۍ  ډاډه نه وو. د هېواد په بې ثباتي کې د یو شمېر ستمیانو،  خادیانو او د ساري په ډول  سازا Saza   ، سزا SZA  او نورو ډلو لاس ، د کشتمند لمسونې او له یو شمېر هغو تنظیمونو سره اړیکې چې د ایران ملاتړ ورسره مل وو ، د کتاب د مینځپانګې نور مهم ټکي دي .

له دې سربېره د ضیاالحق د حکومت د چارواکو په خپله د ضیاٌ په شمول د محمدخان جونیجو ، یعقوب خان او په تېره د جنرل اختر عبدالرحمن او د ای-اس-ای د یو شمېر جنرالانو کړه وړه او د افغانستان  په چارو کې لاسوهنه د دې کتاب له ۲۶۵ مخ نه را واخله تر یو شمېر نورو مخونو پورې ډېر مهم معلومات راغونډ شوي دي .

همدا راز په دغه لړ کې جهادي مشرانو او د بېلابېلو جهادي قومندانانو او دیو شمېر ټولنییزو شخصیتونو یادونه هم لیکوال له یاده نه ایستلې او د هر چا آینه یې پلاس کې ورکړې ده . د صبغت الله مجددي د واکمنۍ جاج  یې هم اخستی دی، دا چې بیا رباني په واک منګولې ښخې کړې او ګنې په دې اند چې شونې نه ده چې څوک دې افغانستان د ده له ولکې نه وباسي .... په دې اړه د لیکوال څرګندونې د پاملرنې وړ دي .

د کتاب په پاڼو کې کورنۍ جګړه هم له یاده نه ده وتلې له هرات نه نیولې د هېواد تر شمالي سیمو او له کندهار نه راواخله بیا د هېواد تر ختیزو سیمو پورې د ټولو جنګونو او ناخوالو انځور کښل شوی دی . ولې له هرات څخه زیات د کابل د جنګونو نه هېرېدونکې غمیزه او بیا د ټولو تنظیمونو ښکېلتیا  او د یو شمېر سیاسي او نظامي لوبغاړو په ناوړه کړو وړو ټینګار په سر کې احمدشاه مسعود ، جنرل عبدالرشید دوستم، مزاري ، حکمتیار، رباني ، سیاف ، خلیلي او د سلګونو ټوپکسالارانو او پاټکمارو او ورسره جوخت د کمونستانو د مهال قومندانانو یادونه شوې ده . لکه جنرال عظیمي، جنرال دلاور، جنرال باباجان  او په لسګونو نور خادیان د کابل د ښار د ورانولو او لوټولو لوبغاړي ګڼل شوي دي .

د کتاب په لمړۍ ضميمه کې د سیاسي سازمانونو، ډلو او اتحادیو له معرفي نه وروسته د کتاب په دویمه ضمیمه کې د الفبا د تورو له مخې د یو شمېر سیاسي لوبغاړو لنډ ژوند لیک لولو لکه حفیظ اله امین ، طاهر بدخشي ، محمود  بریالي، ابهار الدین بایس ، محمد داود خان ، پیر سیداحمدګیلاني ، سیدمحمدګلاب زوی ، ګلبدین حکمتیار، میراکبرخیبر ، سلطان علي کشتمند، سلیمان لایق، کریم میثاق، مولوي محمدنبي ، صبغت الله مجددي، محسني ، نجیب الله، غلام محمد نیازی، دستګیر پنجشیر، برهان الدین رباني، محمدرفیع، اناهیتاراتب زاد، اسداله سروري ، عبدالرب رسول سیاف، نور محمد تره کي، ببرک کارمل ، مولوي خالص او اسلم وطنجار.

له دې چې را تېر شو د کتاب په نورو پاڼو کې یو شمېر نور سرلیکونه لولو چې تاریخي مینځپانګه د پام وړ ده لکه په  پاکستان کې افغان کډوال ، د نور محمد تره کي او ګاسګین تر مینځ تلیفوني خبرې اترې او په ۳۲۷ مخ کې یادښت او د لیکوال په اړه څرګندونو سره هم  کتاب پایته رسیږي .

د تاریخپوه پوهاندډاکترمحمدحسن کاکړ یو بل علمي تاریخي کتاب چې دا اوس اوس  مې تر لاسه کړی دی ؛افغان ، افغانستان؛ نومیږي چې په فارسي ژبه یې لیکلی دی او بیا په ۱۳۶۷ لیږدي  لمریزکال چې له ۱۹۸۸ زیږدي کال سره برابر دی په پېښور کې د ؛وفا؛ ټولنې لخوا خپور شوی دی .