‏ننګرهار کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی شوی

‏ننګرهار کې له یوې موټربم چاودنې مخنیوی شوی


  • 1 کال دمخه (14/11/2020)
  • خلیل
  • 315

د ننګرهار چارواکي وایي، ‏یاد موټربم د جلال‌اباد په نهمه ناحیه کې کشف شوی او له دې موټر څخه د ۲۵ بوریو چاودېدونکو توکو سربېره؛ د پيکا زر ډزه ګولۍ، د زیکویک دوه سوه ډزه ګولۍ، د کلاشینکوف څه باندې پنځه سوه ډزه ګولۍ او د ماین پنځه عدده کنټرول ریموټونه کشف شوي دي.