ارګ: ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د قطر له امیر سره خبرې وکړې

ارګ: ولسمشر غني د افغان سولې په اړه د قطر له امیر سره خبرې وکړې


  • 11 مياشتي دمخه (13/11/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 387

 

ولسمشر غني د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد الثاني سره پر افغان سوله خبرې وکړې.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني په دغو ټیلفوني خبرو کې افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره د قطر د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې ولسمشر غني او د قطر امیر د خپلمنځي سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا هم وغږېدل.

ولسمشر غني د ناټو له سرمنشي ین ستولتنبرګ سره هم پر افغان سوله ټلیفونې خبرې درلودې.