د خلیلزاد یوه پریکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده

د خلیلزاد یوه پریکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده


  • 8 مياشتي دمخه (11/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 355

دخلیلزاد یوه پریکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده.

واشنګټن ایکز ماینز نشریه وایي، جوبایډن دې د ټرمپ په پل، پل نه ږدي. دغې نشریې پخپل یوه مطلب کې دټرمپ دواکمنۍ پرمهال د افغان سولې وضیعت ته کتنه کړې. نشریې پخپل مطلب کې لیکلي، بایډن باید دافغان سولې پروسه تعقیب کړي خو د خلیلزاد په خوښه نه، ځکه دنشریې په خبره دخلیلزاد یوه پریکړه هم افغان حکومت ته د منلو نه ده، خو طالبان بیا ترې خوشاله دي، دسرچینې په خبره د خلیلزاد اقدامات د جګړې د کمولو په برخه کې مؤثر نه وه، او یواځې د امریکایي فوځونو وتلو ته یې زمینه سازي وکړه، چې د نشریې په اند دا دجګړې دحل لار نه وه.