د پاکستان د ویزو د ویش مسؤلیت خوشال سادات ته وسپارل شو.

د پاکستان د ویزو د ویش مسؤلیت خوشال سادات ته وسپارل شو.


  • 3 کاله دمخه (10/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 1488

خوشال سادات ته د پاکستان د ویزو د ویش مسؤلیت سپارل شوی.

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د پاکستان د ویزو د ویش او تنظیم مسولیت د ګڼې ګوڼې او ددغې چارې د ښې پرمخ بیولو لپاره خوشال سادات ته سپارلی. صالح همداشان ویلي، چې پاسپورټونه به اول د ښار په ۱۶ برخو کې راټولیږي او وروسته به د پاکستان سفارت ته دصدور لپاره لیږل کیږي.

د صالح په خبره یاده موضوع د بهرنیو چارو وزارت له لوري د پاکستان له سفارت سره په همغږۍ مخ ته وړل کیږي او ډیر ژر شته ستونزې هوارې شي.