سرور دانش وایي طالبان لاهم په جګړې ټینګار کوي.

سرور دانش وایي طالبان لاهم په جګړې ټینګار کوي.


  • 1 کال دمخه (09/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 344

 

دانش: طالبانو لاهم له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړي.

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وایي، حکومت د طالب بندیانو د خوشې کیدو له کبله له سختو نیوکو سره مخ دی،ځکه  په وینا یې ګڼ شمیر طالب بندیان بېرته د جګړو لیکو ته تللي.

دانش وایي، طالبانو لا هم له القاعده شبکې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه دي پرېکړي او لا یې هم د جګړې پالیسي له لاسه نه ده ورکړې.

دویم مرستیال د امریکا له نوي حکومت غوښتنه وکړه چې د افغانستان د سولې په برخه کې مسؤلانه چلند وکړي.