بیګناه خلک په کوم جرم وژني؟

بیګناه خلک په کوم جرم وژني؟


  • 3 کاله دمخه (08/11/2020)
  • سیدعبدالله پاچا
  • 1143

افغانستان کې داسې قشر او داسې قوم او مذهب نه دی پاتې شوی چې د جګړې قرباني یې نه وي ورکړي، یواځې د ترهګرو د مشرانو اولادونه جګړه کې خوندي دي او پردي اولادونو لپاره له چاودیدونکو توکو ډک واسکټونه جوړوي او ناورا جګړه کې یې د شومو او پردیو موخو لپاره کاروي.

تازه اور ژبي ژورنالست یما سیاوش باندې د حقاني شبکې برید کړی، ځای په ځای شویو چاودونکو توکو باندې یې د هغه موټر الوځولی او له دوه نورو ملګرو سره یې په شهادت رسولی دی.

د طالب ستونزه له یو افغان او یو قشر سره نه ده چې ګنې نور قشرونه به ځان وساتي، بلکې د طالب ستونزه له هر افغان سره ده او د بهرنیو استخباراتو په دستور باندې هر هغه افغان وژني چې څو کسان پرې ودردیږي.

که افغانستان کې رښتني ازادې رسنۍ فعالیت کوي، لږ تر لږه خو دې د ترهګرو په ځانګړي ډول د طالبانو له خبرونو سره بایکاټ وکړي.

یما سیاوش چې اوس دافغانستان بانک کې مشاور و، کلونه یې رسنیو کې دنده وکړه او هر کله یې هڅه کړې چې د افغانستان د دښمنانو څېرې بربنډې کړي.

یما سیاوش د افغانستان بانک د ماموریت قرباني نه دی، بلکې هغه د رسنیو د کورنۍ قرباني دی او له هغې ورځې چې رسنیو ته راغلی و ، طالبانو ورته د مرګ ګواښونه کول.

په دې حساس وخت کې د طالبانو برید پر یما سیاوش باندې دا هدف هم درلودلی شي چې له تیرې ورځې راهیسې افغانانو د حامدالحق په څرګندونو سخت غبرګون ښودلی و او دا غبرګونونه لا دوام لري چې پر سیاوش برید وشو.

طالبانو دا کار د دې لپاره وکړ چې غوښتل یې معنوي پلار یې له سپکو سپورو خلاص شي، حامدالحق پلار مولانا سمیع الحق طالبانو خپل معنوي پلار یادو او زوی یې دا څرګندونې دجمعې په ورځ کړي دي.

د حامدالحق په څرګندونو کې ښکاره وه چې طالبان د پاکستان د دفاع لپاره جګړه کوي، د پاکستان پوځ یې مقدس یاد کړی او افغانان یې مزدور او ګوډاګیان یاد کړي دي.

خو طالبان چې رښتیا هم د پاکستان اجیرې ملیشې دي، د حامدالحق په څرګندونو باندې غلي دي او د افغانانو د غلي کیدو لپاره یې یما سیاوش باندې برید وکړ.

تاسو وګورئ چې د شنبې په ورځ ټوله ورځ د یما سیاوش د ترور په غبرګون کې خلکو پوسټونه کړي و او د حامدالحق د څرګندونو په تړاو ډير خلک غلي و.

طالبانو په افغانستان کې د ځوانانو د سرونو لو پيل کړی او د بهرنیو استخباراتو په دستور باندې هیڅ حاضر نه دي چې اوربند وکړي، ځکه دې جګړه کې د طالبانو د مشرانو اولادونه نه قرباني کیږي.