هېواد کې د کرونا ویروس ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي

هېواد کې د کرونا ویروس ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


  • 1 کال دمخه (08/11/2020)
  • کامران احمدزی
  • 340

 

 

روغتیا وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې دکرونا ویروس ۱۲۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي.

روغتیا وزارت خبر ورکوي، چې په ټول هېواد کې  د کرونا ۴۶۳ سمپلونه معاینه شوي، چې له ډلې یې ۱۲۶ مثبت دي او په تیر یوه شپه او ورځ کې ۱۲ نفره له دغې ناروغې بېرته رغیدلي دي، خو ۶ نورو یې بیا ژوند  له لاسه ورکړی.کرونا ویروس تر دامهاله په ټول هېواد  کې  ۴۲ زره او ۱۵۹ تنه نیولي.

که څه هم تېرو څو میاشتو کې د کرونا وبا څپه کمزورې شوې وه، خو په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا د پېښو ډیریدو نړیوال اندیښمن کړي.