د امریکا او افغانستان اړیکې په ګډو ګټو پورې تړلي

د امریکا او افغانستان اړیکې په ګډو ګټو پورې تړلي


  • 8 مياشتي دمخه (07/11/2020)
  • کامران احمدزي
  • 280

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، چې دافغانستان او امریکا اړیکې د مشترکو ګټو تشکیل دی او که هر نوماند ټاکنې وګټې، افغانستان سره به یې اړیکې پخپل ځای وي.

د امریکا ټاکنې چې لا یې هم رسمي پایله نه ده اعلان شوې، د افغان رسنیو ګرمه موضوع ده او د چارو شنونکي باور لري، چې د افغانستان په وضیعت به یې اغیز ژور وي.

ټرمپ او بايډن دواړو د بریا اعلانونه کړي؛ خو د رسمي پایلو اعلان لا هم ځنډېدلی دی.

د لومړنیو مالوماتو له مخې، د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبايډن تر ټرمپ مخکې دی.