د پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره ۳۷۰ میلونه ډالر مرسته کوي.

د پیسو نړیوال صندوق افغانستان سره ۳۷۰ میلونه ډالر مرسته کوي.


  • 1 کال دمخه (07/11/2020)
  • کامران احمدزي
  • 397

د پیسو نړیوال صندوق اجرایوي پلاوی وایي، چې له افغانستان سره یې د ۳۷۰ میلونه ډالرو د مرستې هوکړه تصویب کړې، چې یاده مرسته به د ښې حکومتولی پیاوړتیا، د کرونا وروسته د حالاتو سره په مدیریت، دبیوزلۍ د کچې راټیټولو، د اقتصادي او ټولنیز سکتور ملاتړ، زیربنایي پروګرامونو او نورو کې ولګيږي. ددغه صندوق چارواکي وایي، چې له یادې مرستې ۱۱۵ میلونه ډالر به په بیړنیو حالاتو او پاتې هغه به یې په تدریجي ډول افغانستان ته ورکړل شي.