که د افغانستان د سولې خبرې ناکامه شي، بیابه څه کیږي ؟

که د افغانستان د سولې خبرې ناکامه شي، بیابه څه کیږي ؟


  • 3 کاله دمخه (02/11/2020)
  • بسم الله پښتون مل
  • 1078

لیکوال: هاشم وحدتیار 

ژباړه: بسم الله پښتون مل

تېره میاشت د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په لومړی ځل د سولې مخامخ خبرې په قطر کې پيل شوې، دواړه لوري ټینګار کوي چې  د هېواد د اوږدې جګړې د پای ته رسولو  لپاره د سیاسي جوړ جاړي لپاره صادق دي.

د خبرو په پيل کې د افغان حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکزي وویل:“موږ به خپله پېژندګلوي له چپې خوا پيل کړو!” 

په ځواب کې د طالبانو د پلاوی مرستیال عباس ستانکزي په لوړ غږ وویل:“تاسې تل کارونه له چپې خوا کوئ خو موږ مجاهدین له ښي اړخه پيلوو”.

په همدې دوو جملو بین الافغاني خبرې پيل شوې، اوس د دواړو لوریو ترمنځ خبرې د تړلو دروازو تر شا روانې دي، افغان حکومت هڅه کوي طالبان د اوسنۍ ادارې په چوکاټ کې ورګډ کړي خو دغه ډله حکومت نامشروع او د امریکا له خوا جوړ شوی ګڼي او ادعا کوي چې د افغان ملت استازیتوب نشي کولي.

طالبان په دې باور دي چې امریکا ته یې ماته ورکړې ده او کله چې متحده ایالات له افغانستان څخه خپل پوځیان وباسي دوی به افغان حکومت هم ړنګ کړي او ټول هېواد به تر خپل واک لاندي راولي، د ۲۰۲۰ په لومړۍ نیمايي کې د امریکا – طالبانو د موافقې برسېره د یوناما ادارې په افغانستان کې د ۳۴۵۸ ملګیانو د مرګ ژوبلې ارقام ثبت کړي دي. ولسمشر ټرمپ په یو ټویټ کې ویلي غواړي تر کریسمس وړاندي امریکايي سرتیري له افغانستان څخه وباسي. 

که امریکایي پوځيان نه وي او د سولې خبرې ناکامه شي افغانان وېره لري چې بیا به څه کیږي؟ 

که د سولې خبرې نتیجه ورنه کړي لاندي پایلې به ولري: 

لومړی: افغانستان به د سوريې په برخلیک اخته شي. 

د امریکا- طالبانو د موافقې پر اساس طالبانو ژمنه کړې وه چې د پنځه زره طالب بندیانو له خوشي کېدو سره به بین الافغاني مذاکرات پيلوي او تاوتریخوالی به کموي، خو اوس که خبرې نتیجه ورنه کړی طالبان به کوښښ وکړي چې د زور له لاري واک ته ورسیږي او د دې هدف د پوره کېدو لپاره به په ټول هېواد کې له افغان امنیتي ځواکونو سره جګړو ته زور ورکړی. 

تېره میاشت په قطر کې مېشت طالب چارواکي سي بي ایس تلویزیون ته وویل، امریکا او افغان حکومت دوهم پلان نه لري خو برعکس طالبان یې لري او که چیري د سیاسي جوړجاړي هڅې ناکامه شي د دوی دوهم قدم به په زور د واک تر لاسه کول وي. 

بل خوا ویل کیږي د سولې د خبرو د ناکامۍ په صورت کې شمالي ټلواله هم  له طالبانو سره د جګړې په فکر کې ده. تیره میاشت طلوع تلویزیون د ولسمشر له لومړی مرستیال امرالله صالح څخه په شمال کې د طالبانو خلاف د وسلو د وېش په اړه پوښتنه وکړه خو نوموړي دا خبره رد کړه. 

طالبان د امریکايي پوځیانو په موجودیت کې کابل نشي نیولی، افغان حکومت او واشنګټن په خپلو کې امنیتي تړون لري چې پر اساس یې متحده ایالات د افغانستان ملي ځواکونو تمویل او تجهیزوي. خو د طالبانو ځواک او لوړ مورال ته په کتو به کار هم یواځي د شخړو د لا ډېرښت سبب شي. 

طالبان چې اوس د مخکې په نسبت د جنګ په میدان کې ډېر پياوړي دي ناټو ماته نه شي ورکولي، طالبان د افغان حکومت د ړنګېدو او د ټول واک د اخیستلو لپاره ورځې شمېرې. بلخوا طالبانو په نړیواله کچه ځان مطرحوي او له سیمه ییزو ځواکونو په ځانګړې توګه روسیې، چین او ایران یې سره ځان نژدی کړی. 

دویم: افغانستان به متحده ایالاتو لپاره لومړیتوب نه وي. 

د ۲۰۱۸ کال په جولای میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زلمی خلیلزاد د افغانستان لپاره خپل ځانګړی استازی وټاکه او په دې توګه د افغان سولې بهیر پيل شو. په دې اقدام سره ټرمپ غوښتل په راتلونکو ټاکنو کې خپلې رایې زیاتې کړي خو له ټاکنو وروسته که ټرمپ بریالی هم شي نور به د افغانستان د سولې پروسه د هغه لپاره لومړیتوب نه وي.

همدارنګه د متحده ایالاتو حکومت به دا فکر کوي چې په افغانستان کې د جګړې له شدت سره دوي ته زیان نه رسیږي.

له ۲۰۱۳ کال راهیسې چې افغان ځواکونو د خپل هېواد ساتنې مسوولیت اخیستي امریکايي عسکر له طالبانو سره مخامخ جګړه نه کوي ځکه نو د تلفاتو وېره یې نشته. په همدې ترتیب په افغانستان کې د امریکا مصارف په پام وړ توګه را کم شوي دي. د بیلګې په توګه په ۲۰۱۱ کې دوي ۱۰۷ میلیارده ډالره مصرف کړي وو خو په ۲۰۱۹ کې یې لګښتونه ۵۲ میلیارده ډالر وو، دا مصارف به نور هم کم شي ځکه د ۲۰۲۰ په نومبر میاشت کې د امریکايي عسکرو شمېر له ۹۸۰۰ نه ۴۵۰۰ ته ټيټ شي.

پورته دلایلو ته په کتو به سپينه ماڼۍ په دې فکر شي چې نور د ټرمپ د حکومت لپاره افغانستان په لمړیتوبونو کې نه دې. 

دریم: افغانستان به د تروریزم مرکز شي سیمه به هم ګواښي. 

په ۲۰۱۵ کال کې د داعش، خراسان څانګه تاسیس شوه. دوی به د ایران او منځني اسیا لور ته خپل حضور نور هم زیات کړي.  داعش خراسان، د ایران او شیعه ګانو ضد ده. دوی شیعه ګان کافران ګڼي او تر اوسه یې زرګونه په همدې نوم وژلي دي، په ایران کې د ګڼو بریدونو په کولو او زیات شمېر ایرانیانو په وژلو سره د داعش دغې څانګې ایران ته ژور سرخوږی جوړ کړی.

 د ۲۰۱۸ کال په سپتمبر کې داعش-خراسان د ایراني پوځیانو پر رسم ګذشت برید وکړ چې د نظامي افسرانو په ګډون یې ۲۵ تنه ووژل. د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې د ایران پر پارلمان په حمله کې ۱۲ تنه ووژل او ۴۶ نور ټپيان کړل. اوس که ایران د سوله ییز افغانستان په جوړولو کې مرسته ونه کړی، د سولې د خبرو له ناکامۍ وروسته به د داعش خراسان څانګه پر ایران لا نور بریدونه هم وکړي. 

د داعش پیاوړتیا مرکزي اسیا هم ګواښي، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې مشر الکساندر بارتینکوف تاجکستان ته د سفر پر مهال وویل له افغانستان نه د داعش خراسان څانګې تهدید شته او دغې ډلې خپل ۵۰۰۰ جنګیالي د افغانستان په شمال او مرکزي اسیا په جنوب کې ځای پر ځای کړي دي. 

له ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۸ پوري ترهګرو په منځنۍ اسیا کې ۱۹ بریدونه کړي چې اکثرو کې يې داعش خراسان لاس درلود او شاوخوا ۱۴۰ تنو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. 

تېر کال د نومبر په میاشت کې داعش د تاجکستان ازبکستان پر پوله امنیتي پوسته په نښه کړه او ۱۷ تنه یې ووژل. مسکو منځنۍ اسیا د داعش له پراختیا نه اندېښنه لري. 

 دا یواځي د داعش خراسان څانګه ده بلکه ګڼې نورې د ترهګرو او یاغیانو ډلې هم رامنځ ته کېدونکي دي. په ۲۰۰۱ کال کې چې امریکا پر افغانستان برید وکړ یواځي القاعده وه خو اوس د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو ډلو شمېر تر شلو اوړي.

دایمي سولې ته د رسېدو لپاره د افغان حکومت او طالبانو تر منځ روانې خبرې د ټولو لوریو لپاره تاریخي فرصت دې. که دا پروسه ناکامه شي ناوړه پایلې به یې هم ټولو ته متوجه وي. امریکا باید افغانستان پرینږدي، که یې پرېښود دغه هېواد به بیا د ترهګرو په مرکز بدل شي چې پایله یې به د ۲۰۰۱ کال د ستمپر د ۱۱ یوولسمې د بریدونو په څېر وي. 

که سیمه ییزو اندېښنو ته وکتل شي افغانستان اړ نه دی چې له ګاونډیانو د سولې خیرات وغواړي بلکه سیمه ییز هېوادونه باید د خپل خوندیتوب په خاطر د سولې په پروسه کې صادقانه رول ولوبوي، ځکه د ناامنه ګاوندي په موجودیت کې د دوي ثبات هم امکان نه لري. د سولې د خبرو د ناکامې له ناوړه پایلو طالبان هم استثنا نه دي، ځکه ټرمپ کېدای شي په یو حیرانونکي ټویټ کې له قطر نه ګوانتانامو ته د طالب مشرانو د وړلو امر وکړئ.