۲۰۲۰ کال پورې وارد شویو یو کلي موټرو ته اسناد ورکول کیږي

۲۰۲۰ کال پورې وارد شویو یو کلي موټرو ته اسناد ورکول کیږي


  • 1 کال دمخه (31/10/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 345

 

مالیې وزارت وايي، د افغانستان لاس واردو شویو یو کلي موټرو ته قانوني اسناد ورکوي.

مسولین وايي، چې ۲۰۲۰ کال کې او تر هغې وروسته په غیرقانوني توګه واردېدونکو موټرو ته اسناد نه ورکوي او له واریدونکو سره به یې قانوني چلند کیږي او موټر به یې قید کیږي.

مسوولین وايي، چې بې اسناده موټرو ته به په پنځو پړاونو کې اسناد ورکړل شي.

یو کلي موټرو ته د اسنادو د ورکړې مرحلې:

·        د یو کلي موټر څښتن به لومړی له اړوند سایټ څخه فورمه ترلاسه کوي او له ډکولو وروسته به یې ګمرک ته سپاري.

·        دغه فورمه به د ګمرکاتو له لوري ټاکل شوي کسان په درې ورځو کې په اړوندو بنسټونو کې طی مراحل کوي .

·        په درېیمه مرحله کې به موټر حضوري چک کیږي، محصول او مالیه به یې اړوندې ادارې ته تسلیموي.

·        څلورمه مرحله کې به اسناد د ترافیکو ریاست ته لیږل کیږي او پاتې کارونه به یې بشپړیږي.

·        او پنځمه مرحله کې به د ترافیکو ریاست له لوري موټر ته پلیټ ورکول کیږي.

چارواکي وایي، چې له ۱۹۹۱ تر ۲۰۲۰ ماډل پورې ټولو هغو موټرو ته د یو لړ تخیفیفونو په اساس اسناد ورکوي، چې په غیرقانوني توګه را وارد شوي دي او د افغانستان لاس وي.

هغو موټرو ته چې یو کلي دي مختلف تخفیفونه ورکول کیږي:

·        د ۱۹۹۱ څخنه تر ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې ماډل لرونکي موټر به ۸۵٪ تخفیف په ورکولو سره راجستر شي.

·        د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۱۰ کلونو په منځ کې ماډل لرونکي موټر به ۷۵٪ تخفیف په ورکولو سره راجستر شي.

·        او د ۲۰۱۱ نه تر ۲۰۲۰ کلونو په منځ کې ماډل لرونکي موټر به ۳۵٪ تخفیف په ورکولو سره راجستر شي.

د مالیې وزرات په داسې حال کې یو کیلي موټرو ته اسناد ورکوي، چې د افغانستان په اکثره ولایتونو کې بې اسناده موټر چلیږي چې له امله یې ډېری امنیتي پېښې د همدغو موټرو په واسطه ترسره کیږي چې د دې کار په ترسره کولو ښایي د جرایمو ګراف را کم شي.