د روشنګرۍبحث

د روشنګرۍبحث


  • 11 مياشتي دمخه (30/10/2020)
  • محمدیار یار
  • 341

موضوع: د سولې روان بهیر او د عامو افغانانو فردي مسؤلیت (آزاد بحث)

نېټه: د جمعې ورځ د عقرب ۲ یمه، کال ۱۳۹۹ ل.ل

د روشنګرۍ لکچرونو په لړ کې دا ځل د سولې په برخه کې د افغانانو پر فردي مسؤلیت باندې آزاد بحث وشو. محمدیار یار، رمضان غوري، حکمت سروش، انجنیر نثار صالح، روزالدین میوند، ګل بلوڅ او ډاکتر نعیم افضلي‎ د موضوع اړوند نظرونه څرګند کړل؛ نژدې ټول په دې باور ول، چې موږ هر یو، فرد- فرد، د خپلو امکاناتو او توان په اندازه، د سولې راوستو، اوربند غوښتنې او جنګ سره د مخالفت په برخه کې مسؤل یو چې په یوه یا بل شکل غږ پورته کړو.

د دې تر څنګ د سولې ولسي حرکت ډېر مهم وګڼل شو. له هغه سره د پراخې همکارۍ ضرورت بیان شو، خو دا یادونه هم په خواشینۍ سره وشوه چې څومره دا حرکت بېساري مثبت نوښت او د ډېر لوی تکلیف په زغم سره را پیل شوی دی، په هماغه تناسب ور سره عامه همکاري و نه شوه چې دا زموږ د بې تفاوتۍ څرګندوی ده. دا هم یاده شوه چې دا مهال چې په دوحه کې د حکومت او طالبانو مذاکراتي پلاوي سره مخ شوي، نو د سولې ولسي حرکت مسؤلیت دی چې لا نور فعال شي، ځکه چې په دې برخه کې په ولسي سطحه بل داسې معتبر آدرس نشته.

ښاغلي محمد یار یار وویل چې د سولې لپاره یوازې حکومت، سیاسي رهبران یا د جنګ دخیل اړخونه مسؤل نه دي، آن هغوی ممکن خپلې ګټې په جنګ کې وویني یا که وایو چې د سولې کیلې د دغه یا هغه هېواد سره ده، نو بهرني هېوادونه خو زموږ په جنګ کې ګټې لټوي، ځکه نو دلته زموږ ملت او د ملت هر فرد مسؤل دی چې لاس و پښې ووهي. د یار په نظر، موږ باید د توطیې پر تیوري هم ډېر باور و نه لرو چې د دنیا چارې ټولې امریکا کنټرولوي یا زموږ هرڅه د خارجیانو په لاس کې دي، ځکه دا د یوه ملت جمعي اراده وژني او د بې مسؤلیتۍ په احساس یې اخته کوي. نوموړي داهم وویل چې موږ اکثره د ډېرو بې اهمیته پېښو اړوند په ټولنیزو رسنیو کې د بې معنا غبرګونونو  یو موج را پورته کوو،  مګر کله چې هره ورځ لسګونه ملکي تلفات رامنځته کېږي چې دا نن په هلمند کې تقریباً لس زره کورنۍ چې نژدې پینځوس زره کسه کېږي، د جنګ له امله بېځایه شوي، خو چندانې د ولسي غبرګون درک نشته یا له هلمنده د سولې ولسي حرکت، نه یوازې مسؤلانه حمایت یې و نه شو بلکې یو نیم جدي خلکو یې هم په وړاندې بې منطقه څرګندونې وکړې.

ښاغلي رمضان غوري د سولې اړوند زموږ پر بې تفاوتۍ خواشیني وښوده؛ ویې ویل چې له سولې ولسي حرکت پرته موږ په ولسي سطحه د سولې لپاره کار نه دی کړی. نوموړي خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړ چې له کوېټې څخه یو بلوڅ مبارز - ماما قدیر-،  د بلوڅو د امن لپاره کراچۍ ته پر پښو ولاړ، د انګرېزانو په مهال د پښین له خاکساران کلي څخه یو کس د انګرېز خلاف ډهلي ته پر پښو ولاړ؛ همدارنګه په سوله ولسي حرکت کې یو کس پر لکړو او بل له دواړو سترګو محروم، له هلمنده کابل بیا مزار ته پیاده ولاړل؛ نبي علیه السلام، پاچاخان، صمدخان، ګاندي، نیلسن منډیلا او د دنیا مبارزین، یو- یو کس وو خو لوی انقلابونه یې راوستل، که موږ هم، هر یو په خپله برخه کې سولې ته کار وکړو ډېر څه کېدای شي. نوموړي په افسوس وویل چې ده فکر کاوه چې د دوحې خبرو له پیل سره به د سولې او اوربند په ملاتړ د کابل په چمن حضوري کې حد اقل دوه لکه کسان را ووځي په ولایاتو کې به پینځوس- پینځوس زره خلک را ووځي مګر متاسفانه هېڅ دغسي حرکت و نه لیدل شو، نو پر دې اساس موږ ډېر بې حسه او لږ بېوسه یو، که لږ مو حس را ژوندی او خپل وس ته متوجه شو نو موږ په تاریخ کې لوی کارونه کړي او د سولې په برخه کې یې بیا هم کولای شو. د رمضان په نظر دا تبلیغي جماعت په هندوستان کې د سي آی اې له خوا جوړ شوی. دوی اوس په افغانستان کې دومره نفوذ کړی چې پر دېوالو خپل شعارونه لیکي، اما دا کار یې په پاکستان کې نه شوای کولای. نوموړي زیاته کړه چې د سولې ولسي حرکت ته یې دغسې وړاندیز وکړ چې ډلې وټاکو، خپلې غوټې په شا او جوماتو ته د سولې پیغام ورسوو خو دا و نه شوه. د ده په وینا، موږ به یو وخت د لوی افغانستان دعوه کوله مګر نن پاکستان پر ډیورنډ هم قناعت نه کوي، راغلی دی زموږ ټول وطن لاندې کوي او د دې مخنیوی زموږ د ټولو وظیفه ده.

ښاغلي سروش سیمې ته د افغان سیاستوالو سفرونه د یوې خطرناکې لوبې څرګندوی وبلل؛ ده اساسي نقش د هند و پاکستان وګاڼه، ځکه دا دواړه هېوادونه خپل نژدې کسان ور غواړي؛ د نوموړي په نظر  یو تغییر راتلونکی دی، اما داچې څنګه به وي؟ د افغانستان به په ګټه وي یا تاوان؟ څه نه شي ویلای. دا چې تر اوسه د ۴۱ ورځو په ترڅ کې یوازې د خبرو پر طرزالعمل توافق نه دی شوی، نو اټکل کېدای شي چې دا څومره سخته پروسه ده! تر دې وروسته بیا د اجنډا خبره ده، حکومت به اول د اوربند خبره کوي خو طالب اړخ د اوربند او د جنګ عوامل بحثوي؛ د دوی په نظر، د جنګ عامل خارجیان دي او دوی به د خارجیانو تر وتو پورې اوربند و نه مني.  د سروش په اند د طالب - امریکا تړون خو اوسنیو خبرو ته لار خلاصه کړه، اما طالب باید د دې ځواب ووایي، که امریکا د شش درک پېښې غوندې، د یوه امرکایي د وژنې په نتیجه کې امریکا تر خپل تفاهم تېرېږي او د خبرو اساس له منځه ځي نو بیا به د افغانانو او طالبانو خبرې څنګه کېږي؟ د ده په باور د عامه توقع خلاف د افغانستان د اسلامي جمهوریت هیئت خپل یووالی او هماهنګ دریځ ثابت او تر اوسه یې ښه ساتلی دی. سروش وویل، دلته ځینې راتلونکې پېښې هم پر دغو خبرو تاثیر لرلای شي که ټرمپ بیا راځي، تګلار به همدا اوسنۍ وي، خوکه جوبایډن کامیابېږي، نو هغه به تر ډېره خپل پر داخلي مسائلو لکه کرونا او نورو باندې تمرکز کوي او د افغانستان مسئله به یوڅه شاته کېږي. بله دا چې همدا اوس د خارجیانو د وتو اړوند د زلمي خلیلزاد، ټرمپ او د هغه د امنیتي مشاور رابرټ اوبراین نظریات سره فرق لري. ناټو او اروپایي ټولنه تر اوسه د افغان حکومت له موقف سره برابره روانه ده، اما د امریکا دننه د نظریاتو اختلاف، طالب ته انرژي ورکوي او د ټرمپ تر ټویټ وروسته چې تر نوي کال پورې ټول امریکایان باسي، طالبانو جنګ تېز کړ. سروش هم د خلکو رول مهم وباله، ویل یې که یوازې دغه اندازه خلک چې په ننګرهار کې ویزو ته را وتلي ول، د سولې لپاره را ووځي نو د حکومت، طالب، آن امریکا پر پالیسیو هم تاثیر کولای شي،مګر سوال دا دی چې دغه خلک څنګه را وایستل شي؟ د ده په نظر، اوس ډېر مناسب وخت دی چې د سولې ولسي حرکت خپل فعالیت چټک کړي.دوی اوس یو بنسټ جوړ کړی.باید تشویق شي او همکاريور سره وشي او د خلکو د رایستلو چاره چټکه کړي.

د ښاغلي صالح په نظر؛ که څه هم جنګ خپله یوه بداخلاقه پدیده ده خو  جنګ هم خپل اخلاق و اصول لري مګر په دغه جنګ کې هېڅ ډول د جنګ نورمونه نه مراعتېږي او هر څوک په پټو سترګو وژل کېږي؛ طالبان د خپلو نظامي مخالفینو تر څنګ، هر فکري مخالف او مدني فعال هم وژني. د ده په نظر پرون د ټرمپ او جوبایډن په وروستۍ مناظره کې یوازې یو وار د افغانستان نوم یاد شو خو بیا هم د امریکا په سیاست کې د افغانستان مسئله سور سویچ دی، که ټرمپ راځي یا بایډن د افغانستان پر مسئله خاص پالیسي حوړوونکي شته، د هغو د پلان مطابق به مخته ځي. اوس افغانستان له امریکا سره ستراتیژیک او امنیتي قراردادونه لري. دا که هر څوک رییس جمهور کېږي، دا قرارداد به مراعتوي. امریکا اې، بي او سي پلانونه لري. موږ چې کله پر افغان سوله خبره کوو، باید نړیوال وضعیت مطالعه کړو چې څوک څه غواړي؟ کله چې خلیلزاد کانګرس ور وغوښت، ور ته ویې ویل که له القاعده سره د طالب اړیکه ثابته شوه، مسؤل ته یې! نوموړي دغه او نورو سوالو ته بې ځوابه پاتې شو؛ بله دا چې ټرمپ د بي پلان له مخې وویل، که طالب له تفاهملیکه سرغړونه وکړي نو دوی به برق غوندې بېرته افغانستان ته ور شي. تاسو وګورئ چې له ویټنامه پرته، امریکا له کوم بل هېواده وتلې ده؟ د صالح په نظر، د غني او امرالله صالح تر منځ، د نظریاتو توپیر هم سمه خبره نه ده چې غني طالب سیاسي مخالف او صالح یې په شدت تروریست بولي. له دغه وضعیته طالب ګټه اخلي. ده وویل چې د عامه تأسیساتو ساتنه اصلاً د خلکو مسؤلیت دی چې له بده مرغه، زموږ په تعلیمي نظام کې د تهذیب، ملي ارزښتو او سولې اړوند یوه خبره هم شاګرد ته نه کېږي؛ باید په مساجدو، مکتبونو او نورو تعلیمي بنسټو کې د ملي منافعو اړوند بحثونه رامنځته شي؛ پاچاخان یوازې سیاسي فعال نه، بلکې یو ټولنیز مصلح او ذهن جوړوونکی هم وو؛ دا ډېره ضروري مسئله ده. د امریکا د وتو اړوند، باید عمومي وارخطایي نه وي؛ ده په دې باب د امرالله صالح دریځ منطقي وباله چې امریکایان دې ووځي خو موږ باید خپله خپل ځانونه جوړ کړو.بله دا چې یوازې موږ امریکا ته اړ نه یو، بلکې هغه هم په سیمه کې خپلې ګټې او موږ ته اړتیا لري.

ښاغلي روزالدین میوند چې په شپږو کالو کې یې د کورنۍ شپږ کسه شهیدان شوي، وویل چې خدای په هېڅ آیت کې د مسجد یا بلې ودانۍ د ړنګېدو امر نه دی کړی بلکې انسانان یې ودانۍ ته امر کړي او سوله یې خیر بللې ده. د ده په اند، نور باید سوله له ارمانه زموږ په هدف بدله شي؛ بله دا چې د سولې ولسي حرکت، زما په ژوند کې تر ګردو بېساری ابتکاري حرکت دی، چې باید ور سره رابطه و همکارې ولرو، خو د حرکت مشر اقبال خیبر باید د حکومت یا طالب په وړاندې ډېرې تېزې څرګندونې ونه کړي او دا مشوره باید ده ته مخامخ ور کړو. بله داچې یو تباه کار طالب راځي زموږ له پوهنتونو فارغېږي،  بیاهم طالب وي او وطن ورانوي خو زموږ په تعلیمي سیسټم کې دا توان او بحث نشته چې محصل ته د وطندوستۍ او ملي ارزښتو احساس ورکړي. د میوند په اند، د سولې اړوند یوازې ولسمشر مسؤل نه دی بلکې موږ ټول باید هڅه وکړو؛ موږ باید اجازه ورنه کړو چې بیا بې نظامه شو، جنرال او د دې وطن ښځه په پاکستان کې مزدور او سوالګره شي.

نوموړي پر جمهوریت او جمهوري ارزښتو هم بحث وکړ؛ په ۱۹ کالو کې، د جمهوریت تر چتر لاندې پرمختګو ته یې اشاره وکړه او د جمهوریت غېږه یې ډېره پراخه وبلله چې هر څوک پکې ځایېږي، مګر د امارت غېږ یوازې د طالب لپاره ده؛ ده په حکومت کې د فساد په منلو سره وویل چې که جنګ وي، نو دا اداري فساد او مشکلات هم نه شي حلېدای او باید موږ هر فرد، د خپلو مسؤلیت په درک سره، آن که یوه- یوه فیسبوکي جمله هم ولیکو، تاثیر به یې لرلی وي.

ښاغلي ګل بلوڅ وویل چې د دوهمې نړیوالې جګړې مهال په اروپا کې چپي روشنفکران د جګړې خلاف راټول شول او تعهد یې وکړ چې هېڅ یو به په جنګ کې د خپل هېواد ملاتړ نه کوي، سل کاله وروسته، هغه روشنفکران چې تعهد یې مات او په جنګ کې یې د خپلو هېوادو ملاتړ وکړ، نن یې ټول علمي کارونه په صفر کې ضرب او په بد نوم یادېږي خو نن چې هر ځای د جنګ خلاف خبره کېږي، ریښه یې د هماغو چپیانو دریځ تهرسېږي.

د بلوڅ په اند، موږ باید هر وخت او هر ځای، د هرې جګړې خلاف پاتې شو خو یوازې د هغو جګړو ملاتړ وکړو چې د طبقاتي هڅو په وړاندې کېږي. ده وویل چې د پاکستان یا ایران خلاف شعارونه باید ور نه کول شي، بلکې په دغو هېوادو کې د چپي، ډیموکراتیکو او ملي جریانو ملاتړ وکړو او باید د اروپایي ټولنې غوندې، دلته هم د یوه فدراسیون لپاره لار خلاصه شي.

بلوڅ د جمهوریت خلاف وویل چې دغه نظام د انسانانو لاسونه ورتړي او یوازې هغه ورځ آزاد پرېښوول کېږي چې کله خپله رایه کاروي. ده زیاته کړه چې په دغه نظام کې یوازې یو څو کسه هوسا شول، نور ملت تباه شو؛ نوموړي سوسیالیستي سیسټم حللاره وبلله، هغه هم په ۱۹۱۷ کې د اکتوبر له انقلاب څخه تر ۱۹۲۹ پورې دوره، باید د الګو په توګه انتخاب شي. د ده په نظر، په سوله کې درې اړخونه مطرح وي؛ یو تړون، بل یې ساتنه او درېیم یې په خلکو پورې اړوند اړخ دی.لومړی او دوهم اړخ یې د حکومتو کار دی.درېیم یې چې د خلکو دی، باید د خلکو له خوا په خود جوش ډول وپالل شي، نه د حکومتو د فرمایش له مخې، که څه هم د بلوڅ له خوا، د جمهوریت د بدیل په توګه، د سوسیالیستي نظام له وړاندیز سره ځینو ګډونوالو مخالفت وښود، خو په وروستیو کې ډاکتر نعیم افضلي باور وښود چې سوله راځي مګر جنګ نه ختمېږي ځکه چې موږ و نه توانېدو چې له خپلو ګاونډیو سره په روابطو کې اعتدال رامنځته کړو؛ داسې چې همسایه هېوادونه هم د خطر احساس و نه کړي او د افغانستان ګټې هم وساتل شي.

ښاغلي ډاکتر افضلي د سولې په روانو خبرو کې، د سولې اړوند ادبیات نامناسب وبلل؛ بالخصوص د امرالله صالح څرګندونې یې قطعاً لازمې و نه ګڼلې، ویې ویل چې د سولې په بحث کې مصلحت یو اصل دی، تاسو له مصلحت پرته، منطقي نتیجې ته نه شئ رسېدلای. د نوموړي په نظر، د جمهوریت پلاوي په ښه اتفاق او هماهنګې سره عمل کړی دی، مګر طالبان د خشونت د مختلفو انواعو په تجربې سره، هڅه کوي چې برلاسي تر لاسه کړي.

د ده په نظر، ملت باید د ټولو ملي- فرهنګي ارزښتو په دفاع سره، د جمهوري ټیم او ملي دفاعي ځواکو حمایت وکړي او دا حمایت د بېلابېلو ټولنیزو- فرهنګي فعالیتو په ترڅ کې څرګند شي؛ باید د سولې بحث پراخ او تر خلکو ورسېږي چې په دې توګه د سولې داعیه لا ځواکمنېږي. طالب په اطرافو کې نفوذ لري، باید د اطرافي خلکو منځ ته د سولې ارزښت انتقال شي، په ښارو کې خلک د جمهوریت او سولې په ارزښت پوهېږي. بله مسئله له امریکا سره د قرارداد ده چې باید د هغه مراعت ته امریکا متوجه کړای شي او دا هله متوجه کېدای شي چې زموږ مدني بنسټونه مظاهرې وکړي، د توافقنامې مواد بولټ او مخامخ له کانګرس سره په تماس کې شي چې هغوی د قرارداد الزامي و اجرایي اړخو ته توجه وکړي؛ اما له بده مرغه، دا ډول فعالیتونه له امکاناتو پرته نه شي کېدای، باید له مختلفو اړوندو ادرسو څخه منابع تر لاسه شي.

د بحث په وروستیو شېبو کې ډاکتر افضل اسلم د روشنګرۍ پروګرام د کاري ميتود، نظم او دوام لپاره، د نظریاتو په اخیستو سره، بحث پای ته ورساوه.

د ودان افغانستان په هیله

به امید افغانستان آباد

و.ا.ګ ـ فرهنګي کومیسیون