د کندهار په ارغنداب کې خونړیو جګړو خلک له خپلو کورونو بې ځايه کړي دي.

د کندهار په ارغنداب کې خونړیو جګړو خلک له خپلو کورونو بې ځايه کړي دي.


  • 9 مياشتي دمخه (29/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 335

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې څو ورځې پرلپسې جګړې د دغې ولسوالۍ خلک سخت اندېښمن کړي دي، د ارغنداب اوسېدونکي وايي، چې له څو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ خونړۍ جګړه نښتې ده، چې له امله یې دوی د کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کندهار سربېره د هېواد په زيات شمېر ولايتونو کې خلک د جګړو او نا امنيو له دوام څخه ستړي دي او بې شمېره قربانۍ ورکوي.

ولسي خلک د دغو جګړو دوام د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې په خبرو کې بې پروايي ګڼي او له دوى غواړي، چې ژر تر ژره دې توافق ته ورسېږي ترڅو د امنيت په فضا کې خپل ژوند ته ادامه ورکړي.