د هلمند څلورمه او لسمه حوزه د طالبانو له ولکې پرېوته.

د هلمند څلورمه او لسمه حوزه د طالبانو له ولکې پرېوته.


  • 10 مياشتي دمخه (28/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 322

دفاع وزارت وايي، چې تېره شپه د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو د هلمند د بولان، بشران، چاه انجير، د لښکرګاه د څلورمې او لسمې حوزې سيمې بېرته ترلاسه کړې.

ويل کېږي، چې يادو سيمو څخه امنيتي ځواکونو تکتيکي شاته تګ کړى و، چې تېره شپه يې بېرته دښمن سره له مقابلې وروسته يادې سيمې د هغوى له شتون څخه پاکې او په خپله ولکه کې يې واخيستې.

دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کېږې، چې په هلمند ولايت کې امنيتي وضعيت مخ په خرابېدو روان دى.