لسګونه مېرمنو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

لسګونه مېرمنو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.


  • 9 مياشتي دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 332

نن د سه شنبې  په ورځ د لړم په ۶ نېټه د لغمان ولایت مرکز او پنځه واړو ولسوالیو لسګونه تنه مېرمنو د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال له دواړو خواوو د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

دوى یادونه وکړه، چې په افغانستان کې جګړې ډیر زیان مېرمنو ته رسولی او هیله ده، چې تل پاتې اوربند او سوله راشي، ددې ترڅنګ يې په وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور دې په دې ولس رحم وکړي او د نورو په اشارو دې خپله خاوره او وطن نه ورانوي.

بايد ياده شي، چې لدې وړاندې په ننګرهار او څو نورو ولايتونو کې هم ډېر شمېر مېرمنو د جنګ د ختم او د اوربند د جوړېدو غږ پورته کړى ٶ.