افغانستان او نړیواله ټولنه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حفیظ الله خالد
  • 512

تیر کال د سوریی   هیواد کی د ورښت د نه وریدو او دوامداره  وچکالیو له کبله د هغه هیواد د کرهنی سکتور او د ژوند چاپریال له  یو جدی خطرسره مخامخ شو، د سوریی چارواکو  د وچکالیو د زیانونو د جبران پخاطر د نړیوالی ټولنی څخه د  عاجلی مرستی غوښتنه  وکړه  ،د ملګروملتو  اړونده ارګانونو د نړي  شتمنو هیوادونو ته   د ( ۳۵ ) ملیونه ډالرو  مرستی  درخواست وکړ، د څلورو میاشتو په تیرودو سره  د ملګرو ملتو او سوریی  چارواکي پدی و نه توانیدل چی  پنځه دیرش ملیونه ډالره   مرسته  تر لاسه کړي او  یوازی   د (۲۷ ) ملیونه ډالره  مرستی  ژمنه  د څو  محدودو هیوادو څخه   تر لاسه شوه .
که اوس  موږ  د سوریی د هیواد حالت چی پدی بریالی نشو   ( ۳۵ ) ملیونه  ډالره مرسته  د نړیوالی ټولنی نه لاس ته راوړي  زموږ هیواد  سره  چی په تیرو اوو کلونو کی  د نړیوالې ټولنې د بلیونونو ډالرو بیدریغه اوسخاوتمندانه مرستو سره پرتله کړو  نو جوته به شي  چۍ په امریکی کی د ۲۰۰۱ کال  د سپتامبر د میاشتی د حملی نه وروسته زموږ هیواد ته  د نړیوالۍ ټولنۍ بی څارۍ توجه  راوښتۍ دی  ، د سوریی  د هیواد چارواکو  د څلورو میاشتو کی ونکرای شو  ( ۳۵ ) ملیونه ډالره مرسته   تر لاسه کړی   حال دا  چی  افغانستان سره  یوازی د فبروري د میاشتو  څلورو اونیو کی   د (  ۱۹۲) ملیونه  ډالرو  په  شاوخوا کی  د مرستی ژمنه شوۍ  (  يونیسف  ۲۷ ملیونه ډالره   د روغتیا وزارت   سره، جرمنی او عربی اماراتو هیوادونه  ۴۵ ملیونه ډالره د مزارشریف د هوائی ډګر د بیا راغا ونی  سره ،  امریکا  ۵۰ ملیونه ډالره د غزني د ښار  ودانولو سره ، انګلستان ۵۰ ملیونه پونډه  (۷۰ ملیونه ډالره) د هلمند ولایت  او کجکی بند پروژی سره  )  .... بی  بی سی
د دی مثال د راوړلو  نه زما موخه یوازی د دی خبری  وضاحت  دی چی زموږ هیواد د نړیوالی ټولنی  د مرستۍ نه زیاته  ګټه  اخستی او  هر ځلی  چی د ملګرو ملتو  او افغان چارواکو لخوا افغانستان سره د مرستۍ  اپیل شویدی دی  د نړي  زیاد شمیرو هیوادونو دی غوښتنی ته  مثبت  ځواب  ورکړۍ او  د چاپان نه نیولی بیا تر استرالیا   اروپائی  اتحادیی او امریکی  پوری  د نړي شتمنو هیوادونو  زموږ د هیواد د بیا ودانولو ، مخدره توکو سره  د مبارزۍ  او د دولت نورو سکتورونو سره   د یادولو وړ مرسته کړی او د خپلو خلکو د مالیی او تکس پیسی یی   افغانستان سره   د مرستی لپاره ځانګړی کړيدي .
د پاریس په کنفرانس  کی چی د ۲۰۰۸ کال  د جون د میاشتی په ۱۲  د نړي د ۶۵ هیوادونو او ۱۵  بین المللي سازمانونو په ګډون  سره  د پاریس ښار کی  جوړه  او په هغه  کی د نړي بیلابیلو هیوادونو او نړیوالو ټولونو افغانستان سره  د شلو بیلونو ډالرو  مرستی  ژمنه وکړه  دا مرسته سربیره په هغو ۲۵  بلیونه ډالرو مرسته  ده  چی د نړي مختلفو هیوادونو او سازمانونو  لخوا د ۲۰۰۲ کال راپدیخوا افغانستان سره د مرستی  ژمنه  شوی ، د پاریس په کنفرانس کی  امریکا  ( ۱۰،۵  ) بلیونه ډالره، نړیوال بانک (  ۱،۱) بلیونه ډالره ،جاپان ( ۵۵۰  ) ملیونه ډالره ، انګلستان  ( ۶۰۰) ملیونه پونډه  ( ۱،۱ بلیونه ډالره) اروپائی  اتحادیه ( ۷۷۰ ) ملیونه ډالره ، هند (۷۵۰ ) ملیون ډالره  ، کانادا  ( ۱،۹   ) بلیونه ډالره او همدارنګه  د نړی ډیرو نورو هیوادونو   هر هیواد د خپلی اقتصادی وسی تر اندازی  افغانستان  سره د مرستی ژمنه   کړی  ... «  ۱  » 
بی له شکه که دا ټولی  نړیوالی مرستی په شفافه  اوموثره  توګه  د افغانستان  په بیا ودانولو کی  پکار شوای وای   اوس  به   د افغانستان  د خلکو په اقتصادی او اجتماعی  ژوند کی   د پام وړ مثبت بدلون  راغلی وای او  یا کم تر کمه د ژوند ضروری آسانتیاوی  به زموږ خلکو ته برابر شوي وای خو په ډیر تاسف  چی د دی مرستو زیاته برخه   د اداري فساد په  وجه   ضایع  شوي او تر اوسه زموږ هیواد  وال  د نړیوالی ټولنی د بلیونونو ډالر و مرستو سره سره  هماغسی  په فقر او بیوسی کی ژوند کوي.
د ( اوکسفام  )غیردولتی ټولنه  چی مرکز یی په انګلستان کی دی  په خپل یو رپوړت  کی  افغانستان  سره  د  نړیوالی ټولنۍ د  مرستو په باره کی لیکي : افغانستان سره د نړیوالی ټولنی  د مرستو زیاته اندازه  د  خارجی مشاورینو  په جیګو معاشونو ، لوکسوګاډو او نقلیه وسایلو   په  رانیولو د دفترونو په سینګارولو، او نورو غیر ضروری  لګښتونو کی لګول شوي دي ،   د اوکسفام د راپور پر اساس د بیلونونو ډالرو   د بین المللی ټولنی مرستو سره سره افغانان  لا هماغسی  تر اوسه  په فقرا و بیوزلی کی ژوند کوي واقعا  د ډیری خواشینۍ ځای دی چی موږ  ونکړای شو افغانستان  ته د دی  استثنائی  حالت نه   هغسی چۍ لازمه  وه   د خپل وطن د آبادي لپاره ګټه  پور ته کړو .
بل عمده  لامل  چی  زموږ هیواد کی  د  ډیروستونزو  زیږنده  ده  هغه د دولت  په  ارګانونو کی د  همغږي  (هماهنګی)  او همکارۍ  نشتوالی  ده چی تر اوسه په مختلو شکلونو د  چارو دپرمختګ  په لاره کی خنډ ګرزیدلی ، د مثال په توګه   د  کابل  ښاروالی  د چارواکو  د ښاری پراختیا د وزارت  او د ابو او بریښنا د وزارت  تر منځ  د کارونو د  نه همغږی  او یو بل سره  د  ناندریو  او یو په  بل  باندی د کارونو د بیرته پاتی کیدو  پړه  اچول  د دی  لامل شوۍ  چی کابل ښاریان  حتی د ډیرو ضروري  ښاري  آسانتیاو نه تر اوسه بی برخی پاتی وي.
د مقننه قوۍ   ( پارلمان  )  او  اجرائیه قوۍ  ( حکومت )   ترمنځ د همغږي او همکاری   نشتوالی په تیرو دریو کلونو کی   د ډیرو ستنوزو سبب شوی   زیاد شمیر وکیلان  تر اوسه   د باندنیو چارو وزیر د ولسی  جرګی له خوا بی باوره  شوۍ   وزیر بولي   ، د باندنیو چارو، مهاجرینو د چارو، او سوداګرۍ د وزیرانو نه د ولسی جرګۍ  د  باور د رایی بیر ته اخستل په خپله  د مقننه او اجرائیه قواوو تر منځ د  نه همغږۍ او بی باورۍ  څرګندۍ نښی دي.
له بده مرغه د همغږۍ  نشتوالی نه یوازی د دولت   په  د ننه   مختلفوارګانونو کی   بلکه  د افغانستان  د دولت او   د  ملګرو ملتونو دفتر  د چارواکو تر منځ هم  لیدل کیږي ، د  ملګرو ملتو د سرمنشی  بان کی مون  ، نومول شوي  استازی  ښاغلۍ پډي اشډون  چی د افغانستان د  دولت له  مخالفت په وجی له خپلی نوی دندی نه لاس په سر شو  پخپله د دی خبری یو ثبوت دۍ  د ښاغلی پدی اشډون  سره مخالفت څو اونۍ د داخلی او نړیوالو رسنیو د خبرو نو په سر کی ځای درلو بهتر خو دا وو مخکی له هغه نه چی ښاغلی اشدون  د ملګرو ملتو د سر منشي لخوا پدی  دندی  ونومول شي  د ملګرو ملتونو چارواکو سره  پدی هکله خبری شوای وای ، په تیرو څوکلونو کی  ډیر داسی  پیښۍ  لیدل شوي چی  د دولتی  چارواکو او ملګرو ملتو د مامورینو تر منځ د همغږۍ  د نه شتون څرګندوی دي.
او بالاخره  د دولت د امنیتي ارګانونو او نړیوالو  ځواکونه سره   د چارو د نه  همغږۍ  په نتیجه کی افغان ملکی وګړو ته   نه جبیره کیدونکي  ځانۍ او مالي  زیانونه رسیدلی  چی  مثال یی د شیندند ، عزیز آباد ، لغمان    زړه بوګنونکي پیښۍ دي چی زموږ  د سل هاوو  بیګناه ملکي انسانانو د وژلو سبب ګرزیدلی دی . که د ملی اردو او بین المللی ځواکونو تر منځ  په عملیاتو کی هماهنګي او همغږي   موجود واۍ  هیڅ کله به هم داسی خونړي  پیښی منځ ته نه  راته.
دا یو څرګند حقیقت  دی چی د  یوی  کوچنۍ اداری نه  چی په هغه کی څو کارکونکي  یوبل تر څنګ خپل کارونه مخته بیایی   بیا تر  یو ی لوی اداری، وزارت او بالاخره  د  دولتي دستګاه   تر سطحی  پورۍ چی  د یوه هیواد امنیتی ، اقتصادی ، سیاسی  او فرهنګی  چارۍ مسئولیت  په غاړه  لري  که  د  اړوندو ارګانو  تر منځ همغږی ، همکارۍ  او تفاهم موجود  نوي هیڅکله به هم   هغه  اداره   پدی   ونه  توانیږی چی  د ستونزو په حل کی  بریالی شي ، یو ښه  اداره چي  هغه ده چی  د نورو صفاتو تر څنګ  د خپل ادارۍ د غړو او اړوندو ارګانونو  تر منځ د چارو د  پرمختګ او سمون پخاطر  همکاري تفاهم او همغږي  منځ ته راوړي .
نن زموږ  هیواد   د هر وخت نه زیاد  یوی سالمی اداري دستګاه  او د چارو   همغږي ته  اړتیا لري او که داسی ونشي  د زیاتو نورو کلونو په تیریدو او  د نړیوالی ټولنی  د بلیونو ډالرو  مرستو سره سره به   زموږ هیواد همداسی ویجاړ او  خلک به مو په راتلونکو کلونو کی هم  په فقر او بیوزلی کی ژوند کوي. وسلام
(۱) یادونه : د دی لیکنی په برابرولو کی د پاریس د کنفرانس د اسنادو د بی بی سی ، نړیوال او داخلی  مطبوعاتو نه استفاده شوی