د بدخشان د پستې حاصلات د تېرکال په پرتله ۳۶ سلنه زيات شوي

د بدخشان د پستې حاصلات د تېرکال په پرتله ۳۶ سلنه زيات شوي


  • 7 مياشتي دمخه (27/10/2020)
  • عمران دانش
  • 236

بدخشان کې د پستې حاصلات د تېر کال په پرتله ۳۶ سلنه زيات شوي دي. د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، چې د دې ولايت د پستې سږني حاصلات ۵۵۰ مټريک ټنو ته رسېږي.

تېرکال د بدخشان د پستې له کروندو څخه ۲۰۰ مټريک ټنه پسته ټوله شوې وه.

د بدخشان د کرنې رياست د پستې ونو دپرېکېدو مخه نيولې ده، د ځنکلونو د ساتنې ټولنې يې جوړه کړې او په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکړې ده.