د پېښور ښار په يوه مدرسه کې چاودنه شوې.

د پېښور ښار په يوه مدرسه کې چاودنه شوې.


  • 11 مياشتي دمخه (27/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 455

امنيتي چارواکي وايى، چې نن له غرمې مخکې د پېښور ښار په زرګرآباد سيمه کې د يوې ديني مدرسې دننه چاودنه شوې، چې له امله يې ٧ تنه مړه شوي او له ٧٠ تنو څخه زيات ټپيان دي.

د پاکستاني پوليسو پر وينا، په يوه بکس کې چاودېدونکي توکي راوړل شوي او په مدرسه کې ځاى پر ځاى شوي ٶ.

د پېښې پر ځاى کې عيني شاهدانو ويلي، چې په ياده مدرسه کې شاوخوا زر کسان په سبق ويلو بوخت ٶ، چې پېښه رامنځته شوې ده.

تر دې مهاله د پېښې مسٶليت هېڅ کومې ډلې پر غاړه ندى اخيستى.