جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د هوایي قواوو قول اردو څخه لیدنه وکړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د افغانستان د هوایي قواوو قول اردو څخه لیدنه وکړه.


  • 3 کاله دمخه (25/10/2020)
  • انوش ننګیال
  • 1223

نن ماښام ‏جمهور رئیس محمد اشرف غني د يوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان د هوایي ځواک د ظرفیت ستاینه وکړه، او هغوى ته يې ډاډ ورکړ، چې دوى د حکومت د رهبرۍ بشپړ ملاتړ لري او هغه ظرفیتونه چې پخوا ورته نه و برابر اوس رامنځته شوي دي. هغه زیاته کړه، چې د دښمنانو پر وړاندې د دوى منظمه مبارزه د دې لامل شوې، چې د افغانستان دښمنان د جګړې په ډګر کې ماته وخوري.

‏د هیواد جمهور رئیس د خپلو خبرو په پای کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلولي وستايله او د دوى مبارزه يې برحقه، مشروع، ملي او اسلامي وګڼله، ددې ترڅنګ يې ترې مننه وکړه، چې د هیواد د ناموس دفاع او د خلکو ساتنه کوي.

ولسمشر غني د هېواد هوايي ځواک په داسې حال کې ستايي، چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې جګړې روانې دي.