د ولسمشر لومړي معاوین امر کړای

د ولسمشر لومړي معاوین امر کړای


  • 3 کاله دمخه (25/10/2020)
  • ډيوه نيازی
  • 1244

کابل شپاړسمې حوزې جنایي مدیر نوی راغلی سړک د سر یو عاجز دوکاندار چې ځوان هلک دی ترې د زر افغانیو موبایل کارت غوښتی, هلک ورته انکار کړای چې کارت نه لرم.

 ځوان یې ووهه او ورته یې وویل دوکان دې ټول کړه موږ ته د ولسمشر لومړي معاوین امر کړای چې د سړک د سر دوکانونه ټول کړئ

ما مداخله وکړه چې ولې دې دا ځوان ووهه او د توکو پېټۍ دې ورته دغسې وشېندله ?

که تا ته د ولسمشر لومړي معاوین امر کړی وي انساني او ټولنیز اصول دا دي لکه د انسان راشه دغه ځوان ته د ولسمشر لومړي معاوین امر ورښکاره کړه او تر څنګ یې حداقل یوه ورځ وخت ورکړه او بیا په احترام یې دوکان ور ټول کړه, کله چې له یو ځوان سره عقدي او ضدي برخورد کوئ په وهلو یې شړې دا ځوانان تاسې په زوره مجبوروئ چې بیرته ستاسې پر ضد داعش او طالب ته ولاړ شي 

که داسې له عمومي سړک څخه دوکانونه ټولوئ چې نه یې د عامو خلکو او نه هم د موټرو مخه بنده کړې اخیر دا ځوانان او غریب کاره خلک څه وکړي چیرته ولاړ شي په داسې حال کې نه لویې او نه هم کوچنۍ د کار کولو فابریکې لرئ او نه هم د کار کومه بله زمېنه ?

تاسې خو په زوره ځوانان مجبوروئ چې غلاوې او قتلونه وکړي ځکه حلال رزق کټلو ته یې په ارامه نه پریږدئ د زر افغانیو کارت اخیستلو لپاره ورسره ضدي او عقدي برخود کوئ.

په حکومت او اړوند مسوولینو غږ کو نن خو دغه ځوان ترې ما خلاص کړ که دی انسان وي ضمیر ولري زما خبرې یې بس دي اما په حوزو کې ناست رشوت خواره مو درسره کنترول کړئ د بې ځایه ځورونو مخه یې ونیسئ, په ټولنیزو اخلاقو او اصولو سمبال کارمندان مو ټولنې ته وړاندې کړئ.

زموږ ټولنه جنګ, غربت او رواني ناروغیو ځپلې ده له دې پسې نوره مه خرابوئ.