د عامه ساتنې ملي تصدۍ ۴۲۲ ساتونکو ته بری ليکونه ورکړل شول

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ۴۲۲ ساتونکو ته بری ليکونه ورکړل شول


  • 9 مياشتي دمخه (21/10/2020)
  • عمران دانش
  • 267

د عامه ساتنې ملي تصدۍ ۴۲۲ ساتونکو ته بری ليکونه ورکړل شول. 

د عامه ساتنې ملي تصدۍ د رسنيو څانګې  مشر ضیا ودان وویل: ((هغه مراسم چې په همدې موخه د ښوونې او روزنې مرکز قوماندانۍ کې نيول شوي وو، د بېلابېلو رييسانو او قوماندانانو تر څنګ پکې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رييس مل پاسوال خوشال سعادت هم ګډون کړی و.))

هغه وايي، ښاغلي سعادت ساتونکو ته په خپله لارښوده او تشويقي وينا کې دوی وهڅول چې خپلې دندې په دقت، صداقت او مسلکي ډول ترسره کړي او خپل هېواد ته په ټول توان خدمت وکړي.

ودان زیاتوي، یاد ساتونکي به سر له سبا دندو ته ولېږل شي او دوی به د هېواد سترې ملي پروژې، عامه شتمنۍ، خصوصي سکتور او د کتارونو د ساتنې مسؤليت پر غاړه واخلي.