جاپان کې د اوښکو استاد

جاپان کې د اوښکو استاد


  • 11 مياشتي دمخه (20/10/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 320

جاپان کې د اوښکو استاد

جاپان کې د هایدیوفومي یوشيدا په نوم یو تن ځان ته د اوښکو استاد وايي او خلکو ته د اوښکو بهولو چل ښايي.

یوشيدا له اته کلونو راهیسې د  ( ټیرز ټیچر)  په نوم ویبسایټ لري،  تر اوسه یې له پنځوس زره تنو څخه زیاتو خلکو ته د اوښکو بهولو زده کړه ورکړې.

یوشیدا وايي: اوښکې تویول  پر دماغو فشار کموي، د زړه ټکان سموي او په ټوله کې د روغتیا لپاره ګټورې دي.

هغه وايي: له ژړا وروسته د انسان څېره روښانه کیږي او توصیه کوي چې هر انسان باید اونۍ کې یو ځل خامخا وژاړي چې پر دماغو یې فشار کم شي او ازاده زنده ګي وکړي.

یوشيدا د بشري سرچینو مدیریت تر څنګ د ارواپوهنې استاد دی، د ویبسایټ چلولو تر څنګ وخت پر وخت د اوښکو بهولو هنر زده کولو لپاره ورکشاپونه جوړوي.

***