د شاه رخ خان او کاجل (دل والی دلهنیا لی جاینگی) فلم 25 کاله پوره شول


  • 11 مياشتي دمخه (20/10/2020)
  • اسير مشواڼی
  • 400

هندي سینما:

د شاه رخ خان او کاجل (دل والی دلهنیا لی جاینگی) فلم 25 کاله پوره شول

 

د هندي سینما نامتو لوبغاړو شاه رخ خان او کاجل د خپلو ټولنیزو رسنیو پيژندیالونه (پروفایلونه) په یو وخت بدل کړل.

دغه عکسونه د شاه رخ خان او کاجل د مشهور فلم (دل والی دلهنیا لی جاینگی ) دي، چې د هندي سینما مینه والو ته یې پخواني یادونه ورپه زړه کړل.

دغه فلم 25 کاله پخوا په همدې ورځ نندارې ته وړاندې شوی و، شاوخوا 100 کروړه هندي روپۍ یې ګټلې وې او د ډېرې مودې لپاره په سینماګانو چلېده.

د دغه فلم د 25 کلونو پوره کېدو  په ویاړ لندن کې د شاه رخ خان او کاجل مجسمې هم لګول کيږي.

***