ښاغلي عبدالباري جهاني نوښتګر اومخکښ شاعر اولیکوال


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • انجنیرعبدالقادر مسعود
  • 513

شعر هغه هنري اثر دی چې ښکلي او په زړه پوري کلام ته او خوږوترکیبونو اوظاهري فورم اوشکل ته اړتیا لري . د شعر ښکلا دشعر  په  معنا، کلام اواحساس کې او دشعر دفورم اوشکل  په  وسیله  انعکاس مومي . شاعر بایدخپل شعري مطلب  داسې تنظیم اوترتیب کړي چې شعر یې معناولري او یو ښکلې فورم او شکل پیدا کړي . دی بایدله هغوترکیبي عناصرونه لکه: احساس،عاطفه، تخیل، وزن،کلام اودټولنې داسی نورو پدیدو نه ګټه واخلي، چې شعر یې معنا پیداکړي اود ده شعر ته یو ښکلې فورم اوشکل ور په برخه شي ،او د ده  دشعر اساسي معنا،مفهوم اوموضوع روښانه شي او دی خپل هدف ،موخه اوپیغام په خپل شعر کې خلکو او ټولنې ته  بیان کړي . اساسي اصل د یو شعرپه معنا کې نغښتې دی،جانبي موضوع یې فورم او شکل دی .
زموږ  هیواد  د  لوړو  شاعرانو،  ادیبانو  او لیکوالانو ټاټوبې دی ، چې  زموږ  خلک  اوهیوادوال دشعر اوادب سره له پیړیو پیړیورا هیسې یوه ځانګړې مینه اوعلاقه لري .
زموږ په ټولنه کې د شعر هنرته دشاعرانو، ادیبانواولیکوالانو له خوا ډیره پاملرنه شوې  ده . زموږ  زیاتره  شاعران  د  خپل  ښکلي  او په  زړه  پوري کلام  ، فهم اوادراک اوسپیڅلي احساساتواو عواطفوپه وسیله ټولنیز اهداف او دټولنې غوښتنې په ډیر
انساني توګه بیان کړې دي . دوی په خپلو آثارو کې خپل دردونه او دټولنې ناخوالې اودخلکو اوهیواد سره خپله مینه او خلوص په ډیر عالي شکل انعکاسوي . دوی دخپل علم اوپوهې په وسیله دخپلې ټولنې ستونزې او دهیوادوالو خوږې اوترخې ته پاملرنه
کړې ده ، او دحل لاره یې ورښوودلې ده .
د ښاغلي عبدالباري جهاني له نامه سره زموږ هیوادوال او په تیره بیا زموږ  پښتانه  آشنا دي، او ورباندې ویاړي او د قدر په سترګو ورته ګوري . دی دپښتنود اوسنیو شاعرانو په منځ کې هغه ځلیدونکې ستورې دی ، چې دخپلو شعرونو په وسیله یې پښتو ادب تود اوځلانده ساتلې دی . 
جهاني صیب زموږ دهیواد یو تکړه، وتلې ، پیژندل شوې پیاوړې اوخوږ ژبې شاعر، ادیب،لیکوال، ویاند، ژباړونکې اوژورنالیست دی .
دی د خدای بخښلي  حاجي عبدالاحمدخان زوی دی چې په(۱۳۲۷ ) لمریز کال کې د
کندهار په ښار کې زیږیدلې دی .لومړنۍ زده کړې یې د کندهار په ښار کې دمیرویس نیکه په لیسه کې سر ته رسولې دي، او بیاپه۱۹۷۲کال کې دکابل پوهنتون دادبیاتو
اوبشري علومو له پوهنځې څخه فارغ شوې دی .
جهاني صیب زموږ دهیواد دپښتو د ادب په تاریخ کې هغه ځلانده اوغوره څیره ده،
چې د ده شعرونواو اثارو زموږ پښتو ادب ښکلې،روښانه اوپیاوړې ساتلې دی .       
شعر ویل  آسان کار  نه  دی، ځانته یوځانګړې استعداد غواړي او په دی لاره کې تلل یومشکل کار دی . خدای پاک جهاني صیب ته دغه استعداداوذوق ور په برخه کړې دی . ده د کوچینوالي  څخه  د مشهورو  شاعرانو شعرونه  لوستل  او  ورسره  یې مینه درلوده ، او دښوونځې په دوره کې ده خپلې شعري انګازې خپرې کړې، خوهغه وخت چې پوهنتون ته راغې نو دا انګارې نوری هم پیاوړې اوبشپړې شوې . د ده شاعري چې یونازک اولطیف فن دی تر اوسه پورې دوام لري .جهاني صیب   هغه  وخت  چی لوړې زده کړې یې پای ته  ورسولې خپل کار یې په پښتو ټولنه کې پیل کړ.  په  پنځه ویشت کلنې کې  دکابل مجلې  د مسوؤل مدیر  په توګه هم دنده  تر سره کړې  ده ، او دوه کاله  یې  د  پوهنې  په  وزارت  کې  کار کړې  دی .
ده دانګلیسي ژبې د زده کړې لپاره دوه ځله بیروت ته سفر کړې دی . کله چې په هیواد کې حالات بدل شول، ده په ۱۹۸۱کال کې پاکستان ته کډه وکړه، هلته دوه کاله پاتې شو د امریکاغږ رادیوکې یې  آزموینه په بري پای ته ورسوله، اوبیا وروسته دامریکا متحده ایالاتو ته ولاړ، اوتر اوسه پورې هلته دمهاجرت شپې سبا کوي .دی دامریکاغږ رادیوپه پښتو څانګه کې د ژورنالیست په توګه کارکوي . 
جهاني صیب داوسنیوشاعرانواو لیکوالانوپه منځ کې یو ځانګړې ځای او مقام لري.
دی نه یوازې د پښتوادب یوپیاوړې شاعر اوادیب دی  بلکې په نورو ژبو هم  آثار لري.
ده  د نړۍ  د بیلا بیلوشاعرانو شعرونه  او  آثار په  پښتو ژبه  ژباړلي دي . د ده  ادبي او فرهنګي شخصیت نړیوال شهرت او مقام لري ، دی نه یوازی په هیواد کې د ننه بلکې
په بهر کې هم د سترواو لوړولیکوالانواوادیبانوله خواستایل شوې دی . 
د جهاني صیب شعرونه د ولس دژونداوحالاتواصلي او واقعي تصویرونه انعکاسوي.
د ده په شعرونو کې دپخواني، نن اوسبادحقیقي اوعیني ژوندانساني هیلې، جسارت، مستي، یاغیتوب، عواطف اواحساسات پراته دي ، چې آوریدونکي، لوستونکي، او لیدونکي یې بې  اختیاره د ژور اغیز لاندې راځي او احساسات یې راپاروي .             
د  ده   په   شعرونو کې  د  واقعي عشق  ، مینه  او محبت ، سوز  او ګداز  او   د  طبیعیت دمناظرواو ښکلا نه  رانیولې ترملي،اجتماعي،علمي، تصوفي اواخلاقي کچه پورې تصویرونه اومفاهیم نغښتي دي .
دشعر هنر، دموسیقې هنر،  شاعران،  هنرمندان  هغه  فرهنګي شتمنې دي،  چې دیوبل سره تړاو لري . دموسیقې هنر دشعر دهنر په وسیله بشپړ، ځلانده اوتازه کیږي .                
دجهاني صیب شعرونه یوځانګړې موسیقیت لري ،خوکله چې دده شعرونه د هنرمندانوپه  خوږو اوښکلو آوازونو، طرزونو  او کمپوزونو کې د رادیوتلویزون له لارې دساز په څپوکې مینه والو ته وړاندې کیږي، ښکلا یې لا پسې زیاتیږي . 
د جهاني  صیب شعري کلام   د ده  د پاک اوسپیڅلي  زړه کلام دی، چې په نورو زړونو خپل  اغیز  لري . دی یو دروند شاعر دی، ځانګړې قلم اوځانګړې ژبه لري . دی د نرم او لطیف  مزاج  اوملي احساس او د روانې طبعی شاعر دی . دی دیو ممتاز او نازکخیال شاعر په توګه د نیکو اوصافو او لوړو اخلاقو خاوند دی . دی دخپل وطن اوملت سره
ځانګړې  مینه  لري . د ده په ذهن او روان کې ملي نظر، ملي احساس خوندي دی .          
دی آزادي ،خپلواکي، دموکراسي،ملي عدالت او انصاف اوملي وحدت ته علاقمنددی، اوپه دی لاره کې یې د خپل سپیڅلي قلم اوخوږ کلام په وسیله ستر فعالیتونه ترسره  کړي  دي .  دی  د پښتون ،  پښتونوالې  او  پښتو ژبې  سره  یوه  ځانګړې  مینه  اوخواخوږی لري  .  ده د پښتو ژبې او د پښتوادب  د ودې لپاره لوی خدمتونه کړې دي، چې  د ده  نوم او د ده ادبي هلې ځلې زموږ  د پښتو ادب په تاریخ کې نه  ورکیدونکي او
نه   هیریدونکي  دي  . لنډه   دا  چې که   د  جهاني صیب   پر شاعرۍ ، او  لیکوالۍ  او پښتونوالۍ هر څومره   وغږیږو بیا هم کم دي .
په راتلونکې کې دښاغلي جهاني صیب سره یوځانګړې مرکه لروچې په خپل وخت کېبه خپره شي .
په ډیردرنښت : انجنیرعبدالقادر مسعود
دجهاني صیب دشعرونو ځینې بیلګې :
 
 جـلـوه
زه رباب ته مي شـهـبـاز يي
زه نـغـمـه يـم تـه مي ساز يي
زه مـقـام يـم تـه مي سور يي
زه اّهـنـگ يـم ته اّواز يي
تـه لـمـبـه يي زه دي شـمـع
زه پـتـنـگ ته مي پرواز يي
زه مـجـنـون تــه مـي جـنـون يي
زه مـحـل تـه مـي مـمـتـاز يي
تـه مي سـر د لـيونـتـوب يي
ته زما د جـنـون راز يي
هم نـاظـم يي هم مي نـظـم
تــه هـم سـوز يـي هـم گـداز يي
زه لـه كــومـي فـنـا تـشتـم
چي انـجـام تـه مـي اّغـاز يي
دا د كـومـي پـيـالـي بـنـگ دى
چـي نــشـي پــكـي مـسـتـيـإي
دا د كـومـي نـغـمـي شـرنـگ دى
چــي شــهــبـاز پـكـي نــڅیږي
دا د كــومـــي ســلـگـې اور دى
چـي لـمـبـي پـكـي ويـلـيـإي
دومـره پـوه يــمـه چي تـه يـي
هـم وجـود ييهـم جـلـوه يي
تـصـويـــر سـتـا د جـمـال زور دى
مـحـفـل سـتـا د لـمـبـې شـور دى
غزل
په ژوند مي نصيب نه سوې جنازې ته دي درځم
د يــــــــار دوصل خيا له هد يرې ته دي د رځم
يو تشــــــــــه وعده يې دځوانۍ په بيه غواړم
سوالګرنه يــم آسمانه چي کاسي ته دي درځم
منم چي ترمــــــنز له يې سکرو ټي دي کرلي
دالار په ماودانـــه د ه کوڅې ته دي د ر ځم
يو لحظه د ي مــــــــــخ له رقيبا نو پټو مه
لمبي خا مو شه نه سې تما شې ته دي درځم
داستادميني اوردي چي محفل رنګينومه
پانوس رنګه بليږم بدرګې تــــه دي درځم
محشر
شېخه مه راځه محشر دی مځکه سوځي آسمان سوځي
خم له اوره سره چوي پياله سوځي پيمان سوځي
د سکروټو محجرونه د سینو ګرداب ته لوېږي
په دوزخ کې پایکوبي ده  څپه سوځي توپان سوځي
د سوما له خمه اخلي نوش په نوش وروستي جامونه
د زردشت لحد اور واخیست خرقه پوش زاهدان سوزي
مهارت د علم غواړي په محفل چې ور ګډېږې
د پخو رندانو ځای دی سست مذهب او ایمان سوځي
دا مسلک د خرابات دی په هر خم کې خرابي ده
حریفان په کې غرقېږي ساقي سوځي رندان سوزي
بد مستان دي هیاهوی دی شوبې دم په دم ماتېږي
چیغې ورغلې محراب ته توبه سوځي شیخان سوځي
د مطرب ګوتې نڅېږي له شهبازه لمبې څاڅي
څوک تازه محفل ته راغی چې بورا ورته ځان سوزي
عقل لاره ورکه کړې د جنونو غېږې ته لوېږي
دجنونو حکم چلېږي دانا سوزي  نادان سوزي
جهاني لارې يې څاره هسې نه چې سره ورک شي
زمانه په زړه کږه ده قول سوزي پيمان سوزي
غزل
د انتظار سترګې مې سرې وې ما دې ﻻر څــــــــــــارله
د هيلو ورځې مې تيارې وې مــــــــــا دې ﻻر څـــــارله

درته خيرات مې وزرونه نذرانـــــــــــــــه ايــــــــــښي وو
ستا به په کوم پانوي کې شپې وې مـــا دې ﻻر څارله

ژبې ګونګۍ وې ايشارو د تورو نکــــــــــــــل کــــــــاوه
پاتې نسکورې پيمانې وې ما دې ﻻر څــــــــــارلــــــــه

کلونه تېر وو ﻻرو نه وايه تصير د پــــــــــلونــــــــــــــو
هېرې د شپو څخه کيسې وې ما دې ﻻر څــــــــارلـــه

لکه يعقوب د کاروانو لارې مې ستړې کـــــــــړلــې
نصيب د مصر زولنې وې ما دې ﻻر څـــــــــــــارلـــه

زما د شهيدو ارمـــــــــــــانــــــــونو جنډې ونړېدې
ستا په مزار شناختې ويدې وې ما دې ﻻر څــارله

د ( جهاني ) قسمت رنظور انظـــــــــار ورســـيدی
د سترګو تور مې هديرې وې ما دې ﻻر څـــــــارله
غزل
د شــــمعې په څـــــېر سوځو له خپل ځانه سره ځو
که وصـــــل که هـــــجــــران وي د جانانه ســــره ځو
د تورو په حـــساب دي ورکــــــــې ﻻرې د ترږميو
منزل چاته مــــــــعلوم دی د اســــــــمانه سره ځو
تش نوم د ساحل اورو يــــو تصوير د بيړۍ وينو
په څاڅــــــــکو په ګامونو له تـــــــــــــوپانه سره ځو
سېراب يې نکړې شــــــونډې سل کلونو سرابونو
له چـــــــــــغو سره راغلو لـــــــــه ارمـــــــانه سره ځو
شبنم غونــــــدې مو ﻻرې له ګلونو شولې ورکې
د اوښــــــــــکو په زولۍ کې له ګــــرېوانه سره ځو
د غله ديدن شېبې يې لکه خوب هسې پناه شوې
په نيـــــمه شپه کــــــــې راغـــــــلو د اذانه سره ځو
توښه مو په تندي کې د صــــنم سجدې اخيستې
احــــــــــرام تړو پر ﻻرې له مـــــــــغــانه ســـــره ځو
زاهـــــــــــده په تيارو کـــــې د تسپو غږونه اورم
کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو
قــــــــــاصده زما سلام دی په ټـــــــولي د رقيبانو
مونږ داســـــــــــــې مېلمانه يو د مېزبانه سره ځو
اغاز دی که انجام دی راز په سل پردو کې نغښتی
هــــــــــــوښيار که لېوني يو د زندانه ســــــــــره ځو
د ژوند په راز پوه نه شو ( جهاني ) سبا به نه يو
يو څو بې نومه سيوري له کاروانه ســـــــــــره ځو
نه به ته يې نه به زه يم                 
يوه ورځ به دا جهان وي نه به ته يې نه زه يم
هم به مځکه هم آسمان وي نه به ته يې نه به زه يم

سيپن لاسونه د ساقي به ګرځوي پيالې د مُلو
سره جمع به ياران وي نه به ته يې نه به زه يم

د پانوس لمبې به سوځي بې فرياده وزرونه
بل محفل نور به رندان وي نه به ته يې نه به زه يم

تور لښکر به د اغيارو څوک په تور د مينې وژني
بل منصور بل به ايمان وي نه به ته يې نه به زه يم

د باطل نمرود به اور وي د حق چيغې شوروي
څوک خليل به ور روان وي نه به ته يې نه به زه يم

لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه
ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم

څوک به ناڅي څوک به خاندي څوک به مات وي تر غم لاندې
هم ساحل هم به توپان وي نه به ته يې نه به زه يم

بازاري مينې به پلوري اشارې دبورو سترګو
ګناهکار به عاشقان وي نه به ته يې نه به زه يم

له شهبازه به را اوري "جهاني" ستا غزلونه
ستا دمينې به داستان وي نه به ته يې نه به زه يم
غزل
هغه  ګرېوان  چې د  ازله  د  ګنډلو  نه  و
جنون  يې هم  د زولنو د ټينګېدلو نه  و
 
د ارمانونو په ساحل مې بېړۍ ډوبه شوله
بيده قسمه دا ګودر د غرقېدلو نه  و
چې بې خبره دې رخصت شوم له حضوره څخه
د عزرايل خاموش  پيغام  د  اورېدلو نه و
د دار پر سر   که   مې نارې د انالحق وهلې
شيخه معذوز  يم هغه سُر ستا  د ويلو  نه  و
يوازې ما د خپل جانان قولونه واخيستله
دا کوه طور د فرعونانو د ليدلو نه و
زه په لمبو کې سوځېدم جلوه مې وليدله
هغه مقام د هر خامبازه د ورتللو نه و
چې "جهاني"  يې  د پېړيو په وعده اوبيږي
خواره زاهده هغه  جام ستا د چښلو نه و
دعوه
کندهار مې د بابا په قباله دی
که پنجشير دی که واخان دی وطن زما دی

هره لوېشت مې د نيکه او بابا ګور دی
په هر ګام باندې لحد او کفن زما دی

هر غاټول يې زما له وينو رنګ اخيستی
دا په وينو روزل سوی چمن زما دی

له نيکه راپاتې سوی په ميراث دی
دا د مشکو رباتونو خــــُــتن زما دی

سرداري يې زما په پچه ده ختلې
له آمو تر مست هلمنده مامن زما دی

که تاجک دی که اوزبک دی يو افغان دی
ددې خاورې هزاره ترکمن زما دی

چې فکرونه د نفاق پالي په سر کې
امتياز يې د وهلو کشتن زما دی

ښه يې زما دي ، بد يې زما دي هر څه زما دي
ددې خاورې ارغوان او زغن زما دی

دلته هره تيږه کاڼی بدخشان دی
دا لالونه، غرونه غرونه دمن زما دی

د ازل تقسيم باغوان يم پيدا کړی
دا بهار دا لاله زار او ګلشن زما دی

دا مورچل مورچل پکتيا او دا شېربريتي
چې فلک به کوږ ورګوري دښمن زما دی

که ميرويس دی که اکبر که مسجدي دی
هره توره، هر ميدان او تورزن زما دی

فتحه زما ده، فخر زما دی، جشن زما دی
شهيد زما دی د ويرژلو شيون زما دی

چې په زړه کې څه درتېر نسي اسمانه
چې پرون مې د نيکونو و نن زما دی
غزل
جــــــانــــانـــــه پــــــه سجدو درته راغلئ يمه ځم
          څــــــو ورځي دي په غېږ کي اوسېدلئ يمه ځم
د اوښکو په ګامونـو اسوېلـــــو در څخه ولاړم
         لــــــه ستــــــرګـــــو تر بــــــاڼو را رسېدلئ يمه ځم
تـــــر اوسـه مي باقي دي پر کوڅود پلونو نښي
        يـــــــــو عمـــــــر پــــــــــــر دې لارو ژړېدلئ يمه ځم
پېغور چي د سيالۍ مي د رقيب را پاته نه سي
         ســــــل ځـــــله دي ســـــــــکروټـو ازمېيلئ يمه ځم
ته ناست وې لاس تر غــاړه له رقيب سره همراز
        پــــــر شمـــــع د مـــــحفل دي کړېــــــــدلئ يمه ځم
د عقل پـــــــر کوڅـــــو مي کاڼو سر دئ پېژندلئ
         پــــه ټـــــول د لـــــــــــېونو کي چي ښاغلئ يمه ځم
لــــــه شپـــــو څخه دي ولاړم جهاني رنګه په صبر
         لــــــه شــــرنــــــګه د نــــــغمې دي پرېوتلئ يمه ځم
شعر از خیام
گر باده خوری تو با خردمندان خور
یا با صنمی لاله رخ خندان خور
بسیار مخور ورد مکن فاش مساز
اندک خور و گه گاه خور و پنهان خور
ژباړونکې : عبدالباري جهاني
له هوښیارو سره نوش که د سرو میو ډک جامونه
یا ملګري که پۍ مخي ښایسته لکه ګلونه
نه چې وران دی له مستۍ سي د رندانو محفلونه
لږ یې نوش که کله کله او پټ وساته رازونه
شعر از خیام
من دامن زهد و توبه پی خواهم کرد
با موی سپید قصد ی  می خواهم کرد
پیمانه عمر من به هفتاد رسید
این دم نکنم نشاط کی خواهم کرد
ژباړونکې : عبدالباري جهاني
له توبې او له پرهیزه ور تیریږم په زر ځله
په دا سپینو ویښتو ځمه ډکومه پیاله خپله
چې د عمر پیمانه مې بر اویا ده رسیدلی
چې دا نن لا مستي نه کړم دا مستي به کوم کله 
دجهاني صییب یو ښکلې شعر چې دی کلیپ په شکل جوړ شوې دی ، دی تاسو پاملرنه ورته راګرځوم .
دا لاندنې پته وګورې
http://www.youtube.com/watch?v=TPyjQWAPJzs