استاد بريالی باجوړی د واقعي پېښو انځوروونه او ذهني اعتدال


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 1212

بيا هم د پښتو کيسه ليکنې بحث سره غځوو او يو داسې کيسه ليکوال درپېژنو او پر کيسو يې درسره غږېږو، چې نثر يې ساده، روان او واضح دی. هغه کيسه ليکوال، چې ډېر ځله د خپلو کيسو لپاره خاص او استثنايي موضوعات غوره کوي: (( ډېر کوښښ کوم، چې عام نه بلکې لږ څه استثنايي موضوعات را واخلمه. پخوا به زما ادبي دوستانو همېشه پر ما دا انتقاد کاوه، چې دا موضوع خو استثنايي ده، دا دې ولې را اخيستې ده، خو زه وايم که عام موضوعات سړى ډېر راواخلي نو هغه تکرار غوندې راځي. ځينې عام موضوعات مې هم را اخيستي دي، خو ډېری موضوعات مې استثنايي دي.))
دا ښاغلی کيسه ليکوال پوهنمل استاد بريالی باجوړی دی، چې په ګروهه يې ښه کيسه، هغه کيسه ده، چې عامه موضوع په کې نه وي نغښتل شوې: (( زما په نظر ښه کيسه، هغه ده، چې موضوع يې ښه او ډېره عامه نه وي، کرکټرونه يې ژوندي او ډيالوګونه يې ډېر لنډ خو تشريحي نه وي او ورسره ورسره ښه حادثه، ښه تلوسه او ښه پاى ولري.))
پېژندنه:
پوهنمل بريالى باجوړى د ښاغلي شهريار باجوړى زوى، په ١٣٣٦ لمريز کال د کندز ولايت د چهار درې په ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. په ١٣٥٢ لمريز کال په ننګرهار او خوشحال خان لېسو کې تر فراغت درې کاله وروسته، د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې په لوړو زده کړو بوخت او په ١٣٥٨ کال کې د نوموړي پوهنځي له پښتو څانګې نه فارغ او په همدغه پوهنځي کې يې د استاد په حيث په کار پيل وکړ.
په ١٣٦٦ کال کې يې په ادبياتو کې ماسټري واخيسته او د همدغه کال د وږي په مياشت کې ليکوالو ټولنې ته راغى او د نوموړې ټولنې په بېلابېل برخو کې يې کار وکړ، چې د کدر له امتيازاتو هم برخمن و. په ١٣٧١ د حالاتو له ترنګلتيا سره پېښور ته مهاجر شو او په ١٣٧٢ لمريز کال کې يې د بي بي سي په تعليمي پروګرام کې دنده پيل کړه.
په ١٣٧٣ لمريز کال کې د نوي کور نوي ژوند ډرامې د پښتو برخې د ليکوالو په ډله کې راغى او په ١٣٧٦ کال کې د نوي کور نوي ژوند د مجلې مسوول مدير شو، چې تر ننه پورې د يادې مجلې او د ماشومانو لپاره د کتاب خپرولو د برخې مشر دى.
بريالى باجوړى په ١٣٨٢ لمريز کال کې بېرته هېواد ته راستون او په کابل کې هستوګن دى، په تنکي عمر کې يې کيسه ليکنې ته مخه کړې او لومړۍ ليکلې کيسه يې پښېمانه قيدي نوميږي: (( ډېر پخوا، چې زه په ښوونځي کې وم، همهغه وخت به، له کوزې پښتونخوا ځينې کتابونه راتلل، په تېره بيا داستاني کتابونه. لکه د مهدي شاه باچا، قلندر مومند، ماسټر کريم. دلته په خپله په کابل کې به هم ځينې اثار چاپېدل، محمدګلاب ننګرهارى دې خداى وبښي، هغه د بهير په نامه يو کتاب چاپ کړ، چې په هغه کې يې ځينې داستانونه د کوزې پښتونخوا راوړل. موږ تقريبا ماشومان وو، چې دغه کتابونه مو کتل، ډېر خوند به يې راکاوه، نو په دې توګه ورو ورو په دغه وخت کې زما له کيسه ليکنې سره مينه پيدا شوه.))
د باجوړي صاحب په وينا،  هغه وخت دلته په افغانستان کې د احسان الله هېر د ((رنځور)) په نامه مجموعه چاپ شوه، چې دا به يې لوسته او په دې توګه يې له کيسه ليکنې سره مينه پيدا شوه: (( کله، چې لږ لوړو صنفونو ته لاړم، نو ما کيسې پيل کړې، په لومړى ځل په ١٣٥٠ کال کې زما کيسې په ننګرهار مجله کې چاپ شوې.))
تر اوسه پورې د استاد باجوړي د کيسو درې ټولګې د تښتېدلى خوب، ګيلې او سفر په نومونو چاپ او خپرې شوې دي. د سيف الرحمن سليم شفقونه او د خاطر اپريدي د منزلونو په نومونو شعري ټولګې هم د استاد باجوړي په سمونې، سريزې او هلو ځلو چاپ شوې دي.
سر بېره پر دې د سلو په  شاوخوا کې ليکنې يې د هېواد په مطبوعاتو کې چاپ شوې دي. درې نور کتابونه يې د سواد زده کړې په اړه دي، چې د بي بي سي ادارې له خوا چاپ شوي دي.
دمګړى هغه د دوو ناولونو په ليکلو هم بوخت دى، چې په نږدې وخت کې به بشپړ او د چاپ په ګاڼه وپسولل شي.
ليکوالي:
پر نورو ځانګړنو سربېره، د ښه کيسه ليکوال غوره ځانګړنه دا ده، چې د نثر ژبه يې سمه، روانه او واضحه وي. استاد باجوړی زموږ د وخت همداسې يو کيسه ليکوال دی. کابو ټولې کيسې يې له همدې ځانګړنې برخمنې دي. استاد اسدالله غضنفر، له همدې امله د ده کيسې غوره بولي او لولي يې: (( موږ د کيسو ډېر ليکوال لرو، چې ځينې يې ښې کيسې هم ليکي، ښې موضوعګانې او ښه پلاټ ورته پيدا کوي؛ خو بيا هم ښه کيسه ليکوال ځکه نه وي، چې نثر ته چندان اهميت نه ورکوي، خو استاد باجوړى زموږ له هغو کيسه ليکوالو دى، چې نثر ته ډېر اهميت ورکوي. که رښتيا ووايم زه د ده کيسې او مقالې د ده د ښه واضح، بليغ او فصيح نثر له کبله لولم.))
بازمحمد عابد هم په همدې ګروهه دی او وايي، چې د استاد باجوړي ژبه ډېره نرمه، ساده او روانه  ده او د ډېرو زشتو  او سختو ترکيبونو په دام کې نه ده ګېره: (( څنګه، چې د ده ژبه ساده ده، همدغسې د ده کيسې هم د سمبولونو په دام کې نه دي راګېرې، لوستونکى په دوه لاري کې نه پرېږدي، چې هغوى په دې فکر مجبوره شي، چې له دې کيسې نه مطلب څه و، يعنې دى هدف ته لوستونکى لاس نيولى له ځانه سره بيايي، چې زه د  همدغه  خصوصيت شتون د ده د کيسو کاميابي ګڼم.))
ډاکټر منقادالرحمن رودوال هم دغه خصوصيت د استاد د کيسو کاميابي په ګوته کوي: (( د کيسې ژبه يې ښکلې او روانه ده. دى يو له هغو ښو ليکوالو دى، چې پر قلم حاکم دى.))
تلوسه، د استاد باجوړي د لنډو کيسو بل په زړه پورې خصوصيت دی. دغه ځانګړنه لوستونکی هڅوي، چې د استاد کيسې له سره ترپايه په مينه مينه ولولي. د علم ګل سحر  په نظر د باجوړي صاحب د لنډو کيسو يوه ځانګړنه دا ده، چې جملې يې ډېرې لنډې دي او ډيالوګونه يې تلوسه لري: (( دا ممکن په ټولو ډيالوګونوکې داسې نه وي، خو په ډېری ډيالوګونو کې يې دا شته. د ده په داستانونو کې تلوسه شته، کله چې سړى داستان پيل کړي بيا يې په نيمه کې نه پرېږدي.))
ډاکتر رودوال د استاد باجوړي د کيسو تلوسه ډېره هيجاني او پاروونکې نه بولي: (( د باجوړي صاحب کيسې يوه داسې پر نزاکته تلوسه لري، چې ډېره هيجاني نه ده، خو يوه داسې تلوسه په کې نغښتې، چې لوستونکی هېښ کوي يا ټکنى کوي يې او يا دا سوال ورته پيدا کوي، چې څه به کېږي.))
د رودوال په اند، معمولا همداسې تلوسه د يوې کيسې لپاره اړينه او ضروري وي، چې د باجوړي صاحب په کيسو کې شته.
رودوال وړاندې وايي، چې دی د پای لپاره غوټه هم پرانيزي، ځکه معمولا په کيسه کې توقع دا وي، چې کله تلوسه ماتيږي، غوټه پرانستل کېږي او يوه تلپاتې تلوسه ايجاديږي، له هغه سره، چې د کيسې پيغام ورسره تړلى وي: (( زه دا نه وايم، چې خداى مکړه د باجوړي صاحب کيسې پيغام نه لري، خو مايوسوونکي دي، خو دا هم د ده د کيسې ريالستيک پلو دى، ځکه واقعا هغه څه، چې ده په کيسه کې انځور کړي او هغه څه، چې ده ويلي دا په ټولنه کې شته.))
خو انجنير ستانه مير زهير په دې نظر دی، چې د باجوړي صاحب په کيسو کې کشمکش متحرک نه دی: ((کش مکش يې البته يو څه ثابت کشمکش دى، هغه متحرک کشمکش په کې کم دى.))
علم ګل سحر؛ باجوړی صاحب د اوچتو لنډو کيسو ليکوال بولي: (( استاد بريالى باجوړى، زموږ يو ډېر نامتو ليکوال او ادب پوه دى، ده کلونه کلونه په پوهنتون کې د کيسې د تيورۍ په اړه باندې درسونه ورکړي دي، تدريس يې کړى دى، په دې برخه کې ډېر شاګردان لري، همدارنګه د افغانستان د ليکوالو په ټولنه کې، چې په شپېتمو کلونو کې موجوده وه، دى د ادبياتو د برخې مسوول و او مخکې يې هم ټول کار په ادبي او فرهنګي برخو کې کړى دى، په بي بي سي کې د پښتو مجلې نشراتي برخې مسوول و، ټول وخت يې، له ادبياتو سره او له داستان سره تېر کړى دى. نو طبيعي ده څوک، چې استاد وي، د داستان او کيسې استاد وي، داستانونه به يې هم لوړ وي.))
رودوال هم په همدې ګروهه دی او د استاد کاميابي دا بولي، چې د کيسې پر ځمکه حاکم دی: (( زما په نظر دا، چې باجوړى صاحب د کيسې استاد دى، په کيسه کې ټول عمر د خپل خيال نيلى ځغلولى دى، تجربه په کې لري او دی په تيوريکي ډول له کيسې سره بلد دى او د ده قدم هغسې نه ښوييږي، چې دى را پريوزي.))
غضنفر د ده په کيسو کې د ذهني اعتدال د شتون خبره کوي او وايي، چې په ډېره سړه سينه ليکنه کوي: (( دى يو ذهني اعتدال لري، د تندو او تېزو احساساتو ښکار کېږي نه، دغه خصوصيت يې هم په مقالو باندې او هم پر کيسو باندې ډېر مثبت اغېز غورځولى دى او د ده کيسې يې د يو داسې چا اثارو ته ورته کړي دي، چې په ډېره سړه سينه او په ډېر متانت غږيږي او ډېرې مهمې خبرې کوي.))
د کيسه ليکوال يو اساسي کار د موضوعاتو موندل او په هغه کې غورچاڼ دی. کيسه ليکوال ته ښايي، چې داسې موضوعات ومومي، چې لوستونکي ته جالب او په زړه پورې وي. باجوړی صاحب همدا کار کوي خو له نورو کيسه ليکونکي يې توپير دا دی، چې ډېر ځله استثنايي موضوعات غوره کوي. که څه هم يو شمېر کره کتونکي د باجوړي صاحب دغه کار ته د نقد په سترګه ګوري خو يو شمېر نور بيا وايي که هر څه وي دا هغه څه دي، چې زموږ په ټولنه کې شته دي او نبايد سترګې ترې پټې شي. باز محمد عابد وايي، چې د باجوړي صاحب په کيسو کې هغه موضوعات رااخيستل شوي دي، چې زموږ په ټولنه کې شته دي: (( هغه موضوعات يې را اخيستې دي، چې زموږ په ټولنه کې شتون لري او خلک له هغو موضوعاتو سره روزمره لاس او ګرېوان دي او هغه کمي، چې دى يې په ټولنه کې ويني هغه ډېر ښه را ښکاره کوي او خلکو ته يې په ډېره ساده او اسانه ژبه، خو په خوږ نثر وړاندې کوي.))
سحر؛ باجوړی صاحب د واقعي پېښو انځوروونکی راپېژني: (( دى د ژوند واقعي پېښې را اخلي او له هغو نه کيسه جوړوي، ډېرې داسې کيسې شته، مثلا په دفتر کې پېښې شوې دي، د ده د ژوند په چاپېريال کې پېښې شوې دي، د ده په ګاونډ کې پېښې شوې دي، ښايي ډېرې وړې موضوعګانې وي، خو ده داستان ترې جوړ کړى وي. دی له ډېرې کوچنۍ موضوع نه الهام اخيستى او هغه يې داستان کړی دی.))
خو زهير صاحب، چې د استاد باجوړي د سفر په نامه داستاني ټولګه، چې شاوخوا دوه ويشت لنډې کيسې په کې خوندي دي او ده دغه کيسې په دقيق ډول لوستې دي، په دې نظر دی، چې دوې موضوعګانې په کې تعقيبېږي: (( يو هغه کيسې دي، چې ده د عشق، مينې او د ځوانۍ د هوس په ارتباط باندې او هغه خنډونه او موانع، چې په دې برخه کې موجود دي، زياتې کيسې ليکلې دي لکه: ( هغوى، چې ځاى نه درلود، د سترګو خبرې، پښتو ولور، ته بې وفا يې، تښتېدلى خوب او خاپونه) تقريبا ټولې د عشق، مينې، ناکامۍ او د دود او دستورونو زولنې په پښو کې، له هغو نه سر ټکونه ده.))
زهير؛ د باجوړي صاحب د کيسو دويم اړخ هغه بولي، چې رواني حالتونه په کې رانغښتل شوي دي: (( دا اوه اته کيسې دي، چې عمومي يې دغه رواني حالتونه او هغه وجداني عذابونه دي، چې زموږ په ټولنه کې شته او ده هغه په ښه ډول راټولې کړې او هغه يې په خپلو کيسو کې ځاى کړي دي.))
د باجوړي صاحب د کيسو يو بل خصوصيت د هغه ريالستيک والی دی، چې د رومانتيزم مالګه هم په کې ګډه ده. رودوال همدا خبره کوي: (( د هغوى چې ځاى نه درلود، په شانتي کيسې يې رياليستيکې کيسې دي، چې دا واقعا په ټولنه کې شته. د ده په کيسه کې رياليزم، چې دى، غښتلى دى، يعنې د ده خپل خيال او فکر دومره حاکم نه دى، چې د ده رياليزم يې تت کړى دى. سره له دې، چې دى په خپلو ډېرو کيسو کې په خپله د کرکټر په حيث باندې پاتې کېږي، خو يو ليکوال کرکټر او دا، چې دى يو ليکوال کرکټر دى، نو له ده نه د ساده سړي يا د عام وګړي د خبرو توقع نه کېږي، په هغه کرکټر کې، چې دى يې د خپل ځان لپاره ټاکي، دى موفق دى.))
رودوال په دې لړ کې د ده د سفر په نامه د کيسې يادونه کوي، چې دغه خصوصيت په کې شته: (( دلته باجوړى صاحب دوه کماله لري. سره له دې، چې دی د يو سفر او د يوه رښتني سفر انځور په خپله کيسه کې را اخلي او منعکسوي يې، په عمومي ډول  د ژوند په رابطه يو خيال، يو فکر او يو ذهنيت په کيسه کې ايجادوي، چې زه فکر کوم دا د ده يوه کاميابي ده.))
د رودوال په اند استاد باجوړي پخپله دغه کيسه کې  اېډيالېزم او ريالېزم دواړه اړخونه ښه رااخيستي او ډېر ښه يې غاړه غړۍ  کړي دي.
د ښو کيسو يوه ښه ځانګړنه دا هم ده، چې کرکټرونه په کې ښه انځور شوي وي او لوستونکي يې نااشنا ونه ګڼي. ډېری کره کتونکي په دې نظر دي، چې په کيسو کې د څېرو او شخصيتونو انځوروونه بايد سم او مناسب وي، هغه هم په داسې بڼه، چې د څېرو او شخصيتونو ټولې نښې نښانې په کې څرګند او واضح وي. دغه کره کتونکي ځکه پر دې خبرې ډېر ټينګار کوي، څومره چې له ظاهري او دنني اړخ نه شخصيتي نښې نښانې ډېرې او بشپړې وښودل شي؛ د هغه شخصيت يا کرکتر انځوروونه به ورسره بشپړه وي.
باجوړي صاحب دغه خصوصيت ته په پام سره د خپلو کيسو کرکټرونه ډېر صميمي او ژوندي انځور کړي او ورسره د هغوی رواني او ظاهري حالتونه په بشپړ ډول رااخيستي دي، هغه هم په داسې بڼه، چې د کرکتر او لوستونکي ترمنځ عاطفي اړيکه رامنځته کوي. عابد، باجوړی صاحب په کرکټرکښنه کې بريالی ليکوال بولي او وايي: (( لوستونکى دېته اړ کوي، چې له کرکټر سره دې، رحم ولري او که کرکټر يې منفي وي نو لوستونکى ورڅخه نفرت پيدا کوي.))
خو رودوال په دې برخه کې يوې بلې مسئلې ته نغوته کوي او وايي، چې ډېر ځله ليکوال پخپله د يو کرکټر په څېره کې راڅرګندېږي: (( باجوړى صاحب په ډېرو ځايونو کې په خپله د کرکټر په حيث پاتې شوى دى، خپله کيسه کوي او که دى په کيسه کې کرکټر لري نو هم دى د خپل فکر او د خپلو خيالاتو په هنداره کې يې را اخلي، کټ مټ د کرکټر مکالمه نه را اخلي، له دې وجې نه دى ټولنيزې محاورې او مکالمې ته اړتيا نه پيدا کوي، دى مجبور، دى څه چې له ده نه توقع کېږي، هماغه څه انځور کړي.))
د باجوړي صاحب د کيسو يوه ښکلا دا هم ده، چې حقيقت يې په افسانه کې نغښتی وي. عابد په هم دې نظر دی: (( څنګه، چې دى په خپلو کيسو کې افسانوي يا تخيلي کيسې د حقيقت پر پوله دروي، دغسې دا کمال ده کې هم شته دى، چې ځينې کيسې حقيقت وى خو افسانوي رنګ ورکوي، د بېلګې په ډول په خاطر افريدي باندې، چې ده کومه کيسه ليکلې ده، دومره خوږه او دومره ښکلې يې ليکلې، چې سړى داسې فکر کوي، چې دا حقيقت دى، ځکه ده يو حقيقت افسانه کړې ده او هغه هم په ډېر هنري شکل.))
په داستان ليکنه کې دقيقه انځورونه د باجوړي صاحب د کار بله غوره ځانګړتيا ده، باجوړی صاحب پخپلو کيسو کې يوه سيمه داسې انځوروي، چې لوستونکی هغې سيمې ته له ځان سره بيايي. د دې خبرې معنی دا ده، چې د ده په کيسو کې مکان او زمان ډېر محسوس وي. استاد غضنفر په دې اړه وايي: (( يو وخت دلته په افغانستان کې د ليکوالو انجمن و، کتابونه به يې خپرول، په هغه وخت کې، زه په  افغانستان کې نه وم، نو دغه ادبي کتابونه خصوصا د کيسو کتابونه به، چې په کابل کې خپاره شول نو هغو ته به مې ډېره تنده وه، پيدا کول او لوستل به مې. په هغو کې زما د استاد بريالي باجوړي، کيسې ډېرې خوښې شوې وې، په هماغه وخت کې، د ده يوه کيسه د ويساک له موضوع سره تړلې وه، چې د افغانستان يو ګوټ يې در معرفي کاوه، د افغانستان يو ځاى يې در معرفي کاوه، يوه داسې کيسه وه، چې افغانستان ته يې رسولې، په هغه وخت کې چون زه په هېواد کې نه وم، د هېواد له ديدنه محروم وم نو ډېره علاقه به مې وه، چې داسې ادبيات ولولم، داسې افغاني ادبيات، چې افغانستان ته مې ورولي.))
غضنفر وړاندې وايي، چې اوس هم په همدې عقيده دی او تر ټولو ښه هغه ادبيات بولي، چې زموږ وطن په موږ احساس کړي: (( زه مطمئن يم، چې خارجيان او نور خلک هم که زموږ ادب ته اهميت ورکوي، نو په دې خاطر به يې ورکوي، چې دوى په حقيقت کې افغانستان ته په کې لاړ شي، افغانستان په کې احساس کړي او  د خيال په ذريعه په هغه ژوند کې ګډون وکړي، چې دوى هلته ژوند نه دى کړى.))
د ښاغلي غضنفر په وينا د باجوړي صاحب  ډېرې کيسې داسې دي، چې زمان او مکان يې محسوس وی او لوستونکي په يوه سيمه کې ګرځوي.
ډېری کره کتونکي په دې باور دي، چې د کيسې عنوان بايد د کيسې له موضوع سره اړخ ولګوي او
ډېر جالب او په زړه پورې وټاکل شي. د باجوړي صاحب له اکثرو چاپ شويو کيسو دا جوتېږي، چې دغې موضوع ته ډېره توجه کوي، خو کله کله د ځينو کيسو عنوانونه يې په زړه پورې نه ايسي. ښاغلی زهير همدا خبره کوي: (( د ده يو څه عنوانونه، چې دي زما لپاره يو څه د تامل وړ دي، كاشكې دا عنوانونه يو څه دلچسپ شي، يعنې هغه څه، چې په كيسه كې شته بايد هماغسې يې عنوان هم په زړه پورې شي، باجوړى صاحب په دغه ځاى كې ډېره پاملرنه نه ده كړې، يو څه عنوانه يې ډېر ساده دي.))
زهير صاحب هيله څرګندوي، چې استاد باجوړی په راتلونکې کې د خپلو کيسو د عنوانونو د په زړه پورې کېدو لپاره لا نوره هڅه وکړي: (( څومره، چې د يوې كيسې عنوانونه جالب شي، هماغومره كيسه هم په زړه پورې كېږي.))
په ټوله کې استاد بريالی باجوړی زموږ د پېر هغه کيسه ليکوال دی، چې پخپلو کيسو کې واقعي پېښې انځوروي او په هغو کې يو ډول ذهني اعتدال موجود وي.

د لونګو دريڅې نه په مننه