دبېنواویب پاڼي تلواري اوبې بنسټه ادعا


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • زبیراحمد انصاري
  • 265

په نړیوال جال کي دپښتوویب پاڼوونډه خوراکمه لیدل کیږي په تېره بیا معیاری ویب پاڼي دګوتوپه شمېروینوخوله دې سره سره دځینوهغو پښتوویب پاڼوڅخه چي شهرت ومومي اوپښتانه لیکوالان ورته رامات سي، یعنی لیکني ورته استوي یوه داسي ناشکري وسي چي ټولي خوارۍ اودپښتنوهیلي په اوبولاهوکړي. یووخت له بینواویب پاڼي څخه خوراستري هیلي کېدې. داچي خپل منځي اختلافات ورپکښي پیداسول اویایې هم غیرمعیاري مطالب پورته کول، دډېرو لوستونکو په زړونوکي يې ناهیلي راوټوکولې خوله نېکه مرغه دیوڅه وخت راپه دې خوابېنوادمطالبو په پورته کولوکي ترپخواچټکه سوې ده .

داچي هره ورځ ورکـیږي دلــــته زړونــــه
هسي نه چي ټول په تاباندي تاوان سي

 "دروېش درانی"


رابه سم اصلي موضوع ته . نن مي په بینواویب پاڼه کي یوسرلیک د ( دمرچل ، او سمسور ویب پانو څخه دبېنوا غوښتنه )ترنامه لاندي ترسترګوسو. په لیکنه کي پرمورچل ویب پاڼي تورلګول سوی ووچي :
( مرچل ویب پانه د بېنوا داسلامي لیکنو هغه مکملي لړۍ چي دکاپي راټ ټول حقوق ئې یوازي له بېنوا سره دی په خپلو پاڼو کي خپروي .)
همداراز له مورچل ویب پاڼي څخه غوښتل سوي :
(بېنوا دبېنوا دهغولیکنو د لیکوالو په غوښتنه چي لیکني ئې په مرچل کي پرته داجازې خپرې سوي دي دمرچل ویب پاڼي له مشرتابه جدي   غوښتنه کوي  چي یادي هغه لیکني دخپلي پاني لیري یادي دبېنوا پاڼي سرچینه دلیکني پرتندي ولیکي.)
مورچل ویب پاڼه چي له هرات ولایت څخه دسپیني ادې دادبي اوکلتوري ټولني له لوري چلول کیږي دپورتنیودووخبروپه ځواب کي غواړي خپل سپیناوی په لاندي ډول وکړي . هیله ده ستاسودقناعت وړوګرځي.
لومړی موږ په دې نه  پوهیدوچي دبېنواله دې خبري چي (داسلامي لیکنو هغه مکملي لړۍ) څخه دچادلیکنولړۍ مراد ده ؟ نوموله ښاغلي خالدهادي سره تلیفوني اړیکه ونیوله اوداراته په ډاګه سوه چي دابوالفضل په نامه دلیکوال لیکني یادوي. نوددې خبري د اثبات لپاره هغه سرچینې چي نوموړي لیکني موږ لاس ته ورڅخه راوړي  دي اولیکني مودهمهغه ابوالفضل دډېرټینګاروروسته په مورچل ویب پاڼه کي ورته خپرې کړي دي، چي انځور یې ستاسوپه وړاندي ږدو

او د اړتیاپه صورت کي به ځیني داسي شواهدوړاندي کړوچي یوځل کوم مطلب دابوالفضل له لوري اوبیاهمهغه مطلب په خپله دخالدهادي له لوري په سبااوبل سباکي موږته رالېږل سوی دی چي دا د دې خبري کره پخلی کوي چي کوم بریښنالیکونه چي مورچل ویب پاڼي ته راتل همهغه مطالب کټ مټ خالدهادي ته لېږدول کېدل.
خوترټولومهمه خبره داده چي دمورچل ویب پاڼي چلوونکې ډله نه یوازي بېنواویب پاڼي بلکه دټولوپښتوویب پاڼوچلوونکوته خاص احترام لري آن دبېنواویب پاڼي سره موعملي همکاري درلودلې ده.  داسي خو ډېر پېښ سوي دي چي نوي خبرونه اودکمپیوټرپه اړه تخنیکي معلومات به مولومړی مخکي له دې چي مورچل ته پورته کړوبېنواویب پاڼي ته به موپورته کول خوله دې هرڅه نه تېر دیوه پښتون په توګه مو ( بیاهغه پښتون چي دایران سره پرکرښه دهرات په هغه سیمه کي اوسي چي ډېری پښتنویې خپله مورنۍ ژبه پښتوله لاسه ورکړې ده او په همداسي یوه حالت کي په نژدېوکي دپښتني کلتور دودې لپاره څه ناڅه کارپیل سوی دی) داحق درلودچي مخکي له دې چي غوښتنلیک ویب پاڼي ته پورته کړي، مورچل ویب پاڼي ته یې یووړکوټی بریښنالیک استولی وای اوددې خبري سپیناوی یې ترې کړی وای  اوبل که چیرته موږ داخبره ورغبرګه کړواودا ووایوچي بېنوا ویب پاڼي له مورچل ویب پاڼي څخه بې له دې چي کومه منبع یاده کړي مطالب ترګنډه کړي دي نوبه بېنواکوم ځواب ولري؟ ځکه که بېنوا ته مطالب د لیکوال له ایمېله تللي دي نو مورچل ته هم د همغه لیکوال له ایمېله راغلي دي. اوداچي بېنواښاغلي ابوالفضل اویاهم نورولیکوالانوته حق الزحمه  ورکوي، موږپه دې کارنه لرو.
په تلوتلوکي به ددې خبري یادونه هم وکړم چي بېنوادغوښتنلیک په پای کي یوډول دادموږته راکوي چي (یاخوله دې کارنه لاس په سرسئ اویابه مو سرنوشت دبېنوااورګ په شان وي) نودمورچل ویب پاڼي اداره په ډېرادب سره ورته یادونه کوي چي داډول خبري هغه چاته کوه چي له داډول ننګونوسره نااشنا وي.  موږله کلتوري هڅوڅخه هغه وخت هم لاس په سر نه سووچي  کله په هرات ولایت کي دګاونډي هیوادګوډاګیانوپه مرګ ګواښلو .

دمورچل ټکی کام ویب پاڼي اداره
زبیراحمد« انصاري »
دهرات - ښار

یادونه سمسور ویب پاڼه ځواب به هم پرلیکه شي

مورچل نه په مننه