پيوند اود هغه شليدلې تڼۍ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • اكبر كرگر
  • 410

كله چې د ابن سينا لوې دروازې ته د يوې ډلې زده كوونكو په ټېل كې ورنږدې شوم. ومې ليدل چې مخامخ د دارالمعلمين د دروازې له پاسه پر دېوال يو ډله  ځوانان ولاړ دي او د شعرونو د ديكلمه په تر څ كې خپل احساس څرگندوي. يو جگ قدى سړی چې قوي او پياوړې مټې يي درلودې او د خامتا كالي يې اغوستي وو، د يوه بل ښكلي ځوان د موزيكال اواز شعر بدرگه كوي. هغه ستايی او همدا وايی دى پيوند دى. دى د اولسونو د زړونو پيوند د افغانستان د خلكو د تيت پرك اولسونود يووالي  پيوند او داسې نور.
ما همدلته پيوند وليده او همدا مهال مې وپيژانده  دی. بيا پيوند د خپل تقدير په امر د زندانونو ميلمه شو. خپله تانده ځواني يې هلته ورژوله، خو لا تراوسه د خپل شليدلې گريوانه سره ژوندى دي، خو د خامتا كالو خاوند، د پياوړو مټو خاوند د ژوند په معرکه کې ولسمشر شو. واکمن شو او بيا د منصور په څېر په  دړه وخوت او په سمبوليک ډول په هماغه څلور لارې کې چې د هېواد دوښمن په وړاندې يې هوډ تازه کړی وو وځړول شو. هغه په دې ډول ابدې شو، خو پيوند د خپل ابديت له پاره بله لاره ونيوله. هغه د شعر لاره وه. پيوند خپل ډېر نازولى او تنكی زلميتوب د خپلو ارمانونو نه قربان او صدقه كړ. خپله كورنۍ او د خپلې كورنۍ ډېر ښه شاه ځلمي يې جار كړه او اوس دا دی پيوند له خپل يواځېني ملگري يعنې شعر سره بوخت دى او شعر وايی. اوس پيوند له خپله وخته ژر او پخوا خپله ځواني وخوړه، خو شوخې او مستي لا په كې شته. د رندۍ او مستۍ فضا لا پرې لاسبرې ده، خو كله چې يو ماشوم گوري چې ستونی يې ډډ دى او د ژړا او كوكو ترمينځ حالت كې د لاساينې انتظار لري، نو پيوند همدغه حالت ترسيموي او بيا هم ارماني وعظونه ورته كوي او د هغه پر سر د شعر د ولي الله پنجه را كاږي.
موږ په دې بهانه يوه شېبه د پيوند په څيرې گرېوان يعنې د هغه په شعر خبرې كوو. د هغه  نوى شعري ټولگه د سېنما ياران دي. دا كتاب اوس تازه چاپ شوی.
د پيوند دا شعرونه د هغه د پخوانيو ټولگو او شعرونو توپير لري. پخوا به پيوند د خپل شعر په ژبه د احساس او هيجان سره لوبه کوله، خو په دې ټولگه او وروستيو شعرونو کې پيوند د عاطفي او تفکر سره رازونياز کوي. هغه په دې شعرونو کې ۱۸۰ درجې راگرځېدلی دی . په دی کې له چا گيله نه کوي او چا ته څه گوته هم نه نيسي، بلکې د خپل تفکر سره د خپل ماضي سره مشغول دی. د خپل سرنوشت نه پوښتنې کوي او د خپل تقدير او قسمت جوړوونکی په غصه دی. دی اوس په څلور لارې کې ده او هغه ته لاس نه نيسي، بلکې د خپل تقدير په مېږه تانه ناست دی او د مېږيانو په څېر د خپل نسل د کاروان انځور کاږي. همدا ټکی دی چې موږ دې ته رابولي چې د پښتو د شعر په ستر او ناپايه سمندر کې په دې زياتونه څو خبرې وکړو. زموږ خبرې کوم نقد نه دی او کومه نسيه خبره هم نه ده. يوازې د يوه شاعر د احساس او عاطفې او درد سره څو شيبې تمېدنه ده.
 
۱-  شاعر او د ژوندانه بې مفهومه  داستان:
ړنگه كلا
د كلا له چاوده وينې
لا تنكۍ را څڅېدلې
كنډو څېرې گرېوان ناست وو
پې ژړل سپېرو بادونو
د شملې پريوتی ول وو، يو خلى پرې نښتی
د توپان د شپې كيسه كړه
دېخوا اخوا زيارتونو

شاعر دلته طبيعيت ته ورځي. هغه طبيعيت چې د انسان په لاسونو يې بدلون موندلى او په هغه كې د انسان د لاس نښې دي. هغه لوستونكي او اوريدونكي ته مجسم كوي. د باد دېوال، كنډر، كلا يخني او ساړه ټول په خبرو راولي او دې د اگاه او خبر موجود په توگه له هغو سره راز ونياز كوي او بيا د هغو داستان وايی. دى كيسه كوي. كيسه دغم او ناورين كيسه چې شاعر يې د زيارتونو له خولې اوري زيارت چې پخپله د كيسى او افسانې سمبول كيدى شي.
همدارنگه په بل كوچني لنډ ازاد شعر كې شاعر عقيده او باور په  ډبرو كې ترسيموي. هغه دلته پخپله د هستوونكي رول په غاړه اخلي. پخپله عقيدې جوړوي. شاعر ورته په يوه واټن كې كښېني او هغه د زمان او وخت په اوږدو كې ارزوي. شاعر بېرته په خود (ځان) راځي د ځان لاهو كولو او د ژوند د باورونو پړاو شاته پرېږدي. يوه هڅه كوي. يوه وركه لټوي. هغه د خپلې وركې پرځاى خوداگاهۍ شعور ته رسېږي. دغه شېبه د شاعر د الهام او خبرتيا دوره ده. چې د ياس او نااميدۍ شېبې ته ورداخلېږي او د ژوندانه په بې مانا والي يې سر خلاصېږي. هغه ورته ځير كېږي او پام يې اوړي چې د ارمان پرځاى په سپېرو ايرو كې لاس وهي او يوه كوچنۍ سلگۍ پكې گورې او بيا په دې ارداه كې راپورته كېږي چې نور نو دا د باورونو څلي ورانوي او د باورونو كعبه چې كومه هغه پخپله جوړه كړي وه وېجاړوي.
 
كلال
دا نادودې راته دودې
چې نن بت ارواكې جوړ كړم
وركړم سډ د باورونو
خو سبا ړنگه كعبه كې
بيا په خړو خاورو پروت يم
په سپېرو ايرو كې گورم
يوه سلگۍ د چاودو زړونو
 هو زما په تندي ليك دى
دا دلۍ دلۍ غمونه
ورانومه جوړومه
دا كعبې دا باورونه

په دې شعر كې د شاعر يأس فلسفي يأس دى.
د کامو او نيچه له نظره نړۍ او د بشر ژوند له عقلانيت او منطق نه لېري دي. کامو د انسان په يوازېتوب او د دونيا په عبث والي ټينگار کوي او نيچه د نړۍ په پرېشانه او بې عقلانه حالت. نيچه د نړۍ حرکت متضاد او گډوډ بولي او د عقلانيت رول ډېر ناڅيزه بولي. د بشري ټولنې په حرکت کې عقل يوازې يوه نازکه رشته او يوه مزه ده)).
واقعيت دا دی چې د ژوند په خوږو ترخو هغه څوك ښه پوهېداى شي چې د احساس او درك پياورۍ ملكه ولري او دا ملكه د شاعر سره ده. د هغه درك دى چې د ژوند بيه هم پورته بيايي. ځكه چې هغه ژوند ښكلى او ډېر ښكلي ويني. دا ليد هغه ته د دې وس وركوي چې د څېرې او شلېدلي گرېوانه سوچونه او اندېښنې څوڅو وارې د خپل ذهن له صافي تير كړي. دا كله د دې سبب هم كېږي چې د ښكلا پرځاى په كې ناخوالې وگوري او د ژوند ټول تلاشونه او هڅې په يوه عبث او بې مانا او بې خونده پايله کې وويني. له ژوند او انسان سره مينه . له عقله تېښته د زمان په وړاندې بغاوت، دا دې د اوسني دوران د فلسفې تفکر زړی او هسته. ژوند کول هېڅ اسان کار نه دی. ښه مې ياد دي چې يو پښتون متفکر چې خان محمد ايوب خان نوميده. يو قلمي کتاب يې درلود. هغه په قبايلو رياست کې د دولت ميلمه وو. د کتاب نوم يي خورجين وو. هغه به ويل: په نړۍ کې تر ټولو سخت کار د ژوند کول او تېرول دي. ژوند کول هېڅ اسان نه دي. زموږ چلندونه همېشه د فرمان له مخې ترسره کېږي. او زيات د لايل دا هم څرگندوي چې دغه چلندونه زياتره عادتونه دي. هغه چې په داوطلبانه توگه مرگ غوره بولي دا جوتوي چې په غرېزي ډول د دغه عادت په له ملنډو ډکه ځانگړنه باندې يې سرخلاص شوی دی او د ژوند د نه کولو له پاره ورته ټول د لايل بې مانا جوت شوي دي. او د ورځني ژوندانه له پاره هڅه او د هغه بې گټې او پوچ مفهوم په مانا يې سرخلاص شوی دی، نو شاعر دى چې د دغه بې عبثو اندېښنو په وړاندې بغاوت كوي او په جهر وايی: (( وادې اخله دونيا    نور اوږى ستا د دونيا نه يمه)).

۲-  شاعر له ماضي سره :
د ميرويس بابا د قبر تر څنگ
يو ماشوم له خړو خاورو
څه كوډلې جوړولې !
ما ويل څه دي ؟
ده ويل جنگ دى
جنگ زموږ او د مغلو
د راغلو او ښاغلو
پټه خوله يوسه سلام زموږ د كلي
په حجرو دېرو به څيرې گريوان سپړي
 
شاعر كله كله څه چې زياتره وخت د خپل تاريخ سره په خبرو وي. هغه كله تاريخ د شعر په ژبه بيانوي او كله هم تاريخ كې هم شعر لټوي، خو په شعر كې د تاريخ پسې نه گرځي. په دغه شعر كې هغه د خپل اولس ټوله بوده او تنسته راسپړي، خو هغه ډول نه چې يو شورشي يې بيانوي. يا لكه د پيوند د ځوانۍ د ولولو د شعر په توگه  چې د هيجاناتو سره سرو کار لري، بلكې نوموړى يې د عاطفې او احساس په ژبه بيانوي. ټول تاريخ كې دوه سمبوله مغل او د پښتون دېره، مغل او د پښتون هديره او يا د نن ورځې مغل يا د پرون ورځې مغل، خو د نن او د پرون افغان هماغه يو ډول هغه تاريخ بيانوي. په تصويرونو كې په انځورونو كې او همدارنگه په انسانې احساس او عاطفه كې. د ماشوم په شلېدلي گرېوانه كې د ماشوم په راروانو اوښكو كې كله چې له سيوري نه مخ لمر ته راواړوي او لمر يې سترگې وبرېښوي. د نېكه قبر ته يې پام شي او يوه شېبه په ځغلنده نظر د بابا ماشومتوب له خپل هغه سره پرتله كړي او فكر كوي چې هغه خپل ماشوم زوى ويني د هغه په ولو اېښی. لرگی هم ويني چې د گډو د څرولو له پاره يې په اوږو اېښى دی او په همدې لړ كې ماشوم خپل سيوری د ماسپښين د لمر په سيوري كې ويني او خپله لويي او عظمت نه هم سترگې نه پټوي او دا ځكه چې مور يې ورته په للو كې ويلي او دا ماشوم يې په داسې للو وېده كړی چې تل به اوس د پلار شملې ته گوري، كنه نو څه ځواب به وايی؟
 
پردى
تاوده بادونه به مې مټې تاو كړي
رنگ به مې تور واړوي
په اننگو به مې د شاړو مساپرې سيلۍ
تورې تغمې جوړې كړي
خو :
بڼه ستاد شنه لښتې په غاړه
دغه بې سډ سيوري ته نه كښېنمه
 ۱۹-۶-۹۲

۳- شاعر او اسطوره:
اسمانونه مې پيدا كړل
((په هر څه کې انسان له انسان سره سروکار لري، خو په شعر کې انسان خدای ته پنجه ورکوي)). استيون سپندر معاصر انگليسي شاعر.
دا د شاعر نسبتا اوږود شعر دى.دا په واقعيت كې يوه اسطوره ده. د خلقت اسطوره. په دې اسطوره كې شاعر روايت كوي. هغه څه چې ويل شوي دى هغه په ډاگه كوي. پرته له دې چې شاعر له هغه ويل شويو سره شخړه وكړي او قضاوت وكړي. يوازې د راوي نقش لوبوي، خو په ډېر ماهرانه او شاعرانه ژبه د اسطوري روايت داسې جوتوي چې گواكې د هستوونكي انصاف او عدالت په تله كې ږدي او هغه لوستونكي ته پرمخ كې ږدي.
دغه ځمكه به خپه کړم
كه ياغي چېری انسان شي
يا به زما خاورين ته سر ږدي
 يا به ستا نامه شيطان شي
خاوند څو وارې دا ويلي
 
شاعر په دې شعر كې له پوره احتياط نه كار اخلي. غور كوي به يی او هغه څه وايی چې د ويلو نه دي يا د دود سره خلاف كار دى. ځكه نو يو ډول بغاوت شته.

 ۱
خاوند څو وارې دا ويلي
اسمانونه مې پيدا كړل
دغه وچې دا سيندونه مې پيدا كړل
كورنۍ دا اولسونه
 
۲
څوك له خړو خاورو پاڅوم
چاته خاورې ور په سر كړم
د چا سل لمرونه وژنم
چاته لاس كې ډيوه لمر كړم
خاوند څو وارې دا ويلي ٬
اسمانونه مې پيدا كړل.

۳
تاسو نه ليده چې څنگه
ما د لوط امت تباه كړ
د موسی كيسه مو هېره
چې فرعون ته مې بلا كړ
 خاوند څو وارې دا ويلي،
اسمانونه مې پيدا كړل.

۴
ړنگوم بابل له سره
په تزار كومه كانې
څوك ژوندی په ځمكه ښخ كړم
په چا واوروم كاڼي
خاوند څو وارې دا ويلي،
 اسمانونه مې پيدا كړل
 
۵
يا زما له ځمكې ووځه
يو بل رب ځان له پيدا كړه
دا اسمان هم زما چت دى
بل نسب ځانله پيدا كړه
خاوند څو وارې دا ويلي
اسمانونه مې پيدا كړل.

۶
دغه ځمكه به خپه کړم
كه ياغي چېرې انسان شي
يا به زما خاورين ته سر ږدې
 يا به ستا نامه شيطان شي
خاوند څو وارې دا ويلي
اسمانونه مې پيدا كړل
۲۵ –۲۷ مخونه

۴- شاعر او زړه تنگي
 پيوند كله هم د عمر او يوه نسل د ژوند داستان په حسرت سره په څو شېبه ييزو انځورونو او تصويرونو كې كاږي. هغه په شعر كې هغه تجربه هم گوري كومه چې خپله ځواني او زلميتوب يې هم په كې داو كړ. هغه د دغه داو كړې متاع چې اوس د ده له لاسه تللې ده او شېبه په شېبه د ده له سترگو پناه كېږي ورته ځير دی، ورته گوري. خو دى (شاعر) څه كولى شي او څه بايد وكړي ؟ هېڅ نه شي كولى او هېڅ نه كوي. يوازې د بې خونده او عبث ژوندانه دور كې متاع پسې په تنگو او تورتمو دهلېزونو كې سترگې دېخوا او اخوا اړوي، خو هغه اوس چېرته ده هغه د سترگو په رپ كې پناه شوه.
 
دا شعر لولو:
لكه ټوكه
د يوه كلي هديره كې
دوه خواږه ماشومان ناست ول
دوه ناپايه
لكه دوه همزولي لاروي
يوه بل ته ويل گوره
ستا يادېږي هلته كلي شنې درې او جوماتونه
ا بل ووى
ستا يادېږي
آ زموږ د شگو لوبې
او زموږه خړ كورونه
آ و ختونه لېوني شول د پېړو خبرې وايی
ماشومان مو شول سپين ږيري د زړو خبرې وايی (۲۸ مخ)

د مورپه لاندې شعر كې پيوند يوه شخصي تجربه چې د هغه د نسل سره پيوند لري هستوي. دی يو غير ښاري زده كوونكى دى، لكه هر كليوال چې په ۳۰ او ۴۰ كلونو كې د زده كړې او تعليم له پاره مركز ته رهي كېده او د يوه بېوزلې كورنۍ د مور او پلار اسره به وه. هغه به يې ورته په لاس كې كېښوده. پيوند هم دغه تجربه بيان كړې ده، خو ايا دغه د ټولو ليليه زده كوونكو او كليوالو زلميو تجربه نه ده ؟ ايا دغه د هغو ټولو سربازانو چې د مکلفيت دورې  له پاره به د قران لاندې تېرېدل تجربه نه ده؟ چې ده، خو پيوند دې تجربې ته د عاطفې او احساس سختې غوټې اچولي دي او هغه نوره هم مضبوطه كړې ده.

مورې
لا تخنېده مې د لاسو يادېږي
چې تا به پټې درې څلور روپۍ
زما منگول كې د سفر كېښودې
تا ټولې كړې په څه زور روپۍ
مورې خوږه اروا به تا راكړه
بيا به د سيوري د قرآن تېر شوم
خور به مې څه د مينې اوښكې راكړې
د پلار په خوا به لكه ځوان تېر شوم
په ټوله لار به ستا څېره مخې ته
راسره مله وه تر كابله پورې
رايادېدې به ستا خوږې خبرې
له وړوكتوبه ان تر ننه پورې
د مينې كور او د پلار جان خبرې
پام كوه بدو سره ونه گرځې
گوره وانه ورې د شيطان خبرې
گوره دا يو ځلې مې ځوان كړه ربه
چې د پلار جان سره وعده پوره كړم
مور ته كيسې د ټولې لارې وكړم
 د هغې خوارې اندېښنه پوره كړم
وروستی نيم بيت نشته

۵ – شاعر او شېبې:
شاعر د خپلې دې ټولگې په وروستۍ برخه کې ځېنې لنډ انځورونه د شعرونو په قالب کې هم لري. ځينې کسان فکر کوي چې دا شعرونه نيمگړي دي او ځېنې وايی شاعر په دې شعرونو کې له موږ  لوستونکو سره د انځورونو په ژبه خبرې کوي، لکه :

درنه شېبه
كله ځان له تا ژړلي
كله كله ځان له شوې
چې اروا د زړه دې مړه وي
او يوازې ورته ژاړې
۱۱-۱۰-۲۰۰۰
 
لمونځ
اوبه يې تېرې كړې په ږيره
لاس يې پرېمنځلو
ژبه په پاكه پاكه
خو: د سبا د وينو څاڅكى په لمن پاتې شو
۱۱-۶-۰۶

د پای خبره:
موږ د پيوند په شعر باندې له پيل نه څه نه وايو.دا د پيوند په شعر باندې د ژوند په يوه مقطع کې تمېدنه ده. د کډوالۍ ’غربت‘ يوازېوالي ’د تېرو يادونو حسرت او افسوس‘ او بالاخره په دې لړ کې د شاعر او د ژوندانه د پای او د بې مانا مضمون ترمينځ شخړه. موږ د پيوند شعر په دې مقاله کې يوازې په اوسنۍ شېبه کې وڅېړه. نه د هغه د ځوانۍ او د زلميتوب په دوران کې ’نه د هغه بيروني کرکتر د اظهار د شېبو شعرونه، بلکې د اوسنيو شېبو شعرونه‘ چې د ژمي شپه پرې کال تېريږي او د اوړي د ماسپښين شېبې په زړه تنگۍ سره شماري او د زهرو د گوټ په څېر يې تر ستوني تېروي .