سعادت فطري شاعر او د سندريزو كلماتو رانغاړونكى


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • صديق الله بدر
  • 384

يادونه: په ۱۳۸۳ لمريز كال كې، چې د كليد او مرسل اوونيزو ترڅنګه كليد راډيو هم په خپرونو پيل وكړ او په ډېره كمه موده كې، زيات اوريدونكي خپل كړل. ما دا له ځانه سره وپتېيله، چې زه هم د خپل ذوق او مينې له مخې په دغه راډيو كې يوه ادبي خپرونه پيل كړم. د راډيو ادارې دا راسره ومنله او ما د مرغومي په څوارلسمه د لونګو دريڅې په نامه، د پښتو د معاصر نظم و نثر او ښكلاوو د رابرسېره كولو لپاره يوه پنځه ويشت دقيقه يي ادبي خپرونې چمتو او له راډيو نه خپره كړه، چې يو زيات شمېر مينه والو او ادبپوهانو د دغې خپرونې دوام وركولو ته وهڅولم.
د لونګو دريڅې د لومړۍ خپرونې لپاره، ما د خپل درانه دوست او ورور ښاغلي اسدالله غضنفر تر سلا مشورې وروسته، د ښاغلي سعادت د شعرونو مطالعه پيل او له يو شمېر ادبپوهانو او شاعرانو سره مې د هغه د شعر و شاعرۍ پر فكري او ښكلاييز اړخ مركې وكړې او هغه خپرونه نشر شوه.
په لومړي سر كې دا كار راته سخت ښكارېده، خو د ښاغلي شهير ذهين"د كليد ګروپ لوى مشر"  او ښاغلي غضنفر هڅونو دا قوت راوباښه، چې دغې خپرونې ته دوام وركړم او دا دى، په ۱۳۸۸ لمريز كال كې مې تر اتيا پورته خپرونې جوړې كړې دي او غواړم، چې په پښتو كې د طنز د برخې او پښتو طنز ليكونكو په اړه د معلوماتو لپاره د دې لړۍ سلمه خپرونه هم نشر ته چمتو كړم. 
دا خپرونه ځكه راته سخته ښكارېده، چې تر دغې ګړۍ ما دومره د شعر پېژندنې په اړه معلومات نه درلودل، خو دغې خپرونې دا مرسته راسره وكړه، چې د شعر په اړه خپله مطالعه پراخه كړم. ما په دې برخه كې لومړى پښتو او بيا دري اثارو ته مخه وكړه او تر يو بريده له شعر پېژندنې سره اشنا شوم. خو دا هم بايد ووايم او خپله غاړه خلاصه كړم، چې تر مطالعې زيات د ښاغلي غضنفر نظرونو په شعر پېژندنه او كيسه پېژندنه كې له ما سره ډېره مرسته وكړه، چې زه ترې د زړه له كومې خوشاله يم او دا ځان ته يو وياړ ګڼم، چې زه له يوه داسې عالم او پراخې حوصلې لرونكي انسان سره مخ شوى او په يو څه پوهېدلى يم.
زړه مې غواړي په دې اړه ځينې نورې خبرې هم وكړم خو د دغې ليكنې له موضوع سره په تړاو كې دا خبرې راته اضافي ښكاري خو له ښاغلي شهير ذهين په دې مننه كوم، چې يوه پلا يې زما خپرونه د لومړي ليكي خپرونو كې حساب كړ او ما ته يې وويل، چې د دې خپرونې جوړول پخپله هنر او شاعري ده، ځكه چې په يوه پنځه ويشت دقيقه يي خپرونه د ګڼو كلپونو خپرول ډېر ظرافت ته اړتيا لري.
نور نوبس، دا هم تاسو او دا هم زما د ګران دوست سعادت پر شعر وشاعرۍ زما او زما د ملګرو ادبپوهانو، شاعرانو او دوستانو نظرونه.  
په سندريز ډول د فكر، ښكلا او عاطفې غوټه كولو ته هنري او شاعرانه وينا وايي، داسې يوه وينا، چې تر بلې هرې وينا ډېر اغېز ښندونكى وي. خو كله كله، چې ځينې ويناوې پر زړونو او فكرونو اغېز نه ښندي علت يې دا وي، چې هغه وينا يا خو له فكري او ښكلاييز او يا هم له عاطفي او سندريز اړخ نه كومه كمزوري ولري. زموږ نننى ځوان شعر كله كله، له همداسې يوې كمزورى سره مخ وي، خو ډېر ځله ځينې ځوان او معاصر شاعران د ځينو شعري توكو له نه مراعاتولو سره بيا هم د داسې يو كلام په ويلو سره زموږ د زړه غوږونه نازوي، چې كله كله د يوې پوره شعري وينا په وس كې هم نه وي. دلته موږ د هېواد د يوه داسې ځوان او زلمي شاعر په ژوند او شعرونو درسره غږېږو، چې ښكلا او عاطفه د هغه د هر شعر په هر بند كې موجونه وهي:
په بېرحمي مې وژني څوك زما تقصير نه ښيي
چا ته دې خداى د چا د دوه سترګو تاثير نه ښيي
ولې دې ايښى د رقيب انځور زما په مخ كې
مومن ته څوك جانانه غوښې د خنځير نه ښيي
لا د رښتيا ويلو وخت رارسېدلى نه دى
رڼه هنداره ترږميو كې تصوير نه ښيي
څو اسيرانو خولې تړلي وژل كېږي يو يو
مرګ يې منلى خو دښمن ته خپل امير نه ښيي
خلك رازونه ساتي زړونو كې پټ نه يې وايي
لكه تا هرڅوك سعادته خپل ضمير نه ښيي
دغه زلمى شاعر، عبدالستار سعادت نومېږي، چې له نن څخه 25 كاله مخكې د بغلان ولايت د باړي زيو په كلي كې د ښاغلي عبدالجبار كره زوكړى دى.
سعادت خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې د بغلان په ولايت كې بشپړې كړې او خپلې لوړې زده كړې يې د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي كې سر ته رسولې دي. نوموړى له څلورو كلونو راهيسې د افغانستان د ولسي جرګې په اداري برخو كې په دنده بوخت دى او له څه مودې راهيسې، نه دومره په ادبي غونډو كې ښكاري او نه يې نوي شعرونه په خپرونو كې راغلي دي.
نوموړى، چې له څو كلونو راهيسې په شعر ويلو پيل كړى، د خپلو شعرونو يوه ټولګه يې چاپ او خپره كړې ده، چې " ستا به په ياد وي او كه هېر به دې وي" نوميږي.
په دغه شعري ټولګه كې د نوموړي د سلو په شاوخوا كې غزلونه، آزاد شعرونه او څلوريځې خوندي دي.
د ده شعرونه ټول د ښايست، ښكلا او عاطفې په اوبو ولل شوي او د خيال او اند يو ښكلى او مناسب تړاو په كې لېدل كيږي.
ښايي نفس رابښې ياره د همدې لپاره
لمر چې رڼا وركوي ستورو ته د شپې لپاره
ځينې دي لرې درنه تښتي چې ژوندي پاتې شي
ځينې شته غواړي دې د ژوند د ادامې لپاره
په ميخانه كې مې د عقل قرباني وركړله
سر مې راوړى په ورغوي كې د كعبې لپاره
ملا به ور وي د جومات تړلى نيمه شپه ده
ګناه مې كړې چېرته لاړ شم د توبې لپاره
كله ياغي ښه معلومېږي كله خړ په خاورو
سر بغاوت ته سر پيدا دى د سجدې لپاره
دا چې له جسمه الوتى نه شي تقدير سوي دي
د سعادت د روح وزرونه د هغې لپاره
د ده په هر بيت كې يوه نوې خبره نغښتې، هر شعر يې د يوه نوي فكر لېږدونكى او په ساده ژبه يو موزيكال فكر دى. 
د نوموړي د شاعرۍ يوه ښه ځانګړنه دا ده، چې ټولې خبرې او تركيبونه يې خپل او د ده د شاعرانه فطرت څرګندويي كوي.
كله، چې د ده شعرونه لولو، دى راته له اّره يو فطري شاعر ښكاري.
نوميالى كره كتونكى اسدالله غضنفر، چې د ده شعرونه يې لوستي، په همدې نظر دى: (( يوه اصطلاح ده، چې وايي پلانكى فطري شاعر دى. زه دقيقا نه پوهېږم، چې فطري شاعر څه ته وايي، خو كه منظور ور نه دا وي، چې اولين ځل د شعر ويلو هڅه كوي او په هغه كې شعريت وي، نو دغه خصلت او دا ځانګړنه د سعادت صاحب په شاعرۍ كې شته.))
غضنفر صاحب وړاندې وايي، ده چې د لومړي ځل لپاره د سعادت كوم شعر اورېدلى، دى ور ته شاعر څه، چې لوى شاعر معلوم شوى دى: (( د ده خبرې خپلې دي، زما په نظر دا بايد د هر لوى شاعر د شعر اصلي خصوصيت وي. 
په شعر كې د شاعر خپلې تجربې، خبرې او تركېبونه د دې معنى لري، چې شاعر ځانته د يوه ځانګړي سبك لرونكى دى او د نورو شاعرانو تر اغېز لاندې نه دى تللى. سعادت هم يو له همداسې شاعرانو څخه دى.
ځوان شاعر او لېكوال اجمل وردك همدا خبره كوي:(( په معاصره شاعري كې سعادت ځان ته خپل سبك لري. هر څه يې، چې ويلي دي، د هغه خپل دي. زه د ده په شعرونو كې د كوم بل شاعر هنري او اغېز نه وينم. دى چې څه وايي په خپل طرز كې يې وايي او له نورو يې طرز سخن بېل دى.))
د ښكلي په اند د سعادت په شعر كې يو بل كمال دا دى، چې يوه پېښه په داسې يوه ښكلې بڼه رانغاړي، چې د لوستونكو د جذب سبب ګرځي. ښكلى همداراز د ښاغلي سعادت په شعرونو كې د يوې ځانګړنې يادونه هم كوي او وايي، چې د فورم له مخې د سعادت په شعر كې يو ډول توازن شته: (( د ځينو شاعرانو قافيه وال شعرونه ښه وي او د ځينو ازاد شعرونه، خو سعادت، چې كومه ښه هڅه كړې، هغه دا ده، چې دواړو ته يې يو شانتي مينه او وينه وركړې ده.)) 
د شعر يو غوره توكى موسقيت دى. دغه موسقيت بايد هم د شعر ظاهري او هم داخلي وزن په بر كې ونيسي او د هرې كارېدلې كلمې تر كچې په نظر كې ونيول شي. د سعادت شعر كه څه هم د وزن له پلوه پوره دى، خو دغه وزن يا موسقيت كله كله د ده په ازادو شعرونو كې يو څه كمزورى تر سترګو كېږي او په ويلو كې يو څه صقيل تمامېږي. كه چېرته د سعادت ازادو شعرونو ته ښه ځير شو، نو دې ته متوجه كېږو، چې ځاى ځاى د شعر آهنګ بدلېږي رابدلېږي. خو دغه د اهنګ بدلېدل تر دې بريده هم نه دى، چې د ده شعر له موسقيته راوغورځوي. 
په ټوليز ډول د ښاغلي سعادت شاعري ډېره اوچته او د پام وړ ده، شعر يې ځانته يوه خاصه شعري او هنري ځانګړنه لري، خو دا په دې معنى نه ده، چې د ښاغلي سعادت شعرونه دې نيمګړتياوې ونه لري. لري يې خو دومره هم نه، چې ډير ټينګار دې پرې وشي. هغه ځانګړتياوې، چې د ده په شعرونو كې شته دي، نېمګړتياوې يې تر خپلې شعاع لاندې راولي.
ځوان شاعر نذيراحمد نذير، په داسې حال كې، چې د سعادت شاعري د خيال او فكر له كبله په تول پوره ګڼي، خو وړاندې د ده د شاعرۍ يوې نېمګړتيا ته داسې اشاره كوي: (( ډېر كم داسې ځير شوى يم، چې سعادت د خيال په رسولو كې لږ څه ټكنى شوى او يا هم خيال يې رسولى خو هغه يو څه ګونګ وي. يا هم ځينو ځايونو كې ځينې لفظونه وروسته وړاندې شوي دي، چې كه بېرته سم كړى شي، نو دا ستونزه به له منځه ځي او خيال به له ګونګيا ووځي.))
نذير وړاندې يو مثال راوړي او وايي: (( مثلا د ده يو بيت دى، چې وايي:
د لمر د وړانګو په لاس مرګ يې د سبا منلى
دلته سعادت د سبا مرګ د لمر د وړانګو په لاس منلى، كه چېرې دغه مسره داسې راغلى وى، چې پرخې د سبا په راتګ سره د لمر د وړانګو په لاس خپل مرګ منلى يعنې كله، چې پرخه د ګل په غېږه كې ويده شوه، كه داسې وى نو دغه شعر به له مانيز پلوه نه ټكنى كېده. خو دلته له دې مسرې دا مفهوم اخيستل كېږي، چې سبا د لمر د وړانګو په لاس خپل مرګ منلى دى، كه سعادت دغه خپل لفظونه لږ څه وړاندې وروسته كړي، نو موضوع به ترې ښه افاده شي.))
سعادت لا ډېر زلمى دى او په مخ كې يې لا ډېر مزلونه پراته دي، خو يو څه چې بايد دهغه د شاعرۍ په اړه وويل شي، هغه دا دى، چې فكر يې تر عمره ډېر مشر دى.
د سعادت هر بيت د يوه فكر او پيغام لېږدونكى دى، چې دا د لويو شاعرانو د پېژندلو يوه نښه ده.
ځېنې كسان شاعري داسې پيلوي، چې كرار كرار د عروج خواته درومي، خو د سعادت د شاعرۍ پيل له عروجه شوى او خداى دې وكړي، چې ترپايه همداسې مخ په بره درومي.
د سعادت ټوله هڅه دا ده، چې خپل فكر په شاعرانه بڼه ارايه كړي. سعادت د خپل فكر د ښكلي ارايه لپاره له ښكلو او زړه وړونكو كلماتو او تركيبونو څخه استفاده كوي.
راځئ، چې د ښاغلي سعادت هغه بيتونو ته تم شو، چې له دغې ښكلا برخمن دي:
د هر څاڅكي په هنداره كې دې ګورم
خپلو اوښكو كې اسانه لټوم دي  
***
انسان ولې د انسان غېږې ته درومي
انسان ولې له انسانه منډه اخلي
***
په دومره خلكو كې راځي ما ته يې لاس غځېږي
د غم منګولې هم ښكارېږي، چې ګريوان پېژني
په پورته بيتونو كې په ښكلو تركيبونو سربېره، د ارايې داسې ښكلې، ساده او زړه وړونكې بڼه خامخا د لوستونكو د جذب او علاقې او د ذوق د خړوب سبب ګرځي.
***
پر دې سربېره، د سعادت يو بل كمال دا دى، چې د خپل وخت ټولنيز مسايل د هنر په ګاڼه پسولي او زموږ تر مخه يې ږدي:

روژې!
ته راغلې كه په كور كې مې
څه نشته خير دى
د زړه په وينو به دې نيسم
ماتوم به دې په تړمو اوښكو
تا به نهيلې
د خالق په لور ستنه نه كړمه
خو زه له تا دغه پوښتنه كوم
دا چې زه ټول عمر روژه يمه ډوډۍ نه لرم
د خداى په در كې مې روژې د بې وزلۍ
وايه قبلېږي كه نه؟
سعادت د يوه ښه شاعر د صفت په درلودلو سره يو بل ښه صفت هم لري، چې ښاغلى غضنفر هغه ته داسې نغوته كوي: (( ځينې كسان، ښه شاعران وي، ښه ليكوال وي او ښې كيسې ليكي، ښه تحقيق كوي، خو د ادبياتو په عمومي بهير كې، د ادبياتو د ودې لپاره او د ملك د فرهنګ د ودې لپاره يوازې پخپله هلې ځلې كوي او د نورو په هڅولو كې برخه نه اخلي، خو د سعادت د كار له بركته اوس په بغلان ولايت كې پښتو ادب ښه وده كړې او د سريع پرمختګ په حال كې ده او بغلان د پښتو ادب په يو فرهنګي حوزې بدل شوى دى.))
د ښاغلي غضنفر په وينا، ښايي په دې كار كې ځينې نور شاعران او ليكوال هم برخه ولري خو ډېره برخه په كې د سعاد ت د هڅو ده: (( اوس هلته د ده په هڅه د بغلان فرهنګي بهير جوړ شوى دى، هلته د ځوانانو لپاره يو كتابتون جوړ شوى.))
غضنفر وايي، چې دى د دې شاهد پاتې شوې، چې سعادت په كابل، جلال اباد او پېښور كې كور په كور ګرځېدلى او د ياد كتابتون لپاره يې كتابونه راټول كړي دي: (( كه چېرته سعادت خپلو دغو ادبي او فرهنګي هڅو ته په همدغه مينه، چې اوس ښكاره كوي، دوام وركړي، نو ډاډه يم، چې دى په راتلونكي كې پر پښتو ادبياتو خپل اغېز لري.))
سعادت لا ډېر ځوان دى، د هغه په شعر كې له فكري او هنري اړخ نه مخ په بره تګ د دې ښكارندويي كوي، چې دى به په لنډ وخت كې ډېر مزلونه لنډ كړي او د خپلې لارې لرونكي شاعر په توګه په پښتو ادبياتو كې خپل دريځ ثابت وساتي.
خو يوه خبره، چې بايد يې وكړم، هغه دا دى، چې په تېرو څلورو كلونو كې ما د ښاغلي سعادت كوم شعر نه اورېدلى او نه لوستلى دى. دا هغه خبره ده، چې ښايي د دغه ادبي رپوټ تر خپرويدو وروسته يې ښاغلى سعادت ځواب كړي.

د بدر پاڼي نه په مننه