رڼا ناول::: دوهمه برخه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نصير احمد احمدي
  • 361

په يوه وړه او نمجنه تياره کوټه کې يو سړی پروت و. يوه ښځه راغله، د سړي تر څنګ کيناسته، ښه شېبه يې د هغه د سپين مخ او پټو سترګو ننداره وکړه، بيا يې خپل ګونځې ګونځې لاس د سړي پر پراخ تندي کېښود، خپلې نرۍ او زيږې ګوتې يې د هغه په تورو ويښتو کې تېرې کړې، ورو يې وويل:
_جماله ! ناوخته دى!
سړي خپلې سترګې پرانيستې. يوه شېبه يې ښځې ته وکتل. پر اړخ را واوښت او سر يې د ناستې ښځې پر زنګانه کېښود. سترګې يې پټې کړې او په خوبولي غږ يې وويل:
_اه! مورې!تر اوسه دې لا په زړه دي!
ښځې خام دېوال ته ډډه ولګوله، موسکه شوه او خړې شونډې يې وخوځېدې:
_هغه ورځې څنګه له زړه ايستلی شم چې ته به ويده وې او مابه ستا په ويښتو کې سپږې لټولې.
دا وخت له خندا سره ګډ، يو غږ واورېدل شو:
_ښه نو! ته په وړکتوب کې سپږن وې! هه!
زړې ښځې وره ته وکتل او په خندا يې وويل:
_او هو! ګلالۍ! راځه لورې! راځه!
ګلالۍ د جمال خواته ور روانه شوه، خوسړی نېغ کيناست او په بيړه يې وويل:
_دلته نه! هلته! په هغه توشکه !
ګلالۍ تندی تريو کړ!
_ولې؟
جمال زړې ښځې ته وکتل:
_مورې! دې ته يو څه عقل ور زده کړه! دا د قره باغ په رواجونو نه پوهيږي!
نجلۍپر سړي د بالښت وار وکړ.
زړې ښځې وخندل. جمال وويل:
_سمه_ دمه لېونۍ ده!
زړې ښځې ګلالۍ ته وکتل :
_خو خوږه ده.
ګلالۍ د زړې ښځې په ټټر سر ولګاوه، جمال ته يې سترګې ور واړولې او په خندا يې وويل:
_له مور څخه دې،د خبرو چل زده که!
جمال موسک شو:
_مورې! د هغې په چاپلوسۍ ونه غولېږې! ته ورته وګوره! ټکری يې په غاړه کې پروت دی!
زړې ښځې د نجلۍ په سپينه ټنډه خپلې خړې شونډې کېښودې. هغه يې ښکل کړه، جمال ته يې وکتل او په خندا يې وويل:
_دې خوارکۍ دا وطن څه ليدلی دی، زده به يې کړي، په هر څه به پوه شي.
جمال خپل تندي ته څپېړه ورکړه:
_اى خواره قسمته! مور مې يې هم ور واړوله.
له دې سره ټولو وخندل.
دا و خت د پيالو د رېږدېدو غږ شو... يوې نجلۍ يو پتنوس په غولي کېښود، بېرته ولاړه شوه، پرده يې کش کړه، د جمال سترګې وبرېښېدې، په بيړه يې ګړۍ ته وکتل او په حيرانۍ يې وويل!
_نهه بجې دي!
وروسته يې خپلې مور ته مخ ور واړاوه :
_پلار خو مې خشکه ( غوسه ) نه کوله؟
زړه ښځه موسکۍ شوه:
_سهار جومات ته تلو، خو په تا يې زړه ونه شو، ويل يې چې ستړی دی، اوږد مزل يې وهلی ، پريږده چې ويده وي.
جمال وخندل:
_اه مورې! ستا په زړه دي! پلارجان به هر سپېده چاود، لمانځه ته را ويښولم. يو سهار دی جومات ته ولاړ چې زه بېرته خوب وړی وم او...
زړې ښځې وخندل او په خبره کې ور ولوېده:
_او کله چې بېرته راغی، نو زه ستا مخې ته ودرېدم او لښته زما مټ ته سيخه شوه.
جمال د خپلې مور لاس په خپل موټ کې ټينګ کړ. تازه راغلې نجلۍ ته يې وکتل، هغه په غوښه پټه وه، منځنۍ ونه يې درلوده او ويښته يې دومره تک تور وو چې د هغې پر سر، له ټکري سره يې توپير نه کېده.
جمال ورو وويل:
_مورې! لس کاله څومره ژر تېر شول، زه چې له کوره تلم ، په هغه کال لا ګل غوټۍ سر تور سر د باندې ګرځېده، خو اوس چټه پېغله ده.
زړې ښځې وخندل:
_هغه وخت خو لا ته هم سره خوله ژڼکی ( هلک ) وې.
جمال وويل:
_زه به مخ ته يو_ دوه لپې اوبه ور واچوم.
له دې سره ولاړ شو او له کوټې ووت.
ګلالۍ وپوښتل:
_تره مې چېرته دی؟
زړې ښځې وويل:
_سهار وختي پټيو ته ولاړ. دهقان احوال را لېږلی و چې درمند اخلي.
_درمند؟
زړې ښځې وخندل:
_هو زويه! درمند ! دلته چې کله غنم پاک شي، نودهقان يوه کوټه ( ډېرۍ ) ور نه جوړوي. بيا دا کوټه د غوړو په ټيمانو پيمانه کيږي، وروسته بادار، دهقان ، ملا او ډم، هر يو خپله برخه غنم خپلو کورونو ته وړي.
دا وخت جمال کوټې ته راغی او اورسۍ ته نيږدې پر يوه خړه توشکه کېناست. خپلې خور ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:
_که دا بوره يو څه کمه کړې.
ګل غوټۍ په بيړه وويل:
_ښه ده ، لالا.
جمال خپلی مور ته مخ ور واړاوه او په خندا يې وو يل:
_د خورکۍ واده ته څو ورځې پاته دي؟
د ګل غوټۍ غمبوري سره شول، سر يې وځړېد او په بيړه له کوټې ووته.
جمال او زړې ښځې وخندل، خو ګلالۍ په حيرانتيا وپوښتل:
_ګل غوټۍ ولې داسې په منډه ولاړه؟
جمال وويل:
_هغه وشرمېده.
د ګلالۍ حيرانتيا ډېره شوه .
_ولې؟
_څو ورځې وروسته يې واده دی.
_نو څه!
جمال موسک شو:
_دا لندن نه دی، غزنی دی غزنی. دلته بېل رواجونه دي.
زړې ښځې وويل:
_ګل غوټۍ ځکه شرمېدلې ولاړه شوه چې د خپل واده نوم يې واورېد.
ګلالۍ په بيړه وپوښتل:
_په دې کې نو د شرم څه خبره ده؟
زړې ښځې وخندل:
_بس نو، دا وطن همداسې دی. له پخوانيو را پاته دي.
ګلالۍ يوه شيبه فکر په مخه کړه، بيا يې په بيړه وويل:
_نو زه هم بايد وشرمېږم؟
جمال وخندل:
_هو نو! ولې! ته بېشرمه يې که څنګه؟
بوډۍ له خپل زوی څخه دخبرو وار واخيست:
_نه لورې! ته به ولې شرمېږې. دا خو ستا د تره کور دی. په خپل کور کې چا شرم کړی او بل ته خو دانګريز په وطن کې پيدا شوې يې، همالته دې عمر تېر کړی او...
دا وخت يو دروند ټوخی واورېدل شو. بوډۍ ژر پر خپلو سپينو و يښتو ټکری ورکش کړ. جمال ورو ولاړ شو او ګلالۍ په حيرانۍ سره وره ته وکتل.
په وره کې يو ګردی سړی ودرېد. دی له ونې ټيټ و، را وتلې ګيډه يې درلوده او پاسنۍ شونډه يې په ګڼو سپينو ويښتو کې پټه وه. ده وار له واره ګلالۍ ته وکتل او په خندا يې وويل:
_ورېره ګله خو به خپه شوې نه يي؟
ګلالۍ موسکه شوه، تورې غټې سترګې يې وځلېدې، خو څه يې ونه ويل.
نوي راغلي سړي ديوال ته ډډه ولګوله، جمال په بيړه بالښت ور بېرته کړ. سړي خپل پټکی په غولي کېښود، د ککرۍ تار، تار سپين ويښته يې په خولو لانده وو. بيا يې په خپله ګڼه ږيره کې د ښي لاس لنډې ګوتې تېرې کړې، ګلالۍ ته يې وکتل او په مينه يې وويل:
_څنګه! هوا خو به بده نه يي درباندې لګېدلې؟
ګلالۍ وخندل:
_نه کاکا! ښه يم.
سړي هماغسې په خندا کې وويل:
_زموږ کلی دومره بد نه دی. ښکلى کاريز لري. ګودر هر وخت له نجونو ډک وي او بل ستا له بخته سږ کال په کلي کې ودونه هم ډېر دي. سات به دې تېر شي.
سړی غلی شو، څو اوږدې ساوې يې واخيستې او بيا يې خپلې لور ته چې هماغه شېبه کوټې ته راغلې وه مخ ور واړاوه:
_ګل غوټۍ! ګوره چې ګلالۍ در نه خپه نه شي! وايم دا نن يې لا په يو_دوو کورونو وګرځوه، پام به يې غلط شي.
زړې ښځې په عاجزۍ وويل:
_سړيه! نن يې دوهمه ده، يو څه وخت دې ساه سمه کي. ترهغو به کالي هم ورته وګنډم، خلک به ورپورې وخاندي.
د سړي په لنډ تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خشکه يې وويل:
_کوم د نرزوی به د ملک عبدالکريم په ورېرې پسې وخاندي؟ هه!
ګل غو ټۍ وارخطا شوه:
_ښه ده پلاره! څه چې ته غواړې، هماغسې به وکم.
ګلالۍ خپل تره ته وکتل، شونډې يې خندنۍ شوې:
_کاکا! موږ څلور مياشتې دلته يو، په کراره به وګرځو.
د ملک تندی ورين شو ، په زوره يې وخندل او ويې ويل:
_ښه ده ورېرې! ښه ده! خپلې خوښې ته ګوره! وايم پاچاهي چلوه! پاچاهي.
ملک يوه شېبه غلی شو، يوه چونډۍ نصوار يې تر ژبې لاندې کړل او ورو يې وويل:
_په رواجونو پسې دومره سر مه ګرځوه! ټول پوهيږي چې ته له لندنه راغلې يې، نه دې دلته ژوند کړی او نه هم د قره باغ رواجونه در مالوم دي. تا هيڅوک نه ګرموي، وايم سرې سترګې ګرځه، سرې سترګې.