د رڼا ناول لومړی برخه


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • نصير احمد احمدي
  • 457

بوړبوکۍ له ځان سره خاورې او خځلې راټولولې ...کله چې په دښته کې ولاړې ونې ته ورنږدې شوه، يوه هلک منډه کړه او له خولې څخه يې يوه چيغه راووته :
_ هله پيريان!
يوې نجلۍ په بيړه بوړبوکۍ ته وکتل، رنګ يې ژيړ شو، څو ګامه يې واخستل، ولوېده او په تاوېدونکو خاورو کې پټه شوه. بوړبوکۍ څو دورې وخوړې . بيا د ډنګرو مېږو او اوزو په منځ کې تاو راتاو شوه اوخپله مخه يې ونيوله .
نجلۍ ودرېده، له خپلو سترګو څخه يې خړ او سپېره ويښته لرې کړل او په بوړبوکۍ پسې يې په وېره وکتل . هلک په بيړه ورنږدې شو او په حيرانۍ يې وويل :
_ته خو يې حلاله نه کړې !
نجلۍ مېږو او اوزو ته سترګې ورواړولې، کله چې روغې ورته وايسېدلې، په څېره کې يې خوښي راټوله شوه، بېرته يـې دونې تنې ته خپل خوار ولي ولګول، سر يې وځړېد او فکر په مخه کړه.
هلک په خُشکه ( غوسه ) وويل !
_ته پمنه يې! هيڅ بلا دې نه وهي!
نجلۍ غلې وه .
هلک زياته کړه :
_ما د بوړبوکۍ په مينځ کې د پيريانو خبرې واورېدې، ويل يې چې دا کرغېړنه په حلالېدو نه ارزي .
د نجلۍ سر ځوړند و.
هلک له خپلې غاړې څخه لينده خلاصه کړه، يوه ګيټۍ يې پکې کېښوده، د نجلۍ خواته يې ونيوله او و يې وويل!
_ودي ولم!
نجلۍ سترګو ته لاس ونيو. هلک لينده يوې څرمښکۍ ته ورواړوله. پر هغې يې وار وکړ، خو څرمښکۍ په يوه ګڼه سپانده کې ننوته . شېبه وروسته يې په لوړ غږ وويل!
_اي چينجنې! مالونه را وګرځوه!
نجلۍ سر هسک کړ� په بيړه ولاړه شوه، منډه يې کړه، خو يودم ځای پر ځای کېناسته. خپلې لوڅې ښۍپښې ته يې لاس ونيو.
د هلک سپږمې وپړسېدې او په کاوړ ( غوسه ) يې چيغه کړه!
_ژر کوه! اى دسپي لورې!
نجلۍ په رېږدېدلي غږ وويل:
_ پلار ته مې مه تېرېږه!
له دې سره يې د غوږ تر څنګ دګيټۍ دتېرېدو نرۍ شڼا واورېده.
د نجلۍ په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې، پخپلو تېرو نوکانو يې له پوندې ازغی ويست او د يوه سيرلي خواته ګړندۍ روانه شوه. څو ځله دسيرلي مخې ته ودرېده، خو سيرلي ټوپونه وهل، نه يې نيوی ورکاوه او نه هم نورو مېږو او اوزو ته ورګرځېده. نجلۍ بي حوصلې شوه، ځمکې ته يې لاس کړ، يوه کوچنۍ ډبره په ګوتو ورغله او ورسره د سيرلي پښو ته نږدې مړه دوړه پورته شوه.
نجلۍ ستړې وه، بې سېکه وجود يې لړزېده، بېرته توت ته ورنږدې شوه او سيوري ته کېناسته، خو دې لا دمه نه وه جوړه کړې چې څڼو ته يې ګوتې ورولوېدې .
نجلۍ کوکه کړه، په تشو کې يې څو درانه دردونه تېر شول، بيا يې په ژامه يو سوک وخوړ او پر خاورو پړمخې پرېوته .
هلک چيغه کړه :
_ تا زما پر سيرلي وار وکړ! هغه يې په اتلس سوه غوښت، خرې ، لغړې، پمنې! ته ودرې ! مور به مې څڼې دروشکوي!
نجلۍ سر هسک کړ، له پزې نه را وتلې وينه يې د لمر رڼا ته وځلېده، منډه يې کړه ، په يوه لويه ډبره کېناسته او په چيغو چيغو يې وژړل ....ښه شېبه يې اوښکې تويې کړې، بيا يې په نهېلۍ دښتې ته وکتل ، لرې په يوه موټر پسې سپېره دوړه روانه وه ...وروسته يې مخامخ پرتو غونډيو ته سترګې ورواړولې. په يوه هسکه شنې، زرغونې جنډې رپېدلې ...هغې تر ډېره هديرې ته وکتل، بيا يې يو سوړ اسويلی ويست، بېرته يې د دښتې خواته ورمېږ کوږ شو، دوه_ درې شله ګامه لرې يوه موټر ته درې تنه ولاړ وو، وروسته دوه کسه د دوی خواته ور روان شول او دريم يې دموټر بانټ ودراوه.
هلک له ځان سره و ډونګېد:
_راغلل !
له دې سره يې دمېږو خواته ګړندي ګامونه واخستل...خو شېبه وروسته يوه ښځينه غږ ځای پرځای ودراوه:
_دلته راشه ګرانه!
هلک په حيرانۍ سره شا ته وکتل. د توت سيوري ته يوه سرتور سر ښځه او يو په ونه لوړ نارينه ولاړ وو.
هلک په بيړه وويل:
_زموږ ژبه مو زده ده؟
دنګ ځوان ښځې ته وکتل، دواړه موسک شول، سړي وويل:
_زه جمال يم او دا هم ګلالۍ نوميږي. ، ستا نوم؟
د هلک پتري نيولې خړې شونډې وخوځېدې :
_ بازو!
وروسته يې خپله خبره پسي وغزوله :
_تاسو د امريکانيانو ( امريکايانو ) غوندې ښکارئ، خو دوی بل رنګه خبرې کوي، له ټوپکو سره راځي، لمنې نه لري، نور مو فرق نه سره کيږي.
سړي په خندا وويل:
_د چا زوی يې؟
_ د جانداد.
_کوم جانداد؟
_د ملک عبدالکريم د کلي.
د سړي خندا زور ونيو:
_اى زوروره! ته خو کليوال وختې!
هلک په حيرانۍ سره هغه ته وکتل، سړي خپله خرېيلي زنه وګروله او ويې پوښتل:
_خو پلار مې دې پر ځای را نه ووړ؟
هلک په غرور وويل:
_پلار مې ټول خلک پېژني، د سرونو په جوړولو کې يې نوم وړی، سلامت درې کلي اولس لري.
سړي په خندا غېږ ترې تاوه کړه. د هلک تور تندی يې ښکل کړ او په مينه يې وويل:
_ښه نو! ته بازمحمد يې!
وروسته يې ښځې ته مخ ور واړاوه:
_ دی په شپږ اويايم کې پيدا شو، ښه مې په زړه دي، پلار يې په خوشالۍ کې سينځلې ووېشلې، وروسته مو په زور ډول پرې راوويست، خو طالبان خبر شول، دی يې و ډباوه او ډول ته يې برچې ور واچولې، زه په هماغه کال له کوره ووتم.
ښځې په خپلو ژېړو او لنډو ويښتو کې ګوتې تېرې کړې، په خواشينۍ يې وويل!
_خو دده عمرتر لسو کلونو کم ښکاري!
د سړي پرنريو شونډو يوه ترخه موسکا تېره شوه:
_ددې وطن ماشومان همداسې دي.
هلک ښځې ته وکتل او بيا يې سړي ته مخ ور واړاوه!
_دا دې څه ده؟
_نامزاده؟
_څه؟
_ کوژدنه!
_ نو بيا يې څنګه درسره ګرځوې؟
دا ځل ښځه په خبرو کې ور ولوېده:
_ ولې؟
_تاسو خو واده نه دی کړی؟
د ښځې نرۍ وروځې سره ورغلې، اوږو ته يې ټکان ورکړ او په حيرانۍ يې سړي ته وکتل.
سړي وخندل:
_څلور مياشتې وخت لرې، په هر څه به پويه شې.
ښځې ته خندا ورغله، د غاړې بکس ته يې لاس کړ او يو بوتل يې را وويست.
هلک په بيړه وويل:
_شراب دي؟
ښځه موسکۍ شوه:
_نه! اوبه دي، دې ته معدني اوبه وايي.
له دې سره يې بوتل هلک ته ونيو او په مينه يې وويل:
_تږی يې؟
هلک يو _ دوه ګامه شاته شو.
ښځې دوه_ درې غوړپه اوبه وڅښلې، بېرته يې پر بوتل سرپوښ تاو کړ او په بکس کې يې کېښود. بيا يې په رمې پسې وکتل، خو وروسته يې نجلۍ ته پام شواو له هلک نه يې وپوښتل:
_هاغه دې خور ده؟
هلک تندی تريو کړ:
_نه! زموږ مزدوره ده.
_ څه نوميږي؟
_ زه يې پمنه بولم، زموږ يوه اوزه هم پمنه ده. کټ مټ لکه دا.
ښځې د هلک په ګوړي ( خرېيلي ) سر لاس تير کړ، ورو يې وويل:
_ولې يې په دې نوم بولې؟
د هلک د تندي ګونځې لاپسې ژورې شوې.
ښځه ورو د نجلۍ خواته روانه شوه. هلک پسې وکتل، هغې د نارينه وو غوندې لنډ واسکټ اغوستی و او لمن يې هم څلور کونجه سکڼل شوې وه.
سړي وويل:
_ګرانه! ته د ښه سړي زوی يې، هر څوک پخپل نامه بوله ! ښه!
هلک په لينده کې يوه ګيټۍ کېښوده. په غرور يې وويل:
_هاغه غوباړی ( ګونګټه ) در ته وولم؟
سړي وويل:
_څه يې کوې! بې ازاره دی او...
دا وخت ښځې ناره کړه!
_جماله ! وه جماله!
سړی په ګړنديو ګامونو ورنږدې شو.
ښځې په بيړه وويل:
_دسمال لرې؟
_په دسمال څه کوې؟
_د نجلۍ پزه وينې ده.
سړي له جېبه يو کاغذي دسمال را وويست.
ښځې د نجلۍ پزې ته دسمال ونيو. ورو يې وويل:
_سر دې يو څه پورته ونيسه!
نجلۍ پورته وکتل. ناڅاپه د سړي په زړه سستي راغله. د يوې اوه _ اته کلنې نجلۍ په اوږده مخ کې تر غټو خړو سترګو، تور او اوږده باڼه را تاو وو. ده دا ډول سترګې پخوا ليدلې وې او په دې خړو سترګو کې يې بې شمېره يادونه پراته وو. په بيړه يې د نجلۍ نوره څېره تر سترګو تېره کړه، خو دا ډول وچ، ژېړ او ټاپي، ټاپي مخ يې د لومړي ځل لپاره ليده . نجلۍ لمر سوځولی، تور او سپېره مخ درلود او په نرۍ غاړه پورې يې يوه درې کونجه خيرن تاويذ ټال خوړ. د دې ګرين شکېدلى و او جامې يې سوالګرو ته ورته وې.
ښځې وويل:
_يو بل کاغذ!
سړي نجلۍ ته کتل ...
ښځې خپله خبره تکرار کړه:
_يو بل کاغذ!
بيا يې هم ځواب وا نه ورېد.
دا ځل يې په لوړ غږ وويل:
_جماله!
سړي يوه جټکه وخوړه.
ښځې ورو وويل:
_ته ښه يې؟
سړى تلولی غوندې شو:
_ها! څه دي ويل؟
_ته ښه يې؟
_هو، ښه يم.
ښځې نجلۍ ته مخ ور واړاوه:
_لوېدلې يې؟
مخکې تر دې چې نجلۍ څه ووايي، سړي په بيړه وپوښتل:
_د چا لور يې؟
ښځې په حيرانۍ سره سړي ته وکتل.
نجلۍ ورو وويل:
_د ابۍ!
سړى په خبره کې ور ولويد:
_اصلي نوم يې څه دى؟
_ا بۍ!
سړي ښځې ته وکتل ، هغې وچې سترګې ورته نيولې وې، دی وارخطا شو، بيا يې په تندي کې ګونځې پيدا شوې او په خواشينۍ يې وويل:
_ما وبخښه! د جيمز لور راپه زړه شوه.
ښځې په حيرانۍ وپوښتل:
_کوم جيمز؟
_ته يې نه پېژنې. لور يې کرسټينا نومېده. د دې نجلۍ غوندې وچه کلکه وه، په هغې مې ډېره خوارې وکښله، خو کرسټينا سرطان درلود، مړه شوه.
ښځې په خوابدي غږ وويل:
_جماله! ته ډاکټر يې ، د دې نجلۍ تر مخ بايد داسې خبرې ونه کړې!
سړي وخندل:
_دا خو جکه جوړه ده او بل دا ماشومان لاپه دې نه پوهيږي چې سرطان لا څه بلا ته وايي؟
ښځې تندی تريوکړ، نجلۍ ته يې مخ ور واړاوه او ويې ويل:
_ښه زړګيه! ژاولې دې خوښېږي؟
نجلۍ په بيړه وپوښتل:
_کومې دي؟
ښځې هغې ته يو درجن ژاولې ونيولې.
نجلۍ وويل:
_ټولې يې زما؟
_هو! ټولې يې ستا!
نجلۍ په يوې ژاولې خپل چينجن غاښونه ټينګ کړل او نورې يې په خپله لمن کې واچولې.
ښځې ورو وويل:
_پلار دې څه کار کوي؟
نجلۍ ټوخي واخيسته، ښه شېبه يې وټوخل او بيا يې شنو_ زرغونو جنډو ته وکتل:
_هغه مړ دی.
_اوف ! ما وبخښه!
_ولې؟
دښځې په سترګو کې اوښکې را ټولې شوې:
_هېڅ!
دا وخت څو تېره غږونه پورته شول.
ښځې ورو وويل:
_لکه چې موټر جوړ شو.
سړي نجلۍ ته کتل...
ښځې خپل غږ په زوټه ( زوره ) کړ!
_تا ته وايم!
سړی وارخطا شو:
_څه دې ويل؟
_موټروان هارنونه وهي.
_نو بيا؟
ښځې په حيرانۍ هغه ته وکتل.
سړي په بيړه وپوښتل:
_چادري، چادري دې څه کړه؟
ښځې خپل سر وخوځاوه!
_تا ويل چې په موټر کې يې پرېږده! ګرمي ده.
_هو رښتيا! ځه چې ځو!