د پښتون‌ژغورنې غورځنک نوې لار خپلوي

د پښتون‌ژغورنې غورځنک نوې لار خپلوي


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • سرخط
  • 940

داسې برېښي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ حوصله کرار کرار پای ته رسېږي او تر راتلونکو ۱۵ورځو پورې به چې د غورځنګ لومړۍ کلیزه ده منظور پښتون خپلو هڅو ته نوی لوری اعلان کړي. په تېر یوه کال کې د غورځنګ نوم او پیغام د نړۍ لر او بر ته ورسېد او پر شاوخوا ۶۰ میلیونه پښتنو د روان سیمه‌یز او نړیوال ناورین له ناتاره یې د نړۍ ډېر خلک خبر کړل. د منظور پښتین او ورسره همغاړي ملګري لکه علي وزیر، محسن داوړ، خان زمان کاکړ، استاد ګل‌مرجان، عبدالله ننګیال، پیغلې ثنا اعجاز، لواڼۍ، اسماعیل ګلالی، ملالۍ او یو شمېر نور وتوانېدل چې پښتون غورځنګ د نړۍ د بل هر ورته تحریک پرتله ښه سمبال، منظم او وځلوي او د حق تر لاسه کولو د منډو ترړو له اړخه پښتانه د نړۍ د سترو ملتونو سیالان کړي. د غورځنګ د ځوانانو له هوډ او خوځښته برېښي چې کوز پښتانه په رښتیا د یوه ملت څېره خپلوي چې غم او درد یې یو شوی او په ټول پښتونستان کې یې د غورځنګ اوازې زمزمه کېږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ د وروستۍ غونډې ویناوې تر پخوا یو څه جدي وې او ښکاري چې د غورځنګ په دریځ کې ستر بدلون را روان دی. د غورځنګ د مشرانو په وینا کې د پخوا پرتله د ګواښ ژبه ډېره و کارېده او هڅه وشوه چې پښتون ځوان نسل ته د ور پېښ خطر اصلي اړخونه ور په ګوته او خپل راتلونکی ورته روښانه کړي. مشر منظور پښتین د خبرداري په شکل کې داسې اشارې ورکړې چې پنجاب د دوی ۱۱ میاشتنیو غوښتنو سوله‌یزو غوښتنو ته هیڅ مثبت ځواب نه دی ورکړی او د احمد شاه بابا د لارې غوره کولو اړتیا ته یې اشاره وکړه چې له څه باندې ۲۵۰ کلونو وروسته یې هم د پنجابي پر ذهن د وېرې اغېز پروت دی. هغه وویل چې په پاکستان کې واکمن د دوی مشروع ناستو ته اجازه نه ورکوي او پښتانه مجبوروي چې د حق غوښتنې تحریک ته بل لوری ورکړي. د غورځنګ بل مشر محسن داوړ وویل چې غورځنګ به یې نه یوازې د نقیب مسعود د وینې پوښتنه کوي، بلکې د هغو څلور میلیونه افغانانو د وژنې پوښتنه به له پنجاب څخه وکړي چې د پښتون پر خاوره د پنجابي سامراج د واکمنولو لپاره یې وژلي دي. ځینو نورو مشرانو پنجاب ته د درنو درنو څپېړو د ساتنې یادونه وکړه او د خپل زړه د درد خبره یې له خپلو پلویانو اولارویانو سره شریکه کړه. له نقیبه تر نجیبه شعار اوس د پښتون ژغورنې د غورځنګ ژبه ده او ښکاري چې ځوان نسل خپل اصل او تاریخ ته مخه کړې. د غورځنګ یوه ځانګړنه دا ده چې د پنجابي رسنیو له پرېکون سره سره یې پر ټولنیزو رسنیو خپل غږ او غوښتنې ته ښه پوښښ ورکړی او توانېدلي چې د لویو نړیوالو رسنیو پام ور جلب کړي. الجزیرې په یوه تازه لیکنه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د ۱۹۷۰م کال په څېر د بنګالیانو له پاڅون سره پرتله کړی چې له پنجاب څخه یې په څو میاشتو کې ازادي واخیسته. پر ټویټر هم ورکړل شویو خبرونو کې ډېرو غورځنګ او پښتانه د پاکستان لپاره په دویم نبګله‌دېش بدلېدونکي بللي چې د اسلام‌اباد د واک او ځواک خلاف ځانونه سمبالوي. له نږدې یو کال وروسته د غورځنګ اراده تر پخوا ډېره پخه ښکاري او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې پښتون ځوان نسل په اګاهانه ډول ملاتړ ته ور دانګلي دي. د PTM درېیمه مهمه ځانګړنه دا ده چې مشرانو یې په خورا سیسټماټیک ډول پر ورځنیو او تاریخي سیاستونو پوه ځوانان سره تنظیم کړي او په کور دننه او بهر یې د خپل غورځنګ ښکاره دریځ په هر سټیج بیان کړی. د غورځنګ څلورمه ځانګړنه د پښتنو د نورو تحریکونو خلاف په دغه خوځښت کې د لوستو پېغلو او مېرمنو هراړخیزه ونډه ده چې ځوانانو ته یې جذبه ور زیاته کړې. پاکستان ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ له اړخه لوی سرخوږی همدې جذبې او له ځوانو پښتنو سره شته سوچ ور په برخه کړی او ورته ښکاري چې لوبه د دوی له پنجو په وتو ده او نوی پښتون نسل د هغوی د پلرونو په څېر په تشو پټان همارا بهایی هی ویناوو باندې نه غولېږي. برعکس د جرګه‌مارو او مذهب‌پلوو په ټاټوبي کې د نن پښتون پر خپله خاوره خپل واک غواړي. د غورځنګ مشران تر بل هر وخته زړور ښکاري او فکر کوي چې اوس یې غږ نړیوال شوی او د هرې ورځې په تېرېدو یې د نړۍ په لر او بر کې پلویان او لارویان د دې مظلوم ولس پیغام او غږ تر منزله رسولای شي. د غورځنګ کلک دریځ او له مشخص اړخ سره ټکر دا ښيي چې پښتنو دا ځل داسې غږ موندلی چې ژر به یې ډنګ د نړۍ نور ملتونه واوري. د پاکستان د زړه خلاف اواز اوس د هر پښتون د کور ورځنۍ خبره شوې او له هغه درواغجن غوړېدلي جال څخه یې پښې وایستلې چې ای‌اس‌ای له اویاوو کلونو راهیسې پر دې ټبر غوړولی و او له خپل اصل څخه یې جلا بلل. سرخط ورځپاڼه