امن دې راشي امن ډېر خوږ دی

امن دې راشي امن ډېر خوږ دی


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • پیر محمد کاروان
  • 361

دا څو اوونۍ داسې راته ښکاري چې پر افغان وطن د امن او سولې ښاپېرۍ خپلې پستې او زرغونې وزرې غوړوي . زمونږ خلک متل کوي : د ښې شپې برېځر ( غرمه ) معلومه وي . مقصد دا چې په ښو شپو ورځو کې دانسان د روح او ضمیرد ننه پټ ښایست او زرغون کیف د باندینۍ نړۍ په مختلفو منظرو کې په یوه مرموز خو لمس کوونکي ډول ښکاري . مونږ چې ماشومان وو د اخترونو په سهارونو کې به لمر هم راته د ځانونو غوندې ماشوم او زښت زیات خوشاله ښکاریدو . دومره خوشحاله لکه زمونږ د کلي هغه شپونکی زلمی چې واده یې په مینه کېدونکی ؤ ، او په ورا کې یې ګډیدونکو او سندرمارو نجونو په سندرو کې د ده نوم بار بار یاداوه .
وایي زړه ویاند دی ، داسې څه در یادوي یا د داسې کیف پلو نیمکښو در ښیي چې ښایي په نږدې یا لږ لرې راتلونکي کې یې په غړولو سترګو وګورې یا یې حس کړې . په لسیزو زمونږ د افغان وطن د بچي بچي حافظې او ذایقې جګړې ترخې کړې دي . آخر داسې خوږې شېبې خو به هم پرې راځي چې دا ټولې ترخې هېرې کړي . هو نو چې سړی روژه نیسي په اختر خو به خامخا اوړي . 
دا چې د مور وطن دبچو په زړونو او خیالونو کې د سولې او امن خواږه او خوشبویه زړي را زرغون شوي دومره ډېر بې دلیله هم نه دي . زه مې خپل زړه را غږوم ، د امن او سولې د راتلو دلیلونه ترې غواړم ، زړه مې راته وایي : 
ګوره ښه غوږ دې راته کېږده . دا اوسنی جهان خو ته ښه پېژنې که مسلم دی که غیر مسلم تر ډېره یې د اقتصاد ګوډاګی له ځانه جوړ کړی دی . دا د سرو سپینو ګوډاګي چې له افغانستان سره ځینې اقتصادي قراردادونه کوي د ګټې له پاره یې کوي . څه لیوني خو نه دي چې په افغانستان کې دې سوله او امن نه وي او دوی دې خپلې پیسې ، سره او سپین په خړ سېلاو لاهو کړي . 
بله خبره داده چې د افغانستان اوسنی حکومت لکه چې په یوه ښه تدبیر او قوت د بن بست د سرېښو له ډنډ نه ځان د نجات ساحل ته را وباسي . زړه یې دی چې نور نو د تاک د ونې غوندې د نړۍ پر اوږو بار نه بلکه د نښتر او چنار غوندې په خپلو پښو ولاړ پاتې شي . داسې ولاړ چې د لرې لرې ملکونونه د خوشحالۍ سرې سپینې او زرغونې مرغۍ ورته راشي پر څانګو یې ځالې جوړې او په لمدو وږمو یې زړونه خواږه او لامده کاندي . 
دلیلونه یو دوه نه دي ډېر دي . داسې ښکاري چې د وطن په زرغونه او خوږه لمنه کې هغه شته ، خزانې ، سره او سپین ، لالونه ، یاقوت ، زمرد مس او لاجورد په ګډه په یوه سندریز کورَس کې د غني بابا دا ترانه زمزمه کوي چې وایي : 
اې زما وطنه د لالونو خزانې زما = ستا هره دره کې دي د تُورو نښانې زما
زړه مې راته وایي : ګوره یو بل ډېر ښه زېری درباندې کوم خو پام چې د منفي بافو ذهنونو د کرکجنو او ترخو خبرو تر اثر لاندې را نه شې . 
زه مې د زړه دې خبرې او دې زېري ته که له یوې خوا په زړه کې ګوړې ماتوم له بلې خوا حیران هم یم چې دا زېری به څه وي . زړه ته مې په تلوسه او شوق وایم : زېری دې په ګل بدل زړګیه زه دې قربان خو بخیلي مه کوه راته وایه کنه . 
زړه مې راته وایي : ته احساساتي کېږه مه درته وایم یې خو اول د غزل هغه مطلع در یاده کړه چې د سر په مسره کې یې داسې راغلي دي : یو څوک راځي ...... 
زړه مې له دې بې خبره جملې او یا مسرې سره لکه ماشوم کټ کټ خاندي ، ماته وایي چې دا مطلع پسې پوره کړه . زه هم لکه ماشوم ورسره خاندم ورته وایم ښه ښه په یاد مې ده راته غوږ شه چې دسترګو په رپ کې یې درته ووایم : 
یو څوک راځي سپینې جامې یې دي په تن د اوبو 
غواړي اور ووژني ور واغوندې کفن د اوبو 
ورته موسکي به شي کاروانه لاروي ګلونه 
بلبل نغمه غږوي تن تنانا تن د اوبو 
زړه مې له خوشحالۍ لکه د یوه ګران سوال ځواب ویونکی ماشوم په لوړ غږ کټ کټ خاندي . خندا یې تر لرې ګړنګونو احساسوم . راته وایي یو څوک راځي د مهاجرو وطنوالو لویه قافله به ورپسې وي . د امن بلبلي نغمو ته به لبیک وایي . داسې یې و بوله چې مور وطن به د پردیسو بچو ټنډې ښکل کړي او پردیس بچي به د خوشحالۍ له اوښکو سره یو ځای د مور وطن پر پښو پریوځي او دعاوې به ترې وغواړي . 
زه مې زړه ته وایم ښه نو د مور وطن د بچو دا دومره لویه قافله چې پسې راځي دا سړی څوک دی ؟ زړه مې راته وایي چې دا ښاغلی حکمتیار صاحب دی . 
زه مې خپل زړه ته په خوشحالۍ وایم : بس د وطن د امن او سولې پر لاره چې څوک را روانیږي ګام په ګام به یې ګلونه شیندو . هو زه پوهیږم چې ځینې کړۍ او یو نیم په وطن کې د جنګ او بې اتفاقۍ له مصیبته ناخبره به وایي چې نه دې راځي ، همداسې په بده ورځ ښه یو . زه وایم چې واهلکه وا نجلۍ مه کوئ د خدای پار دی ، مور وطن نور نو د جنګ سور اور پر سر نه شي ګرځولی . هسې له خزانو ډکه ځولۍ یې په غاصبانو او منافقانو مه پیرزو کوئ . د افغانستان د سیاست په دې برګ اتڼ کې ډېر داسې هم ور ګډ دي چې یو ساده تاوېدل یې هم نه دي زده . څوک دې بخیلي نه کوي . خدای دې وکړي چې ښاغلی حکمتیار د سولې سردار شي ، زما اوستا په کې تاوان څه دی و د خدای نېکبخته . ښه ده چې د مور وطن بچي ټول سره پخلا شي . زه خو وایم : 
امن دې راشي امــــن ډېر خوږ دی 
له ترخه جنګه بـــلها ستــــړی یمه 
د خپل ماشوم په خنـــدا موړ نه یم 
د جنـــګ دیـوانـــو لـــــرې وړی یمه 
امن دې ما کړي بیا له سره زرغون 
زه په باروتو کې وریــــــت زړی یمه 
مړشې د ژوند لـــه لارې ډډه وکړه 
جنګه زمونږ لــــه کلي کــډه وکړه
۳۰-ثور - ۱۳۹۵