په پښتون فرهنگ کې د ميرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني دريځ

په پښتون فرهنگ کې د ميرزا خان انصاري فلسفي او عرفاني دريځ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • محمد اکبر کرگر
  • 322

ميرز اخان انصاري څوک و؟
ميرزاخان انصاري دنورالدين زوی اودبايزيد روښان لمسی وو. دزيږيدو نيټه يې مالومه نه ده. دميرزا خان مور زليخا اوميرمن يې نور خاتون نوميده چې دميرزا خان انصاري دتره جلالدين لور وه چې دهغه دلومړنۍ ميرمنې بې بې بصرې لور وه. بې بې بصري دملک قاسم بنگښ حاجي خېل لور وه. دنور خاتون نه دميرزا خان دری زامن اودوه لورگانې وې. خو داسې جوتيږي چې دنور خاتون نه علاوه هم دميرزا خان کومه بله ښځه يا ښځې وې چې دهغې يا هغوۍ نه يې هم درې زامن اودرې لورگانې وي. حالنامې ددې ټکې يادونه نه ده کړې. 
له روښانيانو سره دوخت دمذهبي توندلارو اوحاکمو چارواکو له تعصبه ډک سلوک ددې سبب شوی چې ددې غورځنگ په باب زيات شمير اثار يا له منځه ولاړ شي اويا لادرکه پاتې شي.
دميرزاخان انصاري يادونې په قديمو اثارو لکه دبستان مذاهب، ځينو قديمو تاريخي کتابونو، دروښاني شاعرانو اودنورو پښتنو شاعرانو په ديوانونو کې شوي دي. خو دميرزا خان دژوند دحالاتو په باب عمده ماخذ حالنامه ده چې ددې کتاب د يادونو له مخې دميرزا خان دژوندپيښو په باب جالبې نکتې تر لاسه کولاي شو. خو داچې حالنامه تر ډيره وخته دڅيړونکو لاس ته نه وه ورغلې اودگټي اخيستنې لاندې نه وه، نو ځکه دده په باب څيړونکو زياتره دمستشرقانو په ليکنو اوهم دپخوانيو پښتنو شاعرانو پر يادونو اتکا کوله.  
دميرزا خان مور زليخا دجلال الدين دخلافت ( ۹۹۹-۱۰۱۲)هجري قمري په دوران کې له احداد اوداحداد له مور بی بی بسۍ سره مغولو ته ديرغمل په توگه ورکړل شوي وې. حالنامې داپيښه په تفصيل سره راوړې ده اوپه دې ارتباط يې يو ځای ليکلي دي. 
(( وزليخا چون ازاين حال اگاهي يافت ( در) حالتی که جلالدين جيو با مردم افريدي نشسته بود رفته درپهلوی جلال الدين جيو نشست والحاح نموده که به دست خود اسير کرده دربند مغلانم مده که پسرم ميرزا خان بسيار خورد است. )) 
دحالنامي له يادونو ښکاري چې ميرزا خان په ډير کوچنيوالي کې دپلار له سيور ي محروم شوی دی. 
ميرزا خان انصاري دروښاني تحريک يو ډير برجسته شخصيت و چې دبايزيد روښان افکار اوليدتوگه يې په بشپړه توگه اوپه تفصيل سره په خپل کلام کې ياده کړې ده. ميرزا دخپل تره زوی احداد چې دشيخ عمر زوی و ترمشرۍ لاندی دمغلو خلاف ځينو جنگونو کې هم شامل و، خو وروستو بيا څه وخت دده يو بل تربور او هم اوخښی الله داد (چې په رشيد خان مشهور وو ) تحريک يې پريښود. نو الله داد ( رشيد خان ) اوميرزا خان دواړو دوخت له حکومت سره کار پيل کړ. خو احداد بيا وروسته دلواغر په جنگ کې ووژل شو .
څيړنې جوتوي چې ميرزا خان دپلار اومور له بيلتانه وروسته له جلال الدين سره پاتې شو اوداحداد اورشيد خان دمخالفتونو په دوران کې درشيد خان ملگری وو .له مغلو سره درشيد خان درزم اوپخلاينې په ټولو جريانونو کې دجلال الدين له زوی رشيد خان سره يو ځای وو. دمهابت خان دصوبه دارۍ په وخت کې دتيرا دسيمي پوځي چارې هم ميرزا خان ته ورسپارل شوې وې. 
هندوستان ته دالهداد ( رشيد خان ) ددوهم ځل تگ ( ۱۰۲۸- هجري قمري يا ۱۰۲۹هق حدود ) نه وروسته دحالنامې په روايت دسرواني له ښاره دډيرو له لارې ملتان ته ولاړ. اويو وخت هورې واوسيد اوبيا له ملتانه وخوځيد اولاهورته لاړ،اودباچا خدمت ته حاضر شو. 
له حکومت سره دميرزاخان همکاري اوپه دې برخه کې دميرزا خان دژوند کيسه هم په زړه پوري ده په دې مانا چې ددې همکارۍ اوگډ کار جريان هغه ديو جنگيالي اوقوماندان په توگه برجسته کوي. حال دا چې زموږ زيات کاري تمرکز دهغه د فکري اومعنوي ارزښتونو په هستولو کې دی په دې ډول: 
دکال ۱۰۳۹ هجري په وروستيو کې کله چې دخان جهان لودي اوشاه جهان ترمنځ داختلافاتو له مخې شخړه پيدا شوه. خان جهان لودي دکن ته ولاړ. دشاه جهان په ډير ټينگار ددکن حاکم نظام الملک هغه بادشاه ته حواله نه کړو نو نتيجه يې ددکن جنگ په شکل رامنځ ته شوه. په دې اړوند دمنتخب الالباب ليکوال ليکي: 
(( ددکن داطلاعاتو څخه مالومه شوه چې خان جهان لودي دولت اباد کې نظام الملک ته په رسيدلو کې کامياب شوی دی. خواجه ابوالحسن اونور اميران چې دده په تعاقب کې تللي وو. دبکلانه دزميندارو په مرسته دهغو سره دېره شوی و اوله دکنيانو (ددکن له اوسيدونکو ) سره يې دبادشاه له درباره د معتوب ملزم دوی ته په حواله کولو يا له خپله ځايه شړليو په باره کې دمراسلاتو هيڅ نتيجه راونه وتله ........په دغه اطلاع بادشاهي غضب په جوش کې راغلو اوخپله بادشاه په غره ربيع الاخر ي سن يو زرو يوکم څلويښت کې جنوب ته ( دتللو) اراده وکړه. )) 
ددې مخالفت په نتيجه کې دجنگ له پيل نه وړاندې کله چې بادشاهي پوځ ددوښمن په مقابل كې ډير لږ وو. ميرزا خان انصاري خپل قوماندان بهادر خان روهيله ته چې دارادت خان سپه سالار تر مشرۍ لاندې وو دجنگ له پاره ټاکلی و. ددوښمن دزورور قوت سره دمخامخ کيدو پر ځای هغه ته په يوه زړه کلاکې دځای پر ځاې کيدو مشوره ورکړه. خو بهادرخان روهيله اوځينې نورو ځوانانو دميرزا خان دا مشوره ونه منله، بهادر خان اونور و ځوانانو وويل: 
(( چيست اهل دکن که با ايشان جنگ نتوانيم کرد. )) 
 ميرزا خان په ځواب کي وويل: (( رضای شما دوست را پندی واگر نشنود دعا. )) 
ميرزاخان په همدې جنگ کې دخپلو تربورانو ميا داد، الله داد (رشيد خان ) اوخپل يو زوی عبدالحکيم سره دبهادرخان روهيله تر حکم لاندې وجنگيدلو. دغه جنگ کې ميرزا خان انصاري دخپل زوی عبدالحکيم اوتربور ميا داد سره ووژل شو.بهادر خان روهيله اوالله داد په کې ژوبل شول، ميرزا خان دهغه دزوی اوتربره دريواړو مړي هم هلته خاورو ته وسپارل شول خو يو کال وروسته ددريواړو مړي له هغه ځايه شمس ابادته يو وړل شول. 
حالنامه ليکې: (( درسنه اربعين الف (۱۰۴۰)هجري ازين عالم سفر نمود مزارش درشمس اباد واقع وشب جمعه اکثر مردم به زيارتش می رود. وبقدر يقين خود از حق تعالی مقصود می يابند. )) 
شمس اباد داوسنې هندوستان داتراپرديش دايالت دفرخ اباد سيمې په قايم گنج ولسوالۍ کې يوکلې دی چې سلطان التمش دگنگا درياب په غاړه اباد کړی و. دالله داد ( رشيد خان ) په وخت اکثر ابادي په کې دروښانيانو پښتنو وه. 
حالنامه دميرزا خان اودهغه دميرمنې بی بی نور خاتون له خولي ليکي: چې کله ددکن په جنگ کې ميرزا خان وټاکل شو اودسفر له پاره يې اړين سامان راغونډولو اودغه وخت يې نور خاتون زهيره اوخپه وليده نومخ يې ورواړولو اوورته يې وويل: 
(( نوري ! زه جنگيالی نه يم اونه دبادشاه نه دمجرايي اومنصب زياتولو په خاطر دخلکو وژلو اراده لرم. خو څه وخت چې بادشاهي پوځ دفتحې اوبري خبر واوري. نو خفه کيږه مه اوکه نه دغليم دفتحې خبر واورې. بيا که غميږي نو ښاېې. ځکه چې ما تراوسه غليم ته شاه کړې نه ده اونه به يې انشا ء لله وکړم. )) 
سره له دې چې ميرزا خان په جنگ کې رالوی شوی اوپه جنگ کې مړ دی. خود هغه فکري پانگه اوهستونه تر هغه څه ډېره زياته ده چې تصور يې کيږي. داصلي اوفکري بحث ته دننوتلوله پاره به دا غوره وي چې يو څه نور هم دهغه دژوند په حالاتو غور وکړو.

 

  -مخلص ،علي محمد:حالنامهءبايزيد روښان،:داطلاعاتو اوافرهنگ وزارت چاپ ۱۳۸۸کال ۴۰۵ مخ
 - فرهنگ واصطلاحات عرفاني ابن عربي ص ۱۵۰
 خليل ،هميش .(ترجمه ) ميرزا خان انصاري اودهغه شاعري .جدون پرنتنگ پريس پيښور·۲۰۰۲کال ۹مخ·
حالنامه نوی چاپ · ۵۵۵مخ   
همدغه اثر   
حالنامه ۵۵۴مخنوی چاپ