هو، موږ یې پخپله کوو! لویې او کوچنۍ ګټې

هو، موږ یې پخپله کوو! لویې او کوچنۍ ګټې


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • څېړندوی عبدالغفور لېوال
  • 357

زموږ یوه ملي ـ شعوري ربړه دا ده چې د لویې، تلپاتې او مثبتې ګټې توپیر له لنډمهالې، نامشروع او کوچنۍ ګټې څخه نه شو پېژندلای. که یو انسان‌وژونکی، غاصب او ټوپک‌مار مو د څو میاشتو لپاره اجیر کړي او د یوې خېټې ډوډۍ په بدل کې مو د خپلو کرکجنو موخو لپاره وکاروي؛ نو د دې لپاره یې سمدلاسه منو چې کورنۍ مو له لوږې مړه نه شي. خو په دې پسې سر نه ګرځوو چې ټوپک‌مار وژونکی زموږ د فردي استثمار په زور ځان سیاسي مشرۍ ته رسوي. د دې پر ځای مشروع او لویه ګټه دا ده چې له رمې والاوو څخه وړۍ واخلو، په کور کې یې سنۍ کړو او د ګيليم جوړولو، یا نورو چارو لپاره یې په بازار کې وپلورو. موږ کوکنار کرو؛ له هغو څخه پوډر او نور مخدرات تولیدوو، قاچاقوو یې، بس په دې کې د یوې خېټې ډوډۍ په لټون دنیا او اخرت بایلو، خو غنمو کرلو ته مو پلمې جوړې وي: اوبه نه شته، په کرنیزو سیمو کې امنیت نه شته، دولت سره ( کوډ) او تراکتور نه راکوي او... عجیبه ده، د کوکنارو د کرلو، تولید او قاچاق کار و بار تر ټولو په ناامنه او جګړه‌ځپلو سیمو کې روان دی او یو نړیوال بيزنس (کاروبار) یې جوړ کړی دی، خو دغنمو، مڼو او جوارو د کرلو کار و بار د امنیت او امکاناتو د نشت له کبله په ټپه ولاړ دی، موږ اوړه له پنجاب او ماکاروني له ایرانه راوړو. ټوپک په اوږه ګرځولی شو، د (قاچاق‌بر، جګړه‌مار، غاصب او وژونکي) په دروازو کې ټوله شپه پیره او ګزمه کولای شو، خو د کور په انګړ کې سابه نه شو کرلای، د چرګو د ساتلو کورنی کوچنی فارم نه شو جوړولای او موچیتوب یا سلماني‌توب راته سپک کار ښکاري. پر دې نه پوهیږو چې په نړیوالو فرهنګونو کې تر ټولو سپک، ذلیل او دشرم وړ کار د جګړه‌مارانو، ډاکوانو او بدمعاشانو په ډلو کې ټوپک ګرځول دي. لویه ګټه دا ده چې د یوه اقتصادي څرخ یوه برخه شي، بېلګه:  رمه ساتل؛ لبنیات، وړۍ، غوښه، هډوکي، پوستکی، کولمې او حیواني سره تولیدوي. له دې څخه خواړه ( لبنیات، غوښه او نور) دخلکو ګېډې مړوي. وړۍ، هډوکي، پوستکی، کولمې او سره صنعتي ارزښت لري، ورڅخه ټغرونه، غالۍ، بوټونه او نورڅرمي توکي، تار، سونتوکي او داسې نور تولیدېږي. رمه روزونکی، قصاب، د وړیو سوداګر، د لبنیاتو سوداګر، موټروان، د فابریکې کارګران، پلورونکي او بهر ته صادروونکي یې د څرخ نور اړخونه دي. ملي تولید یې هدف دی او د ملي عوایدو لوړېدل یې پایله. د دې په بدل کې ټوپک ګرځول، یوازې په جګړه‌مار او ټوپک ګرځوونکي کې رالنډېږي، جګړه‌مار له نامشروع لارې پیسې ګټي او ټوپکوال یې خوري، نه یوازې اقتصادي ارزښت نه لري چې لا د بد امنۍ، وېرې او وحشت نښه هم ده. په کوچنیو او لنډو ګټو کې ځینې داسې چارې هم راځي چې موږ ته بېخي مشروع ښکاري. کېدای شي د بېروکراسۍ دمنطق له مخې دغه چارې مشروع وي، خو کوچنۍ ګټې یې ځکه ګڼلای شو چې اقتصادي څرخ نه تاووي. په دې کې د وچو شعاري سیاستونو لوبغاړي، د ځینو ( NGO) ګانو بې‌ګټې پروژه یي چارې، په لوکسو هوټلونو کې ناعملي غونډې، بې‌ګټې دفتري او بېروکراټیک پړسوب او یوازې وارداتي سوداګري راځي. بېخرته او تر ضرورته وتلې رسنیز فعالیتونه، د موډ او فېشن کار و بار، د اړتیا له حده بهر مدني فعالیتونه، له اړتیا او ضرورته بهر د (نړیوالو اړیکو)، (سیاسي علومو) او دې ته ورته زده‌کړو کار و بار. په سلګونو او ان زرګونو سیاسي ډلو کې بوختیا، له حده بهر قومي، ژبنیو او مذهبي ټولنو، شوراګانو او اتحادیو کې کار کول دا ټول د لنډو او بې‌ارزښته ګټو بېلګې دي. (دا له پامه مه غورځوئ چې ځینو هڅو ته مو له ضرورته بهر قید په پام کې ساتلی دی. د بېلګې په توګه که د افغانستان ټول نفوس د میډیایي اړتیاوو لپاره سلو رسنیو ته اړتیا ولري، نو د اته سوه رسنیو شتون یې بې‌ګټې او له اړتیا بهر کارو بار شمارلای شو.) که د افغانستان د ډيپلوماسۍ ټوله دستګاه دوه زره کسانو ته اړتیا ولري او تاسې د سیاسي علومو، حقوقو، نړیوالو اړیکو او سټراټېژیکو پوهنو لس زره کسه فارغان ولرئ، نو څه کوئ؟ اته زره بې‌واسطې فارغان باید په کوچنیو ګټو کې ځان بوخت کړي. دا چارې په ښارونو کې د نفوسو تراکم ته لاره هواروي او کلیوال نفوس په بېروکراټیکو ګټو پسې ښارونو ته راځي. هلته چې د لویو ګټو او تولیدي ارزښتونو سیمې دي، له بشري ځواک او کاري توانمندۍ څخه تشېږي. کروندې شاړېږي، لښتي له اوبو تشېږي، امنیت خرابېږي او دا سیمې د جګړه‌مارو، مافیايي ډلو، قاچاق‌برو او ترهګرو تر پښو لاندې کېږي. لویې ګټې هاغه دي چې افغانستان پرې پیاوړی کېږي او د ګټې دوام زموږ نورو نسلونو ته هم ورغځېدلای شي. کوچنۍ ګټې هاغه دي چې افغانستان ته یې تاوان رسېږي او یوازې څو وګړي پکې د ژوند یوه موده بوخت پاتېږي. هغه سیاسي مشران چې په تولیدي کار بوخت نه دي او خپل سیاسي مشروعیت له یوه مشروع اقتصادي تولید څخه نه شي ترلاسه کولای، مجبور دي د سیاست کولو لپاره تورو اقتصادي سرچینو ته لاس واچوي: له پردیو استخباراتو سره د هېواد پر ګټو معامله وکړي، ځمکې غصب کړي، خلک وتښتوي، خپل ټوپک‌وال په غلا غدۍ روږدي کړي، د قاچاقو او مافیايي کار و بار لار ونیسي او له دې لارې ګټلې پیسې په دوو لارو ولګوي:  ۱ـ ځان ته سیاسي او ان مذهبي مشروعیت په پیسو واخلي. ۲ـ کاذب نفوذ او اغېز د پیسو په زور تر لاسه کړي.  خو که د تولیدي ـ مشروع کار و بار خاوندان په سیاسي ډګر کې فعال وي نو د تولیدي اقتصاد د ودې لپاره به له خپل سیاسي واک و ځواک څخه ګټه پورته کوي او دخپل مشروع شهرت د ساتلو لپاره به د لویو ګټو د ساتلو لپاره هڅه کوي، همدلته ده چې د سمې مشرۍ را منځ ته کېدو لاره هوارېږي. چې را لنډې یې کړو، لویې ګټې هغه دي، چې تولیدي او خدماتي ارزښت ولري: پوهنه، روغتیا، ټرانسپورټ، لارې‌جوړونې، بانکي خدمات او داسې نور په خدماتي ارزښت کې راځي. کرنه، صنعت، کانونه، ځنګلونه، څاروي‌روزنه، برېښنا او نور په تولیدي ارزښت کې شاملېږي. له دې څخه بهر هر کار و بار چې خدماتي او تولیدي ارزښت و نه لري، کوچنۍ او د منفي پایلو په صورت کې په نامشروع ګټو کې شمارل کېږي چې هېواد او ټولنه له پښو غورځوي. پایله: ټول افغانان باید دا ومني چې تر هغه ټوپک‌وال میلیونر یا تش په نامه سیاسي کلانکاره چې په ټلوېزیون کې ناست وي او قومونه سره جنګوي، هاغه شریف هزاره موچي زر ځله غوره دی چې د کوچي د پسه له پوټکي څخه د بلوڅ ماشوم پښو ته بوټونه جوړوي.  زموږ ملي ستونزه به هله حل شي چې پر همدغې پرتلنې باور ولرو. سرخط‬ ورځپاڼه