يو کوچنى خو باارزښته اثر


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اکبر کرگر
  • 1601

ان تر اوسه پورې چې دخوشحال له ژوند اوغورځو پرزو کلونه او پيړۍ تېرې شوې دې خو موږ په د ې بوخت يو چې وښايو خوشال په څومره جنگونو کې برخه اخيستي ده؟ له يوسف زو سره يې څه کړي دي ؟ له پښتنو يې ولې سر ټکولي دي ؟ ولې دمغلو په خدمت کې وو او بيا ولې دمغلو مخالف شو ؟
دا خبرې تر يو حده مهمي دي خو داسې هم نه چې په کليشو بدلې شي، چې بس دتوري اوقلم خاوند اونابغه، اوداسې نور ورته خطاب کړو. نن اوسني نسل دې ته اړ دې چى خوشحال له نورو زواياووهم وپيژني .دا ځکه چې دخوشحال دقيقه پيژندنه دپښتون اولس پيژندنه ده ، ديو ستريو تايپ په توگه .
په دې برخه کې له بده مرغه لږ کار شوى دى.خو په دې وروسته وختونو کې يوه کوچنې رساله چې له نامه نه يې پوهېدم چې څه به وي له کابله مې را وغوښت ۔ اوهغه داجمل پسرلي (ښکلا دخوشحال په غزل کې) اثر دى ،راورسيد. بي مقدمې مې په لوستلو پيل وکړ . خو څومره چې پر مخ تللم ۔ ټولې نوې خبرې وې ۔ سوليدلي کليمات يې نه درلودل ۔ شننه يې درلودله او د نړيوال فرهنگ په تله کې يې خوشحال ليدلي وو. چې په زړه پوري وو.
زموږ په ادبياتو کې (پښتو ادبياتو ) کې په شعر او کيسه کې دښايست مساءله لږه څېړل شو ده . يا خو دا چې استيتيک يا ښکلا پيژندنه لکه څنگه چې افلاتون ،هگل ، کانت ، نيچته او نورو پرې خبري کړي موږ نه ده را سپړلى . خو له نيکه مرغه ياد اثر به د دغه ډول متوديکي څيړني ښه بيلگه او ښه پيلامه وي . چې نور هم ورته پام واړوي .
زه د دې اثر څيړونکي ته مبارکي وايم، خو هيله لرم چې نور هم دا ډول څيړنو ته دوام ورکړي .
کار هم دلته ونه دروي .