نظام او سوله لومړیتوب دی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 996

اوس چې په دوحه کې د طالبانو او حکومت تر منځ خبرو ته تیاری روان دی ، نو د جمهوریت تر چتر لاندې د ځانخوښو لومړۍ درجه واکمنو له له خوا ( اوربند) د اساسي شرط په توګه مطرح کېږي او دا خپله سره کرښه ګڼي ، خو دا نه وايي چې د اوربند په مقابل کې څه شی له لاسه ور کوي ؟ او د څه شي معوضې ته تیار دي؟

له بلې خوا بیا طالبانو تر دې دمه کوم څرګند شرط نه دی وړاندې کړی، خو داسې اوازې دي چې کېدی شي هغوی د اوربند په مقابل کې د موقت ، سرپرست او یا هم انتقالي حکومت شرط وړاندې کړي!؟ که شرطونه یوازې همدا وي او تر شا یې بله اجندا او محتوا نه وي ، نو دا خو دواړه دومره سخت شرطونه نه دي ؛ ناپیېلي جرګه مار کولای شي د دواړو لورو دا شرطونه ومني او عملي یې کړي، خو پر یو بل شرط چې د غني ، صالح او دانش په مشرۍ اوسني حکومت ته ووايي چې ستاسې له خوا د اوربند شرط ومنل شو، تاسې یې باید په مقابل له حکومت څخه مستعفي شئ ، ځکه چې دې کار سره اوربند ټینګېږي او سوله رامنځته کېږي ، که ستاسې هدف د خپل قدرت دوام نه وي ، نو اساسي شرط مو ومنل شو . که دوی وايي چې موږ په هېڅ ډول موقت ، سرپرست او انتقالي حکومت نه غواړو ، نو دې ښاغلو ته باید وویل شي چې غني خو د بن له کنفرانسه را نیولې بیا تر دې دمه په پرله پسې ډول په مستقیم او نامسقیم ډول د موقت ، انتقالي او سر پرست حکومت برخه و ، ان د ده خپل حکومت چې له عبدالله سره یې جوړ کړ د ددو کلونو لپاره و او موقته بڼه یې لرله، بیا جرګه جوړېدله چې جوړه نه شوه او بیا هغه ګډ حکومت پنځو کلو ته وغځېد. دا اوسنی حکومت یې هم چې د مصالحې په نامه جوړ شوی، مشارکتي بڼه لري . دا اوس هم له څو کلونو راهیسې حکومت سرپرست نه دی ؟ ایا غني په شپږو کلونو کې د داسې منتخبې او بشپړې کابینې بېلګه وړاندې کولای شي چې هغې دې له قانون او معیاد سره سره سمه له ولسي جرګې څخه د باور رایې اخیستې وي؟ نو یو سړي چې د خپل واک اکثره موده په موقت ، انتقالي او نا انتخابي ډول تېره کړې وي، پر ضمیر، وینا او عمل ، ټولو یې پوره پوره شک کېدلای شي. بله پوښتنه داده چې که طالبان له کوم قید او شرط پرته اوربند وکړي ، نو دا مانا ورکوي چې غني به له ډز او ډوز پرته خپل واک ته دوام ورکوي.، نو طالب ته په کې څه پاتې شول ؟ او غني او صالح په کې څه له لاسه ورکړل؟ په داسې حال کې چې د غني مرستیال طالبانو ته بار بار همدا وايي چې که طالبان اوربند وکړي نو همغه مهال ختمېږي.
درېیمګړی کولای شي چې طالبانو ته هم ورته دلیل وړاندې کړي ، چې ورورجانه ، طالبجانه اوربند به منې ، خو د موقت حکومت شرط به په دې مانا نه وي چې ملت له دغه مړژواندي حکومته هم بې برخې کړې او دلته د شلو کلونو په بهیر کې جوړ شوي ، حکومتي ، پوځي، مدني او ملي بنسټونه ړنګ کړې ، د اویایمو کلونو پېښې تکرار او هېواد یو ځل بیا د ایران ، پاکستان او عربو او عجمو د نیابتي جګړو ډګر کړې، نو طالبجانه ته به اوربند منې او په ملي او نړیواله کچه به دا تضمین ورکوې چې دلته که تر اوربند وروسته موقت،سرپرست او یا ناپیېلې حکومت رامنځه کېږي ، بیا به پرې څوک ډز نه شي کولای.
ناپیېلی ، توافقي یا انتقالي حکومت که د هر څومره مودې لپاره وي باید په بې طرفۍ سره خپلې چارې سنبال کړي، د اوسني حکومت له خوا ټول قانوني کارونه او پرمختیایي پروژې پسې تعقیب کړي، د اساسي قانون د تعدیل طرحه تیاره کړي ، د نظام د ډول په باب له ټول ولس څخه نظر پوښتنه وکړي، که خلکو امارت غوښته د امیر د ټاکلو لارې چارې دې عملي کړي او که خلکو جمهوریت غوښته ، نو د عادلانه ټاکنو لپاره دې ترتیبات ونیسي. ناپیېلی حکومت دې ملت او ټولو مطرحو خواوو ته دا لیکلې ژمنه هم ور کړي ، چې د راتلونکې منتخب او یا نیمه منتخب حکومت هېڅ انتخابي او ناانتخابي څوکیو ته د نوماندۍ حق نه لري ، نو په دې ډول به د واک د سالم انتخابي انتقال لپاره لاره اواره شي. د نظام فزیکي اډانه به هم خوندي شي او سوله به هم ټینګه شي.
د دې خبرې واضح کول هم په کار دي چې جمهوریت څه د غني، امرالله او دانش د پلار میراث نه دی چې دوی یې تر شا ځان پټ کړي ، غني خپله یو ځان خوښی او متکبر شخص دی چې اکثره ټولنیز اخلاق یې د جمهوریت خلاف دي او دواړه مرستیالان یې د دوو داسې جګړه مارو تنظیمونو غړي دي چې د لنډغرۍ له کلتور پرته نور هېڅ نه لري ، دلته جمهوریت هم خپل طبیعي پلویان او هم خپل وارثین لري چې تر غني او نورو کاذبینو په سوونو ځله جمهوریت ته ډېر ژمن دي . په دې بله خوا کې بیا طالب هم یوازې د اسلامي نظام او امارت وارث نه دی، خدای پاک دا ملت په طبیعي ډول مسلمان پیدا کړی دی، که طالب نه و هم دا ملت ملسمان و او که طالب وي هم د دې ملت په اسلامیت کې کوم کمی او زیاتی نه راځي ، دا ملت نه هغه ډول تریخ امارت غواړي چې طالبان یې تمثیلوي او نه هغه ډول شرمېدلی جمهوریت غواړي چې غني ، صالح او نور مفکرات یې ډنډوره غږوي ، نو د خدای په خاطر نور دا ملت د امارت او جمهوریت په لمبو کې مه سوزوئ، ملت ته حق ورکړئ چې امارت غواړي که جمهوریت او یا هم ژوند او انسانیت؟؟