نحمده و نصلی علی رسوله الکریم


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد اشرف غني
  • 1290

د ارواښاد تواب غورځنګ د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غني د تسلیت پیغام

په خواشینۍ خبر شوم چې د ملي امنیت شورا مخکینی ویاند او ژورنالېست تواب غورځنګ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله واناالیه راجعون

ارواښاد غورځنګ د هېواد فعال ځوان او خدمتګار شخصیت و، د بېلابېلو دندو ترڅنګ یې د عامه افکارو د روښنایۍ او د ټولنې د پرمختګ لپاره هلې ځلې کولې او مړینه یې یوه ضایعه ده.
د ارواښاد غورځنګ د وفات له امله د هغه کورنۍ، دوستانو او د خوست ولایت شریفو خلکو ته تسلیت وایم، الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړي.
 
امین یا رب العالمین
محمد اشرف غني
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس