د خدای پامانۍ ګيله


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • پوهاند محمد اسمعيل يون
  • 1041

 ته بيا تر موږ دمخه شوې،تا بیا د ژوند د بدرنګۍ پر مخ څپېړه ورګړه،ته بيا له خپل هنر سره د وړانګو ښار لاړې،ته لکه چې له تیاروڅخه ډېر په تنګ شوې،که څنګه؟ته خو له هرې تیارې سره عادت وې،ډول ډول تیارې دې لیدلې وې، سرې،شنې، تورې اوسبینې تیارې. هرې یوې ستا د زړه د هنر د ملکې وزرونه تړل،خوته همغسې سرزوری وې،له هرې یوې سره دې د خپل هنر الهه جنګو له،ځان دې د اورونو په بتۍکې کړاوه،خو سردې نه ټیټاوه،ته هماغه پښتون وې چې سر ټیټی دې... ته هم نه و زده. 

 خو ته په یوه پټ راز پوه وې،همدا یوه خبره دې له موږه پټه کړې وه،همدغه یو راز دې موږ ته ناویلی برېښوده،تا ژوند پېژوندلی و.خو موږ ته دې نه وو ویلي،ځکه دې نو د سترګو په رپ ګې د ابدیت جام په سر واړه،او موږ دې د بد رنګ ژوند د دېوال تر شا پرېښودو،خو موږ هم یوه ګیله لرو هغه دا چې تا خداپاماني و نه کړه او لاړې،ځګه هر څوګ چې له نیت وي چې ته تل له موږسره حاضری یې او زموږ په ذهن پاچاهي کوې،نو بيا خو درسته ده،خوکه داسې وي،چې تا هلته د نور او ښکلا سمندر ته ځان ورسوه او د خپلو هغو دوو ملیونو ستورو په ګتار کې ودرېدې چې د بېلا بېلو تیارو ښامار انو،یې د ژوند دښکلا دېوالونه ړنګ کړي دي نو بیا خو موږ هم ځانته د ګیلو او مانو حق ورګوو
ته خو هره خبره کې غیرت پر سپین آس سو وې او د هو امتياز پر وخت دې بل څوګ تر ځان دمخه کاوه نو دا ځل ولې؟ لکه چې ابدي سفر ډېر خوندور دی،که څنګه چې یوازې د خپلو ارمانونو پر دلدل سور او پر مخ لاړې؟
دلته خو اوس هم ډېرې لوبې روانې دي،ایا له دې لوبو نه ستړی شوې ؟که زړه دې  تڼګ شو او که نور دې د خپل شعر  په  رڼه  هنداره کې د هغو انځورونه  د خپل احسا س  او عاطفې کړېدنه ګڼله؟ ته خو  حساس وې ، ستا پوټکی خو ډیر نازک و او چېر ته لرې به چې ستا دوطن د غرونو په څوکه کې هم په کوم څپړۍاور ولګېد نو دلته به ستا د وطن د غزونو په څوکه او کله چې  به  ستا لیلی (پښتو» ته چا تروې وکتل نو څنګه به درباندې تبه راغله، څنګه به دې لاسونه ورېږېدل، څنګه به تک سور شوې، څنګه به دې ژر قلم پر کاغذ کېښود او د احساس او ولولو مر غلرې به دې وشيندلې   ـ  دا ټولي خبرې به پر ځای پرېږدو، زه اوس خپل غم ژاړم، تا ته چې څومره کوز ګوری یم، هغه لا څه کوې، اوس به زه لغمان ته په کومو ستر ګو ځم؟ زموږ د کور لاره خو ستا سو په کور تېر ېږي، مخکې خو زه د موټر ښي خوا ته کېناستلم چې ستاسو د کور د شنو ونو ننداره وکړم، اوستا په شتوالي زړه ډاډه کړم، اوس به نو زه له شرمه هم  د موټر کيڼي خوا ته کينم، او له شرم به سا له کوره مخ اړوم، ما خو تا ته ویلي وو چې زه او ته نژدې سیمه  وال یوو ، زما جنازه به ستا اوږو او ستا به زما په اوږو کلي ته ځي، اوس نو کومه ده ؟ ما خو ستا جنازې  ته اوږه ور نه کړه ، موږ اوس مه خپل وطن کې مسافر او خپل وطن کې بې وطنه یو، ستا په زړه کې په هم دا خبره تېرېږي، چې زه ډېر دروغجن یم او ما تا ته دروغ ویلي وو، کېدای شي د دې غچ رانه هغه وخت واخلې چې زه هم څو ورځې وروسته ستاسو نوي او لوی کلی ته درشم او هلته راپسې راغلې! خو زه ګوره هم چوپه خوله پاتې کېدای نه شم، که نور څه و نه وایم نو دومره خو وایم چې ته خو ښه ږې ، ځان دې له غمونو بې غمه کړ، تا خو ما ته ویلي وو چې هلته به ټول غمونه سره ویشو، تا نو ولې ټول غمونه یوازې ما ته پرېښوول، او ځانله دې ابدي سفر غوره کړ.

ته خو په هره خبره ټینګ ولاړ وې، نه دې د سیاسي تر بور ځواب پرېښوده، نه دې د فرهنګي او نه دې د کورني او کلیوال. یا د خو به دې چې هغه ورځ څو تنه ستاسو د کور تر څنګ تېرېدو او تا په وچ زور خپل کورته ستانه کړو. زموږ په ډیر ټینګار څه ما نا تر بور راته با نه کړ چې د یو پښتون له کوره مېلمه تېرېدل پومېږې څه ما نا لري؟ زه به خپل تربورته څه وایم؟ موږ خو هغه شپه تا سره پاتې شوو او ستا شمله نوره هم په تربورانو کې اوړه شوه. خو ته ګوره بیا غلی او موسکی شوې او له همغې ورځې دې ځان غلی او د یوه اوږده سفر تکل دې پیل کړ. ته خو ښه پوه وې چې ستا د ژبې او وطن څومره تربوران ستا د شعر الهې ترور ته کابو ناست دي، نو موږ دې لېوانو ته یوازې پرېښودو؟ ایا هغه ته نه وې چې د اور او وینو په څلور نیمو کلونو کې دې د زخمي کابل په زړه کې د فرهنګي مینې درباب تارونه ترنګول، کله چې همدې رباب ته موږ خپلې څڼې غوړې کړې، په ولولو او شور راغلو، بیا نو تا خپل سفر پیل کړ. دا منم چې تا ډیرې فرهنګي تورې وهلي چې ځلا یې تر ډېره وخته ستا فرهنګي ویاړونه ژوندي ساتلی شي، خو موږ د خپلې مینې د هغې ماتې بېړۍ په غم کې یو چې تا غوندې یو ماڼو یې ساحل ته درسولو جوګه و. ته کېدای شي بیا له ځان سره موسکی شې او ووایې چې دوی لا اوس هم په مرک کې د ژوند خبرې کوي، دوی لا خبر نه دي چي دوی ژوندي مړي دي، هسې د ژوند په یوه لوی زندان کې ګرځي، څېرې یې د مړو دي، خو خبرې د ژوندیو کوي، خو له دې نه خبر نه دي چې ژوند چېرته دی؟
ته خو زموږ د ژوند په رنګ ښه خبر یې، نو ځکه به مو ډېر نه ګرموې، خو زه بیا خپله ګیله راغبر ګوم، ته نو ولې له موږه پټ او بې له خدای پامانی الاړې؟ ته کېدای شي بیا موسکی شې او ووایې چې ته لا تر اوسه د مرګ په خوند خبر نه یې ، د مرګ فرښتې د باد په شان دي هغه خو څه رنګ نه لري، چې څوک یې وویني او چا ته خبر ورکړي، دا دوه ملیونو نورو دې کله خدای پامانې واخیسته چې ما احیستی وای؟ خو په دی خبرو له ما نه ځان خلاصولی نه شې، زه خو پوهېږم چې ته څوک وې او څه شی دې لیدلای شول او ځه نه ؟ ایا ته همغه څوک نه وې چې د « مرغانو يه هګیو کې دې د هغو پروازونه لیدل» ایا ته همغه څوک نه وې چې له هیلیو ، څېړیو او نښترو سره دې خبرې کولې، تا خو د مرګ پرښتو سره د مخه د مینې او پیوستون تار تړلی و، خو دا راز دې موږ ته نه ویلې، نو ځکه زه ګیله من یم که ته هر څه ووایې، چې نه داسې نه ده، زه یې نا څاپي بللی یم، او ما د خدای پاماني وخت پیدا نه کړ، نو زه بیا وایم چی دا خبره نو د چا ده؟

یو باد رالګېدلی ما لـــه ځانه سره وړي

د زړه آس مې له باره د ارمانه سره وړي؟